د الکترو میخانیک پوهنځۍ په اړه:

د الکترو میخانیک پوهنځۍ د ټولني د اړتیاوو پربنسټ په کال ۱۳۶۰ لمریز کې تاسیس شوه. د دې پوهنځۍ د بنسټ اېښودلو اصلي موخه په دوو اختصاصي څانګو؛ صنعتي مؤسسو، ښارونو، اوکليو ته د بریښنا رسولو څانګه  او د اتو میخانیک انجنیري څانګه (چي د اتوموبیلي ترانسپورت پوری اړه لري) کې د علمي او مسلکي کادرونو روزنه او په نوموړو څانګو کې د علمي څیړنو ترسره کول وو. له پیله تر اوسه پوري ددي پوهنځۍ په دواړو اختصاصي څانګو کې زیات شمېر مسلکې انجنیران د لسانس او ماسټري په کچو روزل شوي او ټولني ته وړاندي شوې دي چې په تولیدي او سکتوري موسساتو کې د افغاني ټولني د اوسنیو ستونزو په حل کولو او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبوي.
دا پوهنځۍ د پورتنیو دوو ځانګړو (اختصاصي) څانګو سربیره د عالي ریاضیاتو، فزیک، نظري او تطبیقي میخانیک او بهرنیو ژبو څلور عمومي څانګي هم لري.
اوس مهال 58 تنه استادان چی د مختلفو علمي سویو درلودونکې دي ددي پوهنځۍ په څانګو کې د تدریس دنده پر مخ وړي
په کال ۱۳۶۴ لمریز کې ۲۵ تنه مسلکې انجنیران په لومړی دوره کې د الکترو میخانیک پوهنځۍ څخه د ماسټري د درجي په ترلاسه کولو سره فارغ شول. تر دې مهاله (۱۳۹۶ لمریز کال) پوري ۱۶۳۸ تنه مسلکې انجنیران ددې پوهنځۍ د ځانګړو څانګو څخه فارغ شوي دي چې د هغو له جملي څخه ۹۱۳ تنه یي په ۲۸ دورو کې د برېښنا رسولو له څانګي او ۷۲۵ تنه په ۲۹ دورو کې د اتومیخانیک انجنیري له څانګي څخه فارغ او ټولني ته وړاندي شوي دي.

 

اختصاصی څانګه:

  1: د اتو میخانیک څانګه:

  2: صنعتي مؤسسو، ښارونو، اوکليو ته د بریښنا رسولو څانګه:

عمومی څانګه :

  1: د عالی ریاضیات څانګه :

  2: د بهرنیو ژبو څانګه :

  3: د نظری او تطــــــبیقی میخانیک  څانګه:

  4: د فیک څانګه:


رسالت (Mission)
د ټولو وړ کسانو لپاره دلوړو زده کړو د اسانتیاوو او امکاناتو برابرول او د یو داسي معیاري  ښوونیز بنسټ رامنځته کول دې چي د تدریس، څیړنې او لوړ کیفیت خدماتو د وړاندي کولو توان ولري او داسي کسان ټولني ته وړاندی کړي چي د کار په بازار کې د سیالی توان ولري او د ټولني مسلکې او تخصصي غوښتني پوره کړای شي.
لید لوری (Vision)
د ملې ارزښتونو په پام کې نیولو سره په اړوندو څانګو کې دداسي تخصصي او معیاري انجنیري د ښوونیز بنسټ رامنځته کول چې د کمیت او کیفیت له پلوه په اړوندو برخو کې د هېواد د پرمختګ سبب وګرځي او د کار د بازار اړتیاوي پوره کړای شي. په دی سربیره رامنځته شوي ښونیز بسټ باید د تکنالوژي او ساینسي علومو د نویو پرمختګونو لپاره کافي منابع ولري او په ملي او نړیواله کچه د ځانګړي اعتبار او مقام درلودونکی وي.
موخي (Goals)
ددي پوهنځۍ اساسي موخې عبارت دي له:
•    د سیمه ایزو او نړیوالو ستندردونو سره سم په پرله پسي ډول د درسي کریکولم عصري کول او معیاري کول 
•    له کمي او کیفي پلوه د څانګو د اکاډمیکو او ښوونیزو فعالیتونو د پراختیا په موخه په دوامداره توګه د اسانتیاوو، امکاناتو، تجهیزاتو او فرصتونو برابرول
•    په څانګو کې د علمي کادرونو د ظرفیت لوړول
•    دزده کړي د کیفیت وده او ښه والي
•    د داخلي، سیمه ایزو او نړیوالو لوړو زده کړو له بنسټونو سره د توامیتونو او مرستو د رامنځ ته کولو لپاره هلي ځلي
مقاصد (Objectives)
د الکترو میخانیک پوهنځۍ د لوړو زده کړو د وزارت د قوانینو، مقرراتو او لوایحو په رڼا کې او د دي پوهنځۍ د رسالت، لید لوري، قوت او ضعف نقطو او د موجوده ګواښونو او فرصتونو په پام کې نیولو سره خپلو ټاکل شویو موخو ته د رسیدلو لپاره لاندي فعالیتونه ترسره کوي:
•    د څانګو د علمي کادرونو لپاره د ماسټري او دوکتورا په کچه د تحصیلي درجو د ترلاسه کولو په موخه د آسانتیاوو رامنځ ته کول،
•    د تدریس په نوی تکنالوژۍ باندي د څانګو د درسي ټولګیو سمبالول،
•    د تدریس د کیفیت د لوړولو لپاره د تدریس له نویو تکنالوژیو او تګلارو څخه ګټه اخیستل،
•    د پوهنځۍ د عمومي او ځانګړو څانګو لپاره د لابراتوار د وسایلو بشپړول،
•    د تدریس لپاره د مناسبي فضا را منځ ته کول او له هر ډول (قومي ، سیاسي ، ژبني او مذهبي ) تعصباتو څخه مخنیوی 
•    په پرله پسي ډول د څانګو د کریکولم ، درسي مفرداتو او موادو بیا کتنه او عصري کول 
•    په پرله پسي ډول د کریکولم او په ځانګړي ډول د منل شویو درسي مفرداتو د تطبیق لپاره کار کول
•    د علمي کادرونو د شمولیت له لایحي سره سم او د اړتیاوو په پام کې نیولو سره د څانګو د علمي کادرونو د غړيو د شمېر بشپړول
•    د ټولني د ستونزو د حل کولو لپاره په مختلفو برخو کې د انجنیري خدماتو او څیړنیزو پروژو اجراکول
•    د پوهنځۍ په ستراتیژیکو پلانونو کې د نغښتو پروګرامونو د ښه پلي کولو په موخه د مرستندویه سرچینو او ارګانونو لټول
•    له داخلي او بهرنیو پوهنتونو سره د توامیتونو د زمینو برابرول
•    د پوهنځۍ په کچه د ځان ارزوني او د تدریس د کیفیت د ارزوني د تګ لارو پلي کول
•    د څانګو او پوهنځۍ په کچه د کتابتونو رامنځته کول او په نویو موادو او کتابونو سره دهغوۍ سمبالول
•    د پوهنځۍ د علمي کادرونو د علمي او څیړنیزو اثارو د شمېر زیاتول او دهغوی دخپرولو لپاره د آسانتیاوي برابرول 
•    د څانګو د لابرانتونو او تکنیشنانو د روزلو لپاره هڅي 
•    د پوهنځۍ په کچه د مکافاتو او مجازاتو د سیستم پلي کول
•    د هېواد د ملي ګټو سره سم د نویو څانګو رامنځته کول
•    د سکتوری ارګانونو، ادارو، او وزارتونو سره د متقابلو مرستو د پروتوکولونو او هوکړه لیکونو لاسلیکول
د تیري یوې نیمي لسیزي په اوږدو کې ددي علمي بنسټ  د تحصیلي نظام په بیا رغونه کې یوه اندازه کار شوی دي، چي له دي جملي څخه ددي پوهنځۍ د عمومی او ځانګړو څانګو درسي نصاب ته پراختیا ورکول، د تدریس د نویو تکنالوژیو په وسایلو سره د درسي ټولګیو سمبالول، تر یوه حده په ځینو څانګو کې د لابراتواري تجهیزاتو برابرول، د علمي کادر د غړیو د علمي سويو لوړول او د د یوه پرمختللی تحصیلي سیستم په توګه د کریدیت د سیستم پلي کول یادولی شو. ولي دا ترسره شوې کارونه د کیفیت د لوړولو او ښه کولو او د علمي کادرونو د ظرفیت د لوړولو لپاره کافي نه دي او اړینه ده چي د ټولني د اړتیاوو سره سم د لوړو زده کړو دکیفیت د لوړولو او عصري کولو او د څانګو د پراختیا په برخه کې په پرله پسي ډول کار وشي.
د الکترومیخانیک پوهنځۍ ځانګړی څانګي د هیواد د ملي اقتصاد لپاره ډیري اړیني دي، له دي پوهنځۍ څخه فارغ شوي انجنیران په دولتي ادارو، خارجي موسسو، تولیدي تصدیو، علمي او څیړنیزو موسسو او نورو دولتي اوغیر دولتي ارګانونو کې په دندو بوخت دي.
د یادوني وړ ده چي له ۱۳۸۴ لمریز کال نه راپه دیخوا د پخواني سیستم پر ځای د یوه موثر او پرمختللي سیستم په توګه د کریدیت نوی سیستم د کابل پولي تخنیک پوهنتون په ټولو پوهنځيو کې چی د الکترومیخانیک پوهنځۍ هم پکې شامله ده، پلی شو. د هر تعلیمي کال په پیل کې د کانکور د آزموینی څخه وروسته د لوړوزده کړو د وزارت لخوا دي پوهنځۍ ته نوي زده کړیالان ور پیژندل کیږي. اوس مهال (د ۱۳۹۶ لمریز کال) پسرلني سمستر کې (   ) تنه ددي پوهنځۍ په ځانګړو څانګو کې په زده کړو بوخت دي