د اوبو او چاپېریال انجنيري پوهنځۍ

  • د اوبو او چاپېریال انجنيري پوهنځي د رئيس نوم

               پوهنیار دیپلوم انجنیر محمد حامد (عمر)

 

  • د اوبو او چاپېریال انجنيري پوهنځي پېژندنه

              د اوبو او چاپېريال انجنيري پورې اړوند علومو د زده کړې اهمیت د طبيعي علومو د یوې څانګې د رېښې په توګه؛ د اوبو لپاره د انسانانو نامحدودې اړتیاوې، د بشريت ورځ تر بلې زیاتوالی او همدارنګه د اوبو د مصرف ډېروالی ته په کتو سره له ورایه معلومیږی، نوموړو لاملونو د اوبو په سرچينو باندې نه جبران کېدونکي خطرونه رامنځته کړيدي. نو اړینه ده ترڅو د یوه هېواد د اوبو سکتور څانګه کومه چې د دوامداره ودې او پرمختګ ضمانت کوونکې ده پیاوړې شي، چې په پایله کې د ټولنې د وګړو د ژوند د کچې د ښه والي لامل ګرځي.

د همدې اصل له مخې، د کابل پولیتخنیک پوهنتون مشرتابه دا پوهنځۍ په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د رهبري پلاوي د پالیسي او پراختیايي پلانونو سره سم او د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ د لوړو او مسلکي زده کړو سکټور د پراختیا او په هیواد کې د علمي او تخنیکي کادرونو د تربیې په موخه په خپل چوکاټ کې تاسیس کړه، ترڅو د هیواد اړتیاوو ته په پام سره ټولنې ته متخصص کادرونه  وړاندې شي. څرنګه چې د ملي اقتصاد وده او پرمختګ او د ژوند هوساینه د اوبو د سرچینو انجنیرۍ پورې اړوند علومو زده کړې ته اړتیا لري، نو په ډیری ټولنو او هیوادونو کې معتبر پوهنتونونه په دې تخنيکي څانګه  کې ژورې څیړنې او مطالعې ته وقف شوي دي.

د اوبو او چاپېریال انجنيري په پوهنځي کې اوس مهال دوه فارغ ورکوونکې څانګې (د اوبو د ودانيو انجنيري څانګه او د اوبو رسولو او چاپیریال انجینرۍ څانګه) او یوه عمومي څانګه (د رشتوي اقتصاد او تاریخ څانګه)  فعالیت لري. که څه هم د دې پوهنځۍ په منظور شوي جوړښت کې ټولټال پنځه څانګې شتون لري، مګر دوې څانګې چې د اوبو لګولو انجنیري څانګه چې فارغ ورکوونکي څانګه ده او د هایدرولیک او هایدرولوژي څانګه چې عمومي څانګه ده او د ټول پوهنتون لپاره د هایدرولوژي او هایدرولیک مضمونونو درسونه به مخته وړی؛ خو د درسي خونو د نشتوالي له امله مو دغو دوو څانګو فعالیتونه نه دي پیل کړي، او موږ هوډ لرو چې د دې ستونزې د هواري په صورت کې به ژر تر ژره دغه څانګې فعالې کړو.

همدارنګه د اوبو او چاپېریال انجنيري پوهنځۍ د ماسټرۍ دوه پروګرامونه (د اوبو د ودانیو انجنیري د ماسټري پروګرامM.Sc. of Hydraulic Structures Engineering Program  او د اوبو د سرچينو جامع مدېريت د ماستري پروګرام M.Sc. of Integrated Water Resources Management) لري.  سربېره پردې، د اوبو او چاپیریال انجنيري پوهنځۍ د ودانيو انجنيري او ترانسپورتي ودانيو انجنيري پوهنځیو سره یوځای دسېول او چاپېریال تر نامه لاندې د دوکتورا (Ph.D.) پروګرام لري. دا پروګرام په ۱۴۰۲ لمريز کال کې د پولي تخنيک پوهنتون د رهبري هیئت او علمي کادرونو په زیار او هڅو جوړ او د هېواد د لوړو زده کړو وزارت له خوا منظور شو چې ډیر ژر به یې د تطبیق شاهدان و اوسو.

د دغه پوهنځي تحصیلي سیستم د کابل پولیتخنیک پوهنتون د نورو پوهنځیو په څېر د معیاري او نړیوال کریډیټ سیسټم پر بنسټ ولاړ دی، او د اوسني نصاب له مخې په لېسانس دوره کې ټولټال ۱۸۳  کرېډېټونه په ۹ سمسترونو، د اوبو د ودانیو انجنیري د ماسټري پروګرام (MEWE) کې ټولټال ۴۳ کرېډېټونه په ۶۲ ساعتونو او څلورو سمسترونو کې او د اوبو د سرچينو جامع مدېريت ماسټري پروګرام (MIWRM) کې ټولټال ۴۳ کرېډېټونه په ۶۲ ساعتونو او څلورو سمسترونو کې تدریس کیږی.

د اوبو او چاپېریال انجینري پوهنځۍ د رهبري چارې د دې پوهنځۍ د رئیس، مرستیال او څانګو د آمرينو، او علمی شورا له خوا چې ۸ غړي لري او د پوهنځۍ په کچه د پریکړو لوړ صلاحیت لری پر مخ وړل کېږي. سربیره پردې؛ دغه پوهنځی په خپل چوکاټ کې د ماسټرۍ کمیټه لري چې پنځه غړي لري او د ماسټرۍ د پروګرامونو ټولې اداري او علمي چارې پرمخ وړي.

اوس مهال په دغه پوهنځي کې د ۱۹ استادانو له خوا چې د دوکتورا او ماسټرۍ په کچه زده کړې لري تدریس کېږي، چې له دې ډلې څخه ۴ تنه استادان په هند، جرمني، ترکیې او انګلستان هېوادونو کې د دوکتورا لپاره زده کړې کوي. همدارنګه، دا پوهنځی په ورځني لیسانس کې ۳۴۰ تن محصلین لري، چې ۱۸۲ تنه محصلین د اوبو د ودانیو انجنیري په څانګه کې او ۱۵۸ تنه د اوبو رسولو او چاپیریال انجینرۍ په څانګه کې په زده کړو بوخت دي. سربیره؛ د دغه پوهنځي د اوبو د ودانيو انجنيري د ماسټرۍ پروګرام لس دورې فارغان ټولنې ته وړاندې کړي او اوسمهال په ياد شوي پروګرام کې ۵۹ تنه په زده کړو بوخت دي.

د اوبو او چاپېریال انجینري پوهنځۍ ټول درسي ټولګي په اړینو ښوونیزو او آسانتیاوو سمبال دي او (۱۱) درسي خونې لري، چې کافی روښنایی او آرامه فضا او هوا لري، سربېره پر دې؛  ټول درسي ټولګي په درسي وسایلو، LED، پروجکټورونه، د تدریس لپاره معیاري تختې، څوکۍ، میزونو سمبال دي. د دې پوهنځي یو شمېر ټولګي د USWDP ادارې او د کابل پولیتخنیک پوهنتون ترمنځ د لاسلیک شوي همکارۍ د تفاهم لیک پر بنسټ چمتو شوي دي. دغه راز د اوبو د ودانيو انجنيري په څانګه کې د ماسټرۍ د پروګرام لپاره ۳۰ عصري کمپیوټرونه او د اوبو د سرچینو په هراړخیز مدیریت کې د ماسټرۍ پروګرام لپاره دوه نور عصري درسي ټولګي هم سمبال شوي دي.

له کومه ځایه چې د اوبو او چاپیریال انجینري پوهنځۍ د څانګو اړوند درسونه په عملي تجربو باندې ولاړ دي، له همدې امله د دې پوهنځۍ اختصاصي څانګې مجهز لابراتوارونه لري او د هغه ټول توکي او دستګاوې د نړی له معتبرو کمپنیو څخه راوړل شویدي. د اوبو د ودانیو انجنیري څانګې ته ۱۴ عصری لابراتواري دستګاوې د  USWDP/fhi360 او کابل پولیتخنیک پوهنتون ترمنځ د همکارۍ د هوکړې پر بنسټ د جرمني او امریکا هېوادونو څخه رانيول شوي او نصب شویدي چې د ګټه اخستنې لپاره چمتو دي.  همدارنګه د اوبو رسولو او چاپېریال انجنيرۍ څانګه په عصری او مدرن توکو سمبال ده او د زده کوونکو لپاره اړینې تجربې ترسره کیږی. برسېره پر دې، د اوبو د سرچينو جامع مدېريت ماسټري پروګرام (MIWRM) په جوړولو سره د اوبو اړوند څانګو کې له انګلستان هېواد څخه عصري او نوي دستګاوې وپیرودل شي، چې ددې عصري او نویو دستګاوو په نصبولو سره به په اوبو پورې اړوند ټول موضوعات تر چتر لاندې راولي. دا به په سیمه کې د یو عصري لابراتوار په توګه ودریږي.

 

د اوبو او چاپېریال انجینري د پوهنځي کتابتون د چاپ شویو توکو د ټولګې سربیره هر اړخیز او واحد سیستم، د شته او آنلاین کتابونو لیست او لپ ټاپ کمپیوټرونو لپاره د انټرنېټ د چوپړ منظم سیستم هم لري چې ټولو محصلینو او علمي کادرونو ته د لاسرسۍ وړ دی. همدا راز، دا کتابتون د مطالعې لپاره آرامه فضاء او مناسبه روښنایي لري. د کابل پولی تخنیک پوهنتون او USWDP/fhi360 ادارې ترمنځ د همکارۍ د هوکړه لیک پر بنسټ، د ماسټرۍ په پروګرام کې د تدریس په برخه کې د اړتیا وړ ۳۰۰ ټوکه نوي کتابونه د امریکا د نبراسکا پوهنتون UNO/UNL لخوا چمتو شوي او د استادانو او محصلینو د ګټې اخستنې لپاره چمتو دي.

 

  • د اوبو او چاپېریال انجنيری پوهنځی لرليد.

            د هېواد او سيمې په کچه د اوبو او چاپېريال په سکتور کې په عصري علمي – تيوريکي پوهې باندې سمبال او ملي ارزښتونو ته ژمن انجنيرانو چمتو کول.

 

  • د اوبو او چاپېریال انجنيری پوهنځی ماموريت.

           د اوبو او چاپېریال انجنيري پوهنځۍ د یو علمي او څېړنيز مرکز په حیث د اوبو د سرچينو او چاپېریال انجنيرۍ په برخه کې په عصري علومو سمبال متخصصینو په چمتو کولو کې اعتبار او شهرت لري، د خدمتونو په وړاندې کولو او د اقتصادي او ټولنیزې ودې او پراختیا لپاره د څېړنو په ترسره کولو او بلآخره د خلکو د ژوند د کچې لوړولو لپاره کار کوي.

 

  • د اوبو او چاپېریال انجنيري پوهنځي موخې.

             ددې پوهنځۍ اساسي موخې عبارت دي له:

  1. د استادانو د ظرفیت لوړول.
  2. د اړونده څانګو درسي خوڼې په نوې ټکنالوجۍ سمبالول.
  3. د ټکنالوجۍ پلې کول او په نوي مېتود سره تدريس کول.
  4. د پوهنځي د اختصاصي څانګو د لابراتواري تجهیزاتو پوره کول.
  5. د اوسني هایدرولیک لابراتوار څنګ ته، په موډولونو باندې د څېړنې لپاره د لابراتوار د ودانۍ جوړولو او د هغه د تجهیزاتو د نصب لپاره د مالي سرچينو موندلو لپاره هڅې.
  6. د ښوونې او روزنې لپاره د مناسبې ټولنیزې او اخلاقي فضاء چمتو کول او د هر ډول تعصبونو ( سیاسي، قومي، ژبني او مذهبي) مخنیوی.
  7. د اختصاصي او عمومي څانګو په کچه د نصاب، درسي مفرداتو او تدریسي موادو دوامداره بیاکتنه او عصري کول.
  8. په علمي کادرونو کې د شاملیدو لایحې سره سم د څانګو د اړتياوو اړوند د علمي کادرونو د غړو پوره کول.
  9. په بیلابیلو څانګو کې د څیړنیزو پروژو او انجنيري چوپړونو وړاندې کول.
  10. د پوهنځي د ستراتيژیک پلان د ښه پلي کولو لپاره د کلنۍ بوديجې ترڅنګ د تمویل کوونکو سرچينو لټون.
  11. د پوهنځي د علمي کادرونو د غړو د علمي – څيړنیزو آثارو زیاتوالی.
  12. د کورنيو او له هیواد څخه بهر پوهنتونونو سره د علمي، څیړنيزو او اکادميکو اړیکو، فیلوشيپونو او همکاريو لپاره د فرصتونو لټون.
  13. د پوهنځي د ډېټابیس جوړول او د پوهنتون د ويب پاڼې په بشپړولو کې مرسته کول.
  14. د خپل ځان او د پوهنځي اکاډیمیک، اداري او تدریسي ارزونې د پروسې په لار اچول.
  15. د نویو کتابونو او درسي موادو غوښتنه.
  16. د هیواد د ملي ګټو د غوښتنو سره سم د نویو څانګو جوړول.
  17. د قوانينو، مقرراتو، طرزالعملونو او لارښودونو بیا کتنه.
  18. د پوهنځي په کچه د مجازاتو او مکافاتو د سيسټم بیا رغونه.
  19. د څانګو او پوهنځي په کچه د کتابتونونو جوړول.
  20. د پوهنتون د علمي، اقتصادي او جوړښتي خپلواکۍ لپاره هلې ځلې.
  21. د څانګو د لابراتوارونو لپاره د تخنيکي پرسونل د ظرفيت لوړونې لپاره هڅې.

 

  • د اوبو او چاپیریال انجنيري پوهنځۍ څانګې

            داوبو او چاپېریال انجنيري په پوهنځي کې اوس مهال دوه فارغ ورکوونکې څانګې او یوه عمومي څانګه په لاندې ډول فعاليت لري:

  1. د اوبو د ودانيو انجنيري څانګه ( د لیسانس او ماسټرۍ په کچه )
  2. د اوبو رسولو او ژوند چاپېریال انجنيري څانګه (د لیسانس په کچه)
  3. د رشتوي اقتصاد او تاريخ څانګه (عمومي څانګه)

 

  • د اوبو او چاپېريال انجنیري  پوهنځۍ کمیټې

            د اوبو او چاپېریال انجنيري پوهنځۍ په لاندې توګه ۱۳ فعاله کمېټې لري :

  1. د ماسټرۍ کميټه
  2. د ٱمنا کميټه
  3. د نظم او ډیسپلین کميټه
  4. د نصاب کميټه
  5. د کیفیت لوړونې کميټه
  6. د آزموينو کميټه
  7. د څېړنو او ترفیعاتو کميټه
  8. د سټراټیژیک پلان بیاکتنې او پلی کوولو کميټه
  9. د الکترونيکي زده کړو کميټه
  10. د پایلو او شقو د تطبيق کميټه
  11. د فرهنګي او د نخبګانو کميټه
  12. د تدريس د ارزونې کميټه
  13. د اړيکو او تواميتونو کميټه

 

  • د کابل پوليتخنیک پوهنتون د خپلواکۍ په چوکاټ کې د اوبو او چاپېريال انجینري پوهنځی فعالیت

           د اوبو او چاپېریال انجينري پوهنځۍ د اوبو د ودانیو انجنیري د پوهنتونونو د خپلواکۍ په چوکاټ کې لاندې پروګرامونه په لاره اچولي دي:

  1. د افغانستان د اوبو او چاپېریال د څېړنو ملي مرکز (ANWERC)

         د افغانستان د اوبو او چاپېریال څېړنو ملي مرکز (Afghanistan National Water & Environmental Research Center) د کابل پولی تخنیک پوهنتون په چوکاټ کې د اوبو او چاپېریال انجنیري پوهنځي د اوبو د ودانيو انجنيري د څانګې په نوښت جوړ شو. د نوموړي مرکز ماموریت او دنده د هيواد د اوبو او چاپیریال ستونزې حل کول دي؛ ترڅو د افغانستان د اوبو ستونزې د څېړنو، ډيزاین او د افغانستان د اوبو او چاپیریال په چارو کې د ښکیلو ملي او نړیوالو بنسټونو سره د همکارۍ په کارولو سره د مدیریت، پاليسي جوړونې، څارنې او مشورو ورکول سره حل کړي. د دې مرکز اصلي دندې او فعالیتونه عموما په دوو برخو کې ترسره کیږي؛ چې د اوبو د سرچینو او په افغانستان کې د چاپیریال اړوند فعالیتونه دي.

  1. د اوبو د ودانیو انجنیري د ماسټري پروګرام (MEWE)

           په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د هیواد د علمي ځان بسیاینې د ترلاسه کولو او د تولیدي پوهې په لور د حرکت په موخه، په هیواد کې دننه د نویو علمي آسانتیاوو او ظرفیتونو د رامنځته کولو، د باکیفیته زده کړو د کچې د لوړولو او د تدریسي کادرونو او متخصصینو د وضعیت د ښه والي په خاطر؛ د اوبو د ودانیو انجنیري په څانګه کې د ماسټرۍ پروګرام (MEWE) پیل شوی؛ چې په نوموړي پروګرام کې اوس مهال هم ۵۹ تنه محصلین د ماسټرۍ په زده کړو بوخت دي.

 

  1. د اوبو د سرچينو جامع مدېريت ماسټري پروګرام (MIWRM)

          د اوبو د سرچينو ټولیز مدېريت ماسټري پروګرام (MIWRM) د اوبو او چاپیریال انجینري پوهنځي د اوبو د ودانيو انجنيري د څانګې په نوښت او د آسیا پراختیایي بانک (ADB) په مالي مرسته د پوهنتونونو د مالي خپلواکۍ په چوکاټ کې د انرژۍ او اوبو وزارت د مسلکي او تخنیکي پرسونل د ظرفیت لوړولو په موخه د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د لیندۍ د میاشتې په ۲۱ مه نېټه چې د ۲۰۱۹ ميلادي کال د دسمبر میاشتې له ۲۱ نېټې سره سمون لری  پیل شو. د ماسټرۍ ددې پروګرام له بشپړولو وروسته به محصلین وکولای شي چې د اوبو سرچینې په سمه توګه مدیریت او د کرنیزو اوبو څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي، همدارنګه د ککړو اوبو او په ځانګړي توګه د سیلاب او وچکالۍ سم مدیریت وکړي.

 

  • د اوبو او چاپېریال انجنيري پوهنځۍ د تشکيلاتو جدول

Photo