جیولوجی اوکانونو

دجیولوجی اوکانونوپوهنځی په ۱۳۵۸ لمریزکال دکابل پولی تخنیک پوهنتون کی دلسانس،ماستری او دوکتورا په کچه د ځوان کدر د تربیی په موخه تآسیس شو چی د هیواد په صنعت کی د یو بشپړعنصرپه توګه رول لوبولی. دنوموړی پوهنځی فارغان دهیواد په بیا رغونه کی نسبت نورو ته درلوړارزښت درلودنکی بلل کیژی او استادان یی په پوره لوالتیا اودهیواد سره دخاصی مینی په لرلوسره د خپلوزده کړیالانودعلمی کچی دلوړوالی په موخه په پوره ایمان داری اوخلوص سره د تدریس لړی پرمخ بیایی . دنوموړی پوهنځی په تشکیل کی پنځه فارغ ورکونکی څانګی (دیپارتمنت)  او یو عمومی څانګه( ديپارتمنت ) شتون لری چی په لاندی ډول دهغو نه یادونه شوی. 

  1. دکانونودپلټنی اوانجنیری جیولوجی څانګه - (يپارتمنت ) دجوړیدوکال 1346
  2. د نفت اوګازو انجنیری څانګه – دجوړیدو کالسال 1346
  3. -د ځمکی لاندی توګه د کانونو د را ایستنی څانګه - دجوړیدوکال 1349
  4. په پرانسته توګه دکانونو د را ایستنی څانګه – دجوړیدو کال 1391
  5. دانجنیری جیولوجی اوهایدروجیولوجی څانګه - سال تأ سيس 1392
  6. دبدنی روزنی څانګه

نوموړی پوهنځی دخپل تآسیس نه را په دیخوا د ۳۰۰۰ نه زیات متخصص انجنیران د جیولوجی اودکانونودپلټنی ، دنفت اوګازودکانونو، او د کلکوکانونو د را ایستنی په څانګه کی د لسانس ، ماستری اوحتی د دوکتورا په کچه زده کړیالان تربیه کړی او جامعی ته دخدمت په موخه وړاندی کړی دی چی نوموړیو انجنیرانو دهیواد په کچه د کانونو اوصنایعو په برخه کی د دوامداره اقتصادی پرمختګ په برخه کی په ملی کچه ارزښتناکه رول لوبولی دی.

 

د پوهنځی اساسی موخی :

  1. په لوړه کچه د انجنیرانو روزنه چی په ساینسی اودنوی عصری تکنالوژی  سره  په کامله توګه اشنا وی او دخپلواړوندوڅانګوپه برخه کی په نظری او عملی بڼه معلومات اوبلدتیا ولری.
  2. هیواد ته دخدمت په موخه په لوړاوملی مفکوره دټولو حقوقی ارزښتونو، دهیواددملی ګټوپه نظرکی نیولواودمسولیت په درک سره دځوان نسل روزنه.
  3.  د افعانستان د دوامداراقتصادی پرمختګ په موخه د تحقیقاتو اوعلمی پلټنو لپاره زمینه مساعدول او د لابراتوارونو دمرکزی هستی جوړول ترڅوزده کړیالان خپلو علمی موخوته لاس رسی پیدا کړی
  4. دهیواد لپاره د جیولوجی اوکانونوپه خصوصی سکتور کی د ځوان کدر روزنه .
  5. د مناسبی او له هر ډول خشونت او تعصب( قومی، سیاسی ، ژبنی اومذهبی )  نه پرته د تدریس ارامه فضا جوړول.
  6. په موثره ، معاصره او نړیوال اومنطقوی ستندرد برابر د درسی نصاب بډایه کول.
  7. کدرته دشمولیت د لایحی مطابق د ټولو څانګو(دیپارتمنتونو) داړتیا وړد کدری استادانو پوره کول اودهغوی استخدام.
  8. دپوهنځی د ستراتیژیک پلان د لا ښه  تطبیق پرموخه د مالی منابعو پلټنه اودهغوپه سمه توګه خرڅول.
  9. د پوهنځی په کچه د ځان ارزونی او د تدریس د کیفیت ارزونی په موخه د شته پالیسیو تطبیق اوپاملرنه.
  10. په نوی تکنالوژی سره  د هردیپارتمنت د صنفونومجهزول لکه پروجیکتور ،ال سی دی اوداسی نور
  11. د نوی تکنالوژی او نویو میتودونو نه د تدریس د لا ښه کیفیت په موخه استفاده کول
  12. په ملی ژبه د کتابونو او نورودرسی موادو دغنا مندی به موخه د کتابونو طبعه او چاپیدل
  13. په ملی او نړیواله کچه له بهرنیومعتبروانستیتونواوپوهنتونوسره د سالمواړیکو ټینګول.
  14. په  کدرکی دشاملواعضاو( استادانو) د علمی اثارو، کتابونو، رسالوکچه لوړول.
  15. د هر دیپارتمنت لپاره د لابرانت اوتکنیشن کارانو روزنه
  16. د بهرنیو هیوادونو په خاصه توګه د جرمنی ، چین اوایران له هیوادنو سره د تفاهم ناموامضا
  17. د استادانو د علمی کچی د لوړوالی په موخه بهرنیو هیوادونودلنډمهاله برسونولپاره  دهغوی هستول
  18. د ماستری او دوکتورا ترسرحده د علمی کچی دلوړوالی په موخه د ځوانانو استادانو لیژل

لیدلوری :

د کانونو او جیولوجی پوهنځی دلوړوزده کړوپه کچه دیوعلمی اواکادمیک واحد په توګه د زده کړیالانو د علمی کچی دلوړوالی او دځوانومسلکی انجنیرانودروزنی به توګه پیژندل کیژی .  دغه علمی نهاد د مسلکی ځوانانو د روزنی په برخه کی د هیواد او ټولنی د اړتیا مطابق د ټولنیزی ودی او د هیواد به کچه د اقتصادی پرمختګ دباثباته او قوی مټ په توګه اساسی اوبنسټیزرول لوبوی ،په دغه پوهنځی کی دځوان نسل روزنه اوتربیه د مختلفودیپارتمنتونو د مجربو اوتکړه استادانو له خوا پرمخه ځی چی په دی توګه د نوموړی پوهنځی ځوان  مسلکی انجنیران به وکولی شی چی دهیواد د پرمختګ او لوړو مدارجوته په رسیدو کی ستر اوتاریخی نقش ولوبوی  او ټولنه د رفا او اسوده ګی په لوری رهبری کړی.

رسالت: دجیولوجی اوکانونو پوهنځی د نوروپوهنځیوپه څیر د کدری اومسلکی انجنیرانو په روزنه اوتربیه کی د زده کړیالانو د علمی کچی دلوړوالی په موخه او دهغوی فعالانه ونډه دکانونو د څیړنی ،  پلټنی  او د جیولوجی مختلفو جیولوجیکی نقشو به برابرولو د هیواد او ټولنیزپرمختګ او رفاه کی مهم او اساسی رول لوبوی.

د جیولوجی او کانونود پوهنځی د ریس لنډه ‍پیژندنه

نوم– عبدالرشید، تخلص – اقبال، وظیفه - د جیولوجی او کانونو پوهنځی رئیس، د تحصیل درجه – ماستر، علمی رتبه – پوهنوال

  زده­کړی:

  1. لومړنۍ ښوونځی – چک وردک
  2. لیسه – د هرات جامی لیسه
  3. د لیسانس او ماستری دوره – د آذربایجان د نفت او کیمیا انستیتوت

  کاری تجربه:

  1. د کانونو او صنایعو په وزارت کی انجنیر، کال 1365
  2. د عسکری مقدس خدمت، کال 1365 - 1366
  3. په WAPECA،د اوبو او انرژی وزارت کی انجنیر، کال1367
  4. د کابل پولی­تخنیک پوهنتون د نفت او ګازو کانونو انجنیرۍ په څانګه کی استاد، د 1368 کال له پیل بیا تر اوسه
  5. د کابل پولی­تخنیک انستیتیوت کی استاد او د تحریراتو مدیر، کال 1369-1370
  6. د کابل پولی­تخنیک انستیتیوت سرپرست رئیس، کال 1377
  7. د کابل پولی­تخنیک پوهنتون د جیولوجی او کانونو پوهنځی رئیس، د  1398 کال د ثور له میاشتی بیا تر اوسه
  8. د مختلفو ملی او بین­المللی مؤسساتو سره همکاری

 

 

د جیولوجی او کانونود پوهنځی د مرستیال لنډه ‍پیژندنه

https://kpu.edu.af/sites/kpu.edu.af/files/images/f2_1.PNGنوم :عبدالحمید, تخلص: صدیقی, ولایت :غزنی​, د تحصیل درجه :ماستر, علمی درجه :پوهنیار​, د تحصیل ځای: افغانستان​, د خدمت موده :3  کاله​, د علمی اثارو شمیر: له 3 څخه زیات

د اړیکی شمیره: +93708287704  بریښنالیک: abdulhameedsediqi3@gmail.com     

 

 

https://kpu.edu.af/sites/kpu.edu.af/files/images/p1_0.PNG

                     

https://kpu.edu.af/sites/kpu.edu.af/files/images/p2.PNG

https://kpu.edu.af/sites/kpu.edu.af/files/images/p3.PNG