د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت

  • پېژندنه

په کوم دور کې چې موږ او تاسو ژوند کوو، دا د فن، تخنیک او ټکنالوژۍ دور دی، نو ټکنالوژي په اداراتو کې د کارولو لپاره خورا ارزښتناکه او ضروري ده، چې ډیري سازمانونه او ادارې یې په بشپړ ډول په ارزښت پوهیږي، د معلوماتي ټکنالوژۍ کارول ورځني کارونه ګړندي کوي او پیرودونکي کولی شي په ډیره چټکۍ له خپلو کارونو څخه ګټه پورته کړي.
پوهنتونونه د ټکنالوژۍ په کارولو سره غوره، ګړندي، ډیر دقیق او د لوړ کیفیت خدمات وړاندې کوي. د کابل پولیتخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت تل هڅه کړې چې په دې پوهنتون کې د خدمتونو د وړاندې کولو د آسانتیا په برخه کې له عصري ټکنالوژۍ څخه اعظمي ګټه پورته کړي. دا آمریت په ۱۳۸۳ کال کې د معلوماتي تکنالوژۍ د مرکز (ITCKPU) په نوم د علمي معاونیت په تشکیلاتي جوړښت کې رامنځته شو.

  • اهداف

د اغیزمنو پروګرامونو طرح کول، د هارډویر، سافټویر او شبکې سرورونو فني او تخنیکی چارو کنټرول او نظارت، د کابل پولیتخنیک پوهنتون په کچه د ملی او نړیوالو معیارونو سره سم د اړینو آسانتیاو او معلوماتي ټکنالوژیو تنظیم او چمتو کول.

  • لید

د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت د پوهنتون د ملي اهدافو او ستراتیژیو په پیاوړتیا کې د مؤثرو او ګټورو تګلارو په نظر کې نیولو سره پرمختګ او ابتکاراتو په برخه کې د خپل مشرتابه رول ته ژمن دی.

  • چوپړتیاوي

  1. د پوهنتون د استادانو، کارمندانو او محصلینو لپاره د انټرنیټي خدمتونو چمتو کول.
  2. د پوهنتون په سټوډیو کې د استادانو ویډیویې کلیپونه ثبت او ترتیبول.
  3. په پوهنتون کې د امنیتي کمرو کنټرول، نظارت، نصب او چیک کول.
  4. د پوهنتون د استادانو، کارمندانو او محصلینو د ټکنالوژیکي وسایلو د سافټویر ستونزو حل کول.
  5. د پوهنتون په ټولو برخو کې د تخنیکي تجهیزاتو هارډویر ستونزو حل کول.
  6. د پوهنتون د استادانو او کارمندانو لپاره د رسمی بریښنالیکونو رامینځته کول له (kpu.edu.af) ډومین څخه په استفادې.
  7. د پوهنتون په ویب پاڼه کې د خبرونو، اعلانونو، سیمینارونو، د استادانو ژوند لیکونو او نور ټول اړین موضوعاتو خپرول.
  8. په پوهنتون کې د HEMIS سیسټم چارې مخته وړل.
  9. د لیلیې بایومیټریک سیسټم څخه کنټرول، چې په دې کې (د لاسرسي کنټرول، اصلي وخت او ګډون) شامل دي.
  10. په لابراتوارونو او ټولګیو کې د محصلینو لپاره د ښوونیزو الکترونیکي خدمتونو وړاندې کول.
  11. د PBX او IMS سیسټمونو له لارې د پوهنتون منسوبینو ته داخلي او خارجي د ارتباط خدمتونه وړاندې کول.

فعالیتونه

په روان (۱۴۰۲) هجري قمري کال کې د دې آمریت ترسره شوي فعالیتونه په لاندې ډول دی:

  1. د کابل پولیتخنیک پوهنتون او افغان ټیلیکام تر منځ د تفاهم هوکړه لیک لاسلیکول، چې د ګرانډسټریم له سیټونو څخه په ګټې اخیستنې د بهرنیو اړیکو لپاره د IMS سیستم فعالول او په مشخصو څانګو کې یې توزیع کول.
  2. د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت په مرکز کې د ویډیو کنفرانس خونه (Conferencing Room) جوړول.