د اتو میخانیک څانګه:

د اتومبیل په وسیله ترانسپورت د بشري ټولنو د ودي او انکشاف یو له اساسی او مهمو وسیلو څخه ګڼل کیږي. له اتومبیل څخه ګټه اخیستل نه یواځي د مسافرو په انتقال کي ونډه لري بلکه د مالونو د انتقال او دټولني په مختلفو برخو لکه کرهڼه، سوداګري، ودانۍ جوړولو او کانونو او صنایعو کي هم ځانګړی ارزښت لري.
زموږ په هیواد کي د جغرافیایی او جیولوجیکي شرایطو په اساس اتوموبیلي ترانسپورت د ترانسپورت د نورو ډولونو په پرتله زیات کارول کیږي او شاوخوا ۹۰ ٪ د لیږدوني چاري د اتوموبیلی ترانسپورت په وسیله سرته رسیږي. د اتوموبیلي ترانسپورت د فعالیت د لا موثر کیدو په خاطر،  د تخنیکې خدماتو او ترمیم د چارو د لا ښه تنظیمولو په خاطر او همدارنګه د بار او مسافرو د انتقال لپاره د موثرو طریقو ټاکل او اجرا کولو په منظور باید په دي برخه کې فني او مسلکي کسان دنده ترسره کړي. د پورتنیو اړتیاوو پر بنسټ نیولو سره باید په دی برخه کی فنی او مسلکی کسان دنده ترسره کړي. دي موخو ته د رسیدو لپاره د اتو میخانیک انجنیری څانګه د ټولني د عیني اړتیاوو پر بنسټ د یو تحصلي نهاد په توګه په ۱۳۶۰ لمریز کال کي د کابل پولیتخنیک پوهنتون په الکترومیخانیک پوهنځۍ کي تاسیس شوه او په هېواد کې یواځنی څانګه ده چې د اتوموبیلي ترانسپورت په برخه کې د ملي کادرونو در روزلو په خاطر فعالیت کوي او اتو میخانیک انجنیري په څانګه (اتوموبیل او اتوموبیلي تاسیسات) کې د اتوموبیل څخه د تخنیکي استفادي په موخه مسلکي انجنیران روزي او ټولني ته وړاندي کوي.
ددې څانګي لیدلوری دداسي تخصصي او معیاري انجنیري ښوونیز بنسټ رامنځته کول دې چې د کمیت او کیفیت له پلوه په اړوندو برخو کې د هېواد د پرمختګ سبب وګرځي او د کار د بازار اړتیاوي پوره کړای شي او همدارنګه د سیمي د هېوادونو د اکاډمیکو معیارونو سره سیالي سره سره په ملي او نړیوال کچه د منلو وړ وي.
ددي څانګي رسالت د کار د بازار او ټولني د اړتیاوو په پام کي نیولو سره په عصري تخصصي او مسلکي پوهي د سمبالو تخصصی کسانو او ملی کادرونو روزل، د اتومیخانیک انجنیری په برخه کي د خدماتو وړاندي کول او د علمي څیړنو ترسره کول، او همدارنګه په مادي او معنوی توګه دڅانګي تجهیز او اکمالول او د علمی کادرونو، محصلینو او اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړول دي.

د اتو میخانیک موخې او مقاصد:
•    د څانګي د استادانو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړول
•    د څانګي د لابراتواري تجهیزاتو تکمیلول
•    د څانګي د ستراتیژیک پلان د ښه پلي کیدو لپاره د کلنۍ دولتي بودجي سربیره د مرستندویو منابعو او ارګانونو پلټل. 
•    په پر له پسي ډول د څانګی د کریکولم، درسي مفرداتو او مواد بیا کتنه 
•    د تدریس لپاره د مناسبي فضا را منځ ته کول او له هر ډول (قومي ، سیاسي ، ژبني او مذهبي ) تعصباتو څخه مخنیوی 
•    په پرله پسي ډول د کریکولم او درسي مفرداتو د تطبیق لپاره کار کول
•    د لوایحو او مقرراتو سره سم د نویو استادانو جذبول
•    له داخلي او بهرنیو پوهنتونو سره د توامیتونو د زمینو برابرول
•    د پوهنځۍ په کچه د ځان ارزوني او د تدریس د کیفیت د ارزوني د تګ لارو پلي کول
•    د کتابونو او درسی موادو غوښتنه
•    د څانګي په کچه د کتابتون را منځته کول او په ښو درسی مواده سره د هغه سمبالول 
•    د هېواد د ملي ګټو او ټولني د اړتیاوو سره سم د نویو څانګو رامنځته کول
•    د څانګې د لابرانتونو او تکنیشنیانو د تربیه کولو لپاره هڅي 
•    د تخنیکی او تعلیمی ورکشاپ د بیا جوړولو لپاره هلي ځلي 
ددې څانګي د زده کړیالانو کاري ساحه پراخه ده او په لاندنیو برخو کي د مسلکي فعالیتونو د ترسره کولو، د تولیدي-تخنیکي چارو د رهبري کولو او د چارو د تنظیمولو وړتیا لري:
•    د مختلطو، شخصی او دولتي اتومبیلی ترانسپورت په کامپلکسونو کي 
•    د اتومبیلی ترانسپورت اړوند څیړنیز-علمي او طراحي-تکنالوژیکي موسساتو کي
•    په ترمیماتي او خدماتي ترانسپورتي موسساتو کي
•    د اتومبیل جوړولو او د هغو د ترمیم په کارخانو او شرکتونو کي
•    د بازارموندني د خدماتو او دیسپیچري مراکزو کي
•    د اتومبیلی ترانسپورت د موسسو د موثر فعالیت لپاره د مادي-تخنیکي اکمالاتو په برخه کې
•    د صنعتی، زراعتی او ساختمانی ماشین آلاتو د څارنې او ترمیم په برخو کي 
•    د دې څانګې پورې اړوند تولیدي کارخانو او موسسو کې
•    د ماشین الاتو د عناصرو د دیزاین په برخه کې
اوس په دې څانګه کې درسي پروسه د
۸ تنو استادانو لخوا؛ پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالاحد "خالقی"، پوهندوی دیپلوم انجنیر سید یوسف، پوهندوی دیپلوم انجنیر محمد جمعه " کاظمی"، پوهندوی دیپلوم انجنیر اسرائیل، پوهندوی دیپلوم انجنیر میر آقا " میهن"، پوهندوی دیپلوم انجنیر عبدالحمید " توده یی" او پوهنیار دیپلوم انجنیر محمد انور " امید"  لخوا   په مخ بیول کیږي. ددي څانګي یو تن استاد پوهیالی صهیب الله (زرغون) د ماسټری دوري د پوره کولو په موخه د افغانستان د اسلامی دولت له لوري د سلواک هیواد ته استول شوی ده. همدارنګه دوه تنه لابرانت انجنیران هر یو دیپلوم انجنیر حسب الله او انجنیر لابرانت عبدالطیف هم په عملي او لابراتواري مضامینو کي په دي څانګه کي په دنده بوخت دي.