دجیولوجی او کانونو د اکتشاف انجنیری څانګی 

دجیولوجی اوکانونوداکتشاف انجنیری څانګه په 1346لمریزکال کی دکابل پولی تخنیک پوهنتون کی د درسونو دپیل په لمړی ورځ دګټورو اوجامدو کانونو دجیولوجی او کانونو دپلټنی او اکتشاف څانګی تر نامه لاندی تاسیس شوه او دمورنی څانګی په توګه تر اوسه پوری خپل فعالیت ته دجیولوجی اوکانونو دانجنیرانو  دیوه فارغ ور کونکی کانون په توګه دوام ور کوی .

تر تاسیس یی یوکال وروسته بله نوی څانګه دجامدو کانونو درا ویستلو تر نامه لاندی او دوه کاله وروسته بله څانګه دنفت او غاز دکانونو  دجیولوجی او پلټنی ،اکتشاف او را ویستلو تر نامه لاندی له دی څانګی څخه جلاشوی چی دواړه جلاشوی څانګی تر اوسه پوری دفارغ ورکونکو په توګه دجامدو توکو درویستلوانجنیری او نفت اوغازو دکانونو دانجنیری په برخه کی خپل علمی او اکادمیک فعالیت  ته دوام ورکوی .

په کال (1392) کی دساختمانی او صنعتی برخو دانجینری جیولوجی او هایدروجیولوجی دڅیړنو داهمیت په پام کی نیولوسره یو بله څانګه د انجنیری جیولوجی او هایدروجیولوجی په نوم له نوموړی څانګی څخه د یوی فارغ ورکونکی څانګی په تو ګه جلاشوه چی هیله ده په (1397) کال کی خپل لمړنی انجنیران د انجنیری جیولوجی او هایدروجیولوجی په برخه کی ټولنی ته وړاندی کړی  .

دجیولوجی اوکانونو داکتشاف انجنیری څانګه دخپل اکادمیک ژوند په اوږدوکی  دلسانس ، ماستر او ډاکتر په سویه تر 2000زیات انجنیران روزلی او هیواد ،خلکو او افغانی ټولنی ته یی وړاندی کړیدی .

هغه انجنیران چی له نوموړی څانګی څخه فارغ شوی دی دجیولوجیکی نقشی جوړولو ، دګټورو کانونو دپلټنی او اکتشاف ، هایدرو جیولوجی او انجنیری جیولوجی په برخو کی په فعال ډول دنده سرته رسولی او دتکړه متخصصینو په توګه یی دهیواد دمختلفو ساحو دجیولوجیکی نقشو په جوړولو ، پلټنی او اکتشاف او مختلفو کانونو لکه مس ، سره زر ، سپین زر ، پولی میتال قیمتی او زینتی ډبرو په محاسبه کی فعاله ونډه اخیستی ده .

هغوی دتر ځمکی لاندی اوبو دکمیت او کیفیت په ټاکلو کی بشپړ لاس لری او دصنعتی او مدنی ودانیو ،بندونو ، نهرونو ، لاروجوړولو، دبرښنا دپايو نصبولواونورو ساختمانی چاروکی لازم اوضروری جیولوجیکی څیړنی په ښه توګه سرته رسولی دی .

په (1393) کال کی دڅانګی داستادانو دمجلس دوړاندیز دپوهنځی او پوهنتون دعلمی شوراګانو دتاید پر بنسټ او دلوړوزده کړو دوزارت دواک لرونکو مقامونو دتصویب له مخی دڅانګی نوم «جیولوجی او کانونو داکتشاف انجنیری»باندی ونومول شو .

د دی څانګی دفعالیت په بهیر کی درسی، مرستندویه درسی کتابونه ، دلابراتوار لارښود او لکچر نوټونه په مختلفو مضمونونوکی دبهرنیو او داخلی استادانو لخوا برابر او تالیف شوی او دمحصلینو دګټی اخیستلو لپاره دهغوی په چاپ اونشر کی اقدام شوی دی.

په اوس وخت کی  د درسی او د درسی مرستندویه کتابونو تالیف او ژباړنه په څانګه کی ښه ځلیدلی او د دی څانګی دتجربه لرونکو استادانو په همت لس ګونه کتابونه په مختلفو مضمونونو کی لکه عمومی جیولوجی ، کانپوهنه ، جیوکیمیا، دکانونو پلټنه او اکتشاف ، انجنیری جیولوجی ، هایدروجیولوجی ، دافغانستان جیولوجی او ګټور کانونه په دوو ټوکوکی (لومړی ټوک جیولوجی دوهم ټوک ګټورکانونه ) دکانی ساحو اوکانونو جوړښت ، ساختمانی جیولوجی ، جیومورفولوجی ، دچاپیرال جیولوجی ، دپتروګرافی بنسټونه ، دګټوروتوکوجیولوجی ، دجیمولوجی بنسټونه ، منرالوجی ، دافغانستان مګماتیزم او اندوجنی میتالوجنی اونور په دری او پښتو ژبو تالیف او ژباړل شوی دی چی د درسی پروسی پر ښه والی او دزده کړیالانو دپوهی دسطحی په لوړولو کی ئی ستره ونډه لوبولی ده .

د دی څانګی په علمی کادر کی په اوس وخت کی لاندینی استادان شامل دی چی د اړوندو مضمونونو د تدریس پروسه په نوموړی څانګه او ګاونډیو څانګو کی په بریالی توګه په مخ بیایی .

لازمه ده چی دلته دټولو هغو داخلی او بهرنیو استادانو دپام وړ خدمتونو څخه چی په پخوانیو    کلونو کی ئی په صادقانه توګه دزیاتوستونزو په ګاللو سره په درسی پروسه کی دڅانګی په تکاملی تګ لوری کی برخه اخستی په قدردانی سره یادونه وکړو هغه چی له دی فانی نړی تللی روح دی ښاد وی او هغوی چی ژوندی دی داوږده عمر غوښتونکی یی یو او له بریالی توبونو د ډک ژوند هیله  یی کوو .

دجیولوجی او اکتشاف د انجنیری څانګی زده کړیزی موخی

هغه متخصصین چی دجیولوجی او اکتشاف انجنیری په څانګه کی په مسلکی ډول روزل کیږی په لنډ دول لاندی موخی تر سره کوی 

  1. دجامدو ګټورو توکو دکانونو پلټنه او اکتشاف
  2. په مختلفو مقیاسونو دجیولوجیکی نقشو جوړول او ترتیبول
  3. دمختلفو جیولوجیکی پروسو جبولوجیکی څیړنی
  4. دجیولوجیکی خطرونو ارزول او دهغو دمخنیوی لپاره دمقدماتی تدبیرونو نیول
  5. دافغانسان داسلامی جمهوریت په مختلفو وزارتونو کی دجیوانجنیری اوهایدروجیولوجیکی کارونو سرته رسول
  6. دکانونو او پترولیم وزارت  دجیولوجی او سروی دریاست په اړوندو برخوکی دلابراتواری کارنو بریالی اجراکول
  7. دمختلفو کانونو دصنعتی تیپونو تشخیص او تثبیت
  8. په مختلفو طریقو اوکتګوریو دزیرمو محاسبه
  9. دزیرمو دمحاسبی دمساعدو اوګټورو  وریانتونو نومول
  10. دکانونو دایستلو طریقی وړاندیز او په دی برخه کی ګتوری مشوری ورکول

لیدلوری

دجیولوجی اوکانونو داکتشاف دانجنیری څانګه زده کړیالانو او مسلکی انجنیرانو لپاره دلوړو زده کړو یو واحد ګڼل کیږی . داعلمی څانګه دځوانو مسلکی کادرونو په روزنه کی دټولنی اوهیواد د اړتیاوو مطابق دټولنیز آرامی او اقتصادی بنسټ دپیاوړتیا لپاره ارزښتناکه رول لوبولی . دځوانو کادرونو زده کړه او روزنه په دی څانګه کی د دی څانګی دتجربه لرونکو استادانو په واسطه صورت مومی . دجیولوجی او اکتشاف دانجنیری مسلکی انجنیران کولای شی چی هیواد دپرمختګ په لور دټولنی دغوښتنو مطابق په مخ بوزی .

رسالت

دجیولوجی اواکتشاف دانجنیری څانګه دنورو څانګوپه شان دجیولوجی دمسلکی انجنیرانو (انجنیر جیولوج) په روزنه کی دزده کړیالانو دپوهی دسطحی دلوړیدو په منظوراودهغو فعالی برخی اخیستلو دجامدو ګتورو کانونو د ګټورتوب اواقتصادی توب ټاکل دټولنی دپرمختګ او آرامی لپاره دهیواد دغوښتنو مطابق ټاکونکی رول لوبولی .

موخه

دمسلکی انجنیرانو دزده کړی موخه په تولیدی برخه کی دټولنی دغوښتنو مطابق دی . ستندردو معیارونو رسیدلو لپاره ، تحصیلی نصاب (کریکولم ) او دهغه نوی کول اړین دی ترڅو پوری دلوړ کیفیت دلوړو زده کړو لپاره لازمی اسانتیاوی دنړبوالو معیارونو مطابق ښه زمینه او امکانات برابر شی تر څو پوری مختلفی رشتوی څانګی وکولای شی مسلکی انجنیران دهیواد داړتیاو مطابق ټولنی ته وړاندی کړی .

 

د جیولوجی او کانونو د اکتشاف انحنیری څانګی کریکولم

(لمړی) ټولګی (لمړی) سمستر

د مضمون کوډ 

د مضمون نوم

       د کریډیټونو شمیر

CO 101 

اسلامی ثقافت

  1

CO 103

  تاریخ

1

EL 102

  خارجی ژبه – انګلیسی 

3

EL 113

   په جیولوجیکی علومو کی عالی ریاضی

4

CH 114

عمومی کیمیا 

4

CO 123 

  ترسیمی هندسه او تخنیکی رسم 

2

EL 116 

  فزیک 

2

CS 119

  د کمپیوتر بنسټونه  

2

GE 104

ورزش

1

مجموعه 

 

20

 (لمړی) ټولګی (دوهم) سمستر

د مضمون کوډ 

   د مضمون نوم  

   د کریډیټونو شمیر

CO 201   

  اسلامی ثقافت 

1

EL 202   

  خارجی ژبه – انګلیسی 

3

EL 213

   په جیولوجیکی علومو کی عالی ریاضی

3

CH 214

عمومی کیمیا   

3

CH 251

تحلیلی کیمیا   

2

CO 223  

ترسیمی هندسه او تخنیکی رسم  

1

EL 216 

فزیک 

2

CS 219 

  د کمپیوتر بنسټونه 

2

GE 225  

عمومی جیولوجی

3

مجموعه  

 

20

(دوهم) ټولګی (دریم) سمستر

د مضمون کوډ

د مضمون نوم 

  د کریډیټونو شمیر

CO 301

                      اسلامی ثقافت  

1

EL 302 

خارجی ژبه – انګلیسی  

2

EL 313 

په جیولوجیکی علومو کی عالی ریاضی

2

EL 316 

  فزیک 

2

EL 317 

  تخنیکی میخانیک 

2

GC 318

انجنیری جیودیزی

2

GE 325

عمومی جیولوجی

3

GE 353 

کرستالوگرافی 

3

GE 327

  پالیونتالوجی او تاریخی جیولوجی

2

GE 347 

ساحوی کار (عمومی جیولوجی)  

2

مجموعه

 

21

(دوهم) ټولګی (څلورم) سمستر

د مضمون کوډ

د مضمون نوم  

  د کریډیټونو شمیر

CO 401 

اسلامی ثقافت

1

EL 402

خارجی ژبه – انګلیسی 

2

EL 417 

تخنیکی  میخانیک 

2

EM 408  

  الکتروتخنیک 

2

GC 418

انجنیری جیودیزی 

2

GE 428

منرالوجی

3

GE 427 

   پالیونتالوجی او تاریخی جیولوجی

3

GE 429

ساختمانی جیولوجی او جیولوجیکی نقشه اخیستل  

3

GC 448

ساحوی کار (جیودیزی انجنیری

2

مجموعه 

 

20

 (دریم) ټولګی (پنځم) سمستر

د مضمون کوډ  

   د مضمون نوم  

  د کریډیټونو شمیر

CO 501 

اسلامی ثقافت  

1

GE 552 

په جیولوجی کی له کمپیوتر څخه ګټه اخیستل

2

GE 528

منرالوجی 

3

GE 554

کرستال اوپټیک 

2

GE 558

کان پوهنه 

2

GE 529

ساختمانی جیولوجی او جیولوجیکی نقشه اخیستل 

2

GE 560

تکتنونیک او جیوډینامیک  

2

GE 538

جیومورفولوجی

2

GE 531

هایدروجیولوجی او انجنیری جیولوجی

3

GE 549

ساحوی کار (جیولوجیکی نقشه اخیستل

2

مجموعه

 

21

(دریم) ټولګی (شپږم) سمستر

د مضمون کوډ

د مضمون نوم 

  د کریډیټونو شمیر

CO 601  

اسلامی ثقافت

1

GE 630

د مګماتیکی ډبرو پتروګرافی

3

GE 658  

کان پوهنه

2

GE 660

  تکتونیک او جیوډینامیک 

2

GE 632

د چاپریال جیولوجی او جیولوجیکی خطرونه 

3

GE 636 

   د کانونو پلټنه او اکتشاف

2

GE 662

  د کانونو چاری 

2

GC 620

د جغرافیایی اطلاعاتو سیستم (GIS) 

2

GE 672 

د کانونو مدیریت

3

مجموعه  

 

20

(څلورم) ټولګی (اوم) سمستر

د مضمون کوډ

   د مضمون نوم

   د کریډیټونو شمیر

CO 701 

  اسلامی ثقافت 

1

GE 739

  د جیمولوجی بنسټونه 

2

GE 756 

د میتامورفیکی ډبرو پتروګرافی  

3

GE 757

  جیوکیمیا 

2

GE 758  

کان پوهنه

2

GE 759 

 ستراتیګرافی او سیدیمنټولوجی

2

GE 761

اکتشافی برمه کاری  

2

GE 734

جیوفزیک

2

GE 736 

  د کانونو پلټنه او اکتشاف 

2

GE 766

علمی لیکنی او وړاندی کول یی

1

GE 772  

  د کانونو قانون 

  2

مجموعه

 

21

(څلورم) ټولګی (اتم) سمستر

د مضمون کوډ

  د مضمون نوم

د کریډیټونو شمیر

CO 801 

اسلامی ثقافت

1

GE 839  

د جیمولوجی بنسټونه

2

GE 857 

 جیوکیمیا

2

GE 859

ستراتیګرافی او سیدیمنټولوجی

3

GE 842

د افغانستان سیمه ایزه جیولوجی او ستراتیګرافی

2

GE 834 

جیوفزیک

2

GE 836

د کانونو پلټنه او اکتشاف

2

GC 836

مارکشیدری

1

GC 864 

ریموټ سنسنګ

2

EMRE 865

رشتوی اقتصاد

2

GE 866

علمی لیکنی او وړاندی کول یی

1

مجموعه

 

20

(پنځم) ټولګی (نهم) سمستر

د مضمون کوډ

  د مضمون نوم

د کریډیټونو شمیر

GE 972 

د کار زده کړه (د دیپلوم څخه د مخه ساحوی کار)

5

GE 973

د لیسانس دوری دیپلوم 

8

مجموعه

 

13