تاریخچه

د کابل پولي تخنیک پوهنتون په ۱۳۴۲ لمریز کال د میزان میاشتې ۲۱ چې د ۱۹۶۳ میلادي کال د اکتوبر میاشتې د ۱۳ نیټې سره سمون خوري په ۷۲ هکتاره ځمکه کې چې ۳۶۰ جریبه سره برابره او د کابل ښاروالې په پنځمه ناحیه کې پرته ده، د دولتي او خارجي پلاویو په ګډون یې د تهداب ډبره ایښودل شوې ده، چې پکې تدریسي ودانې، لابراتوارونه، کتابتون، د محصلینو لیله، د استادانو د هستوګنې لپاره ودانۍ، په یوه وخت د ۱۰۰۰ تنو په ظرفیت طعام خوري، په یوه وخت د ۵۰۰ تنو لمونځ کوونکو په ظرفیت جومات، سپورتی میدانونه او جمنازیوم، د کنفرانس تالار چې د ۱۰۰۰ تنو ظرفیت لري، ورکشاپونه، پولیګونونه او تفریحي ساحې شتون لري.

د دې پوهنتون ساختماني مواد او تجهیزات او د ودانولو ټول لګښت یی د پخواني شوروي اتحاد له خوا د افغانستان خلکو ته د ډالۍ په ډول ورکړل شوي دي. د ودانولو چارې یې افغاني او د وخت شوروي اتحاد انجینرانو او کارګرانو، په ګډه ترسره کړي دي.  

د درسي خونو او لابراتوارونو د ودانولو د بشپړیدو سره سم په ۱۳۴۶ لیږدیز- لمريز کال لومړۍ دوره محصلینو په زده کړو پېل او په ۱۳۵۱ لیږدیز- لمریز کال یې لومړۍ دوره فارغین ټولنې ته د لیسانس په کچه وړاندې کړل. تر ۱۳۸۱ لمریز کال پورې دا پوهنتون د پولي تخنیک انستیتوت په نوم نومېده او وروسته یې نوم د کابل پولي تخنیک پوهنتون ته واړول شو.  تر ۱۳۵۹ لمریز  کال پورې ددې موسسې فارغینو د لیسانس په کچه زده کړې تر سره کولې، خو له دې نېټې وروسته تر ۱۳۷۱ لمريز کال پورې یې فارغینو د انجینري علومو د ماسترې په کچه زده کړې سرته رسولې. د پوهنتون په همدې دوره کې د هیواد ملي کادرونه، په علمي - پیدا ګوژي عالي سویه د دوکتورا (PHD) تر کچې روزل کېدل. په دغه موده کې  (۱۳۵۹-۱۳۷۱)، په ټولیز ډول د ۲۰۰ تنو څخه  ډېرو د دوکتورا تیزسونه دفاع کړي دي.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپل تأسیس د لومړنیو کلنو څخه راپدېخوا په هیواد کې د سترعلمی بنسټ په توګه د مسلکي کادرونو په روزلو پېل کړی، چې فارغان یې د انجینري په ټولو څانګو کې محسوس او د پام وړ دي. د کابل پولي تخنیک پوهنتون  د ستونځو سره سره هڅه کړې چې تل د پرمختګ، پراختیا، او نوښت لپاره  کمیت او کیفیت برابر کړي.  

مقصد:

په پرله پسې توګه د پوهنتون د ټولو کاري برخو معیاري کول او له معاصرو غوښتنو سره برابرول، د نړۍ د نویو علومو او فنونو پر بنسټ د انجینري علومو پرمختګ، د نویو څانګو او پوهنځیو جوړول او د علمي کادرونو روزنه، د هیواد اړتیاوو ته ځواب ورکوونکی، انساني، اسلامي او د هیوادپالنې ارزښتونو ته وفادار، د ننې عصر د معیارونو سره سم  انجینر وړاندې کول.

رسالت:

زمونږ رسالت په لوړ کیفیت سره ټولو هغو هیوادوالو ته چې د اکاډمیکو قوانیو سره سم د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو حق لري، د خدمتونو برابرول، ښه تدریس، څیړنه او د خپلو فارغینو په وسیله د ملي پروژو لارښونه داسې چې د ټولنې ټولو مسلکي او تخصصي غوښتنو ته په کورنۍ کچه ځواب ووایي، د هیواد پرمختګ دی.

لید:

زمونږ لید د داسې لوړو زده کړو د یوه سېستم رامنځته کول دي چې د کمیت او کیفیت له پلوه نه یواځې د افغانستان د پرمختګ اړتیاوو ته د نوي عصر له غوښتنو سره ځواب ورکوونکی وی، بلکې د منطقې او نړۍ د پوهنتونو د اکاډمیکو معیارونو سره سیالي وکړای شي.

موخې:

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت د ټولو قوانینونو، مقررو او لوایحو په رعایت کولو او په لاسکې د شته امکاناتو او آسانتیاوو په لرلو سره، په هیواد کې د یو مخکښ انجنیري دولتي پوهنتون په توګه، خپل ټول راتلونکي فعالیتونه د دې مرامنامې د لید، رسالت، موخو او د شته فرصتونو په پام کې نیولو سره تطبیق او هغه به د مالي، بودجوي مسائلو ، د استقلالیت د اصل، او په لاس کې د شته امکاناتو او بشري منابعو پربنسټ عملي کړي.

د موخو اړین ټکي:

1.      په با کیفیته او معیاري انجنیري مسلکي پوهې سره د ځوانو کادرونو روزل.

2.      په نېکو اخلاقو او د هیواد پالنې په روحیې سره د کادرونو تربیه کول.

3.      د استادانو د ظرفیت لوړول،

4.      د تدریس او څیړنې په نوې تکنالوژی د دیپارتمنتونو د لابراتوارونو مجهزول او د هغوی ساتنه او څارنه. 

5.      په پرله پسې بڼه د تدریس د نویو میتودونو څخه د ګټې اخیستنې پراختیا.

6.      د مناسبې ټولنیزې او اخلاقی  فضا رامنځته کول، او د پوهنتون په اکاډمیک محیط کې د تعصباتو د ټولونو ډولونو مخنوی.

7.      په پرله پسی بڼه د پوهنتون د درسی  کریکولم بیا کتنه او نوی کول (معاصر کول)

8.      د پوهنتون د درسی مفرداتو ټولیزه بیا کتنه.

9.      د نویو درسی کتابونو او موادو تالیف او ترجمه .

10.  د ضرورت له مخې د دیپارتمنتونو د علمی کادرونو استخدامول. 

11.  د شته ماستری پروګرامونو پیاوړتیا او په شرایطو برابرو دیپارتمنتونو کې د ماستری د نویو پروګرامونو او د دوکتورا رامنځته کول او د هغوی لپاره د اسانتیاوو برابرول. 

12.  د پوهنتون په اقتصادی او ساختاری برخو کې د اکادميک استقلالیت ترلاسه کول.

13.  د څیړنیزو او انجنیری پروژو اجرا کول.

14.  د هیواد د اړتیاو سره سم د نویو پوهنځیو او دیپارتمنتونو د رامنځته کولو له لارې د پوهنتون پراختیا.

15.  د هیواد په کچه د علمی څیړنو د مرکز سطحې ته، د کابل پولی تخنیک پوهنتون لوړول.

16.  د کورنیو او بهرنیو پوهنتونو سره د توأمیتونو او د علمی، څیړنیزو او اکاډمیکو مرستندویه اړیکو رامنځته کول.

17.  د دیپارتمنتون لپاره د لابرانتانو او تکنیشنانو استخدام، تربیه کول او تشویقول.

18.   د بهرنیو ژبو د ديپارتمنت پرمختګ او پراختیا.

19.  د پوهنتون د طباعتی او نشراتی مرکز تجهیزول.

20.  د پوهنتون د پراختیا لپاره د تدریسی او لابراتواری ودانیو جوړول.

21.  د پوهنتون د دیتابیس او معیاری ویب سایټ رامنځته کول.

22.  د کریدت د سیستم تطبیقولو ته بیا کتنه او دهغه نوی کول.

23.  د تجربه لرونکو او ښایسته محصلانو په مرسته، په اکاډمیکو، اداری او تدریسی چارو کې په پرله پسې توګه د ځاني ارزیابی تطبیقول.

24.  د دولتی کلنی بودجې برسیره د دولتی او حقوقی بهرنیو او کورنیو مالی سرچینو لټول.

25.  د کابل پولی تخنیک په کچه د سالم او اغیزمن مدیریت رامنځته کول.

26.  د لوایحو، مقررو، طرزالعملونو او رهنمودونوبیا کتنه .

27.  د پوهنتون په کچه د مجازاتو او مکافاتو د سیستم بیا ژوندی کول.

28.  د وزارتونو او د ملی او نړیوالو سکتوری بنسټونو سره د همکاریو د تفاهمنامو، یاداشتونو او پروتوکولونو امضاء کول.

د ځوانو استعدادونو د رشد په خاطر د محصلانو د ادبی، علمی او فرهنګی ټولنو رامنځته کول