د جیوماتیک انجنیري پوهنځی

 

د کابل پولی تخنیک پوهنتون د جیوماتیک انجینري پوهنځی په اړه معلومات

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د تأسیس له پیل راپه دیخوا، د جیودیزي او مارکشیدري  ډیپارټمنټ د یو عمومي ډیپارټمنټ په توګه تدریسي فعالیتونه پر غاړه درلودل. دغه ډیپارټمنټ په ۱۳۶۱ لمریز کال کې د "جیودیزي انجنیرۍ" تر نامه لاندې فارغ ورکوونکي ډیپارټمنټ ته ارتقا وکړه او د ۱۳۶۷ څخه تر ۱۳۷۲ کلونو پورې یې د ماسټرۍ پنځه دورې په بریالیتوب سره روزلې او فارغې کړې دي.

د تخنیکي علومو په برخو کې، په ځانګړې توګه د جیوماتیک انجنیری په برخه کې د هېواد مخ په زیاتیدونکو اړتیاوو ته په کتو، او د تخنیکي ادارو د غوښتنې پر بنسټ، د "جغرافیایي اطلاعاتو سیسټم" (GIS) د تخصصي څانګې د جوړولو اړتیا مطرح شوه. پر همدې اساس د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون او د لوړو زده کړو وزارت د ستراتیژیک پلان له مخې، په ۱۳۹۳ کال کې د جیودیزي انجینرۍ ډیپارټمنټ د جیودیزي انجینرۍ پوهنځي ته ارتقا وکړه.

د جیودیزي انجینرۍ پوهنځي د استادانو د عمومي غونډې د پرېکړې پر بنسټ (د ۱۳۹۳/۱۱/۰۸ هـ .ش نېټې)، دغه پوهنځی د "جیوماتیک او کدستر" پوهنځي په نوم خپل کار پیل کړ. وروسته، د ښوونیزو اړتیاوو د تحلیل، د تحصیلي برنامو د پراختیا او له نړیوالو معیارونو سره د همغږۍ په پایله کې، د پوهنځي د عمومي غونډې د وړاندیز له مخې (د ۱۴۰۳/۰۶/۰۷ نېټې)، د دغه پوهنځي نوم د "جیوماتیک انجینري " ته ونمول شو.

اوسمهال، د جیوماتیک انجینري پوهنځی څلور څانګي لري:

۱. د جیودیزي انجینرۍ څانګه (فارغ ورکوونکی)ِ؛

۲. د جغرافیایي اطلاعاتو  سیسټم او ریموټ سنسنګ څانګه (فارغ ورکوونکی

۳. د عمومي جیودیزي څانګه (د عمومی څانګو لپاره تدریسي فعالیت

۴. د کدستر څانګه (تر اوسه د لازمو شرایطو د نشتوالي له امله فعالیت نه لری).

د علمي ظرفیتونو په پراخېدو او د اړوندو څانګو په نږدېوالي سره، دغه پوهنځی وتوانېد چې په ۱۴۰۱ کال کې د "سروې انجینرۍ مدیریت" تر نامه لاندې خپله د ماسټرۍ برنامه پيل کړي، چې تر اوسه یې د ماسټرۍ په کچه دوه دورې محصلین فارغ کړي دي. همدارنګه د ادارو د غوښتنې او د استادانو د غوښتنې پر بنسټ، دغه پوهنځی په ۱۴۰۲ کال کې د "جیوساینس" تر عنوان لاندې د دوکتورا د ګډې برنامې د یوې څانګې په جوړولو بریالی شو. چی اوس محال د دکتورا د برنامی په نصاب جوړولو کار روان دی.

د جیوماتیک انجینرۍ پوهنځی ژمن دی چې له معاصرې ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې، له نړیوالو معیارونو سره په همغږۍ، او د متخصصو کادرونو په روزلو سره، د هېواد په پراختیا او ګرانو هېوادوالو ته په خدمت کې خپل اغېزناک او رغنده رول ولوبوي.

د پوهنځي لید لوری

د انجنیری جیوماتیک پوهنځی غواړي چې د یو علمي او تحقیقي مرکز په توګه، د عصري علمي نظریاتو او اسلامي او ملي ارزښتونو پابند انجنیران ټولنې ته وړاندې کړي او ځان په هیواد او سیمه کې د اغیزناکه علمي او تحقیقي ادارو په کتار کې ځای پر ځای کړي.

 

 

د پوهنځي ماموریت

انجنیري جیوماتیک پوهنځی د یو معتبر علمي او تحقیقي مرکز په توګه، د متخصص بشري ځواک د وړاندې کولو او د عصري علم سره سم، په انجنیري برخه کې فعالیت لری او علمی خدمات وړاندې کوي ، د څیړنو د پیل او ترسره کولو لپاره هڅه کوي ترڅو د هېواد اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ته وده ورکړي، او په پایله کې د خلکو د ژوند سطحه لوړه کړی.

تعلیمي موخي

د جیوماتیک انجنیري پوهنځی د مسلکي کادرونو تربیه او د جیودیزي انجینرۍ، GIS، ریموټ سنسینګ، فوتوګرامتری او کدستر په برخو کې د تخصصي ظرفیتونو د روزلو لپاره لاندې تعلیمي موخې تعقیبوي:

  1. د اسلامي روحیې، وطن‌ پالنی، ښه اخلاقو، برابرۍ او انسان دوستۍ لرونکو کادرونو روزل؛
  2.  د جیوماتیک په علومو کې د معاصرو تدریسي طریقو، تخصصي سافټویرونو او پرمختللي لابراتوري تجهیزاتو په کارولو سره معیاري او تازه ښوونې وړاندې کول؛
  3.  د متخصص او مسلکی محصلانو تربیه چې د دولتي او خصوصي سکتورونو په انجینري او جغرافیایي پروژو کې د طرحې، تجزیې ، تحلیل او همدارنګه د پروژو د مدیریت وړتیا ولري؛
  4.  د علمي، تخنیکي او تحلیلي مهارتونو تقویت ترڅو د ځایي معلوماتو، اندازه‌ګیرۍ، ماډل جوړونې او معلوماتو تفسیري ته اړوند پیچلي ستونزې حل کړي؛
  5.  د تحقیقي او نوښت ظرفیت رامنځته کول او د علمي څیړنو ، عملي پروژو او په اړوند برخو کې د مقالو ترتیبولو لپاره د وړتیا او ظرفیت جوړول؛
  6.  د مسلکي او اخلاقي مهارتونو رامنځته کول لکه ګروپي کار، د پروژې مدیریت، مؤثرې اړیکې او نړیوالو انجینري اصولو او معیارونو رعایت؛
  7.  د محصلانو چمتو کول د داخلی او نړیوال کاري مارکیټ لپاره په عملي مهارتونو، لابراتوری تجربه او د معاصرو ټکنالوژیو سره بلدتیا؛
  8. د لوړو زده‌کړو د ظرفیت لوړولو لپاره د جیوماتیک او اړوندو څانګو په برخه کې د ماستري او دوکتورا د زده‌کړو د دوام لپاره د اړینو علمي بنسټونو رامنځته کول؛

د پوهنځی څیړنیزي موخې

د څیړنیز ظرفیتونو لوړولو او د هیواد د علمي او تخنیکي اړتیاوو ته د ځواب ویلو په موخه لاندې څیړنیزی موخې تعقیب کوي :

  1. د کیفیت لرونکي او معیاري تعلیمي او څیړنیزو پروګرامونو د برابرولو له لارې په ملي او سیمه ایزه کچه د پوهنځي علمي حیثیت لوړول ؛
  2. د بنسټیزو او تطبیقي څیړنو ترسره کولو له لارې د جیودیزي انجینرۍ ، GIS ، ریموټ سنسینګ، فوتوګرامتري، او کادستر په برخو کې د علمي پوهې پراختیا ؛
  3. ژمن او متخصص محصلینو ته د ملي، اسلامي روحیې، مسلکي اخلاقو ، او خلکو سره د همکاری او ملاتړ روزنه ورکول. د علمي څېړنو او عملي پروژو د ترسره کولو توان او مدیریت توان په ځان کی پیدا کول ؛
  4. د معلوماتو اندازه‌ګیرۍ، تحلیل او مدیریت لپاره د نوو میتودونو او ټیکنالوژیو پراختیا، چې له هغه جملی دقیق د موقعیت ټاکنې سیستمونه، درې بعدي ماډلینګ، د سپوږمکۍ انځورونو پروسیس کول او د مصنوعي هوش کارول شامل دي؛
  5. د هېواد د طبیعی منابعو، چاپیریال، ښار جوړونې، زراعت، اوبو، معدنی سرچینو او بنسټونو په مدیریت کې د ملي اړتیاوو سره تړلي څیړنو  ته تمرکز.
  6. د داخلي او بهرنیو پوهنتونونو، دولتي ادارو، سازمانونو او خصوصي سکتور سره د ګډو تحقیقي پروژو پیاوړتیا ترڅو د تحقیق کیفیت لوړ او تجربې تبادله شي؛
  7. د علمي مقالو تولید او په معتبرو ژورنالونو کې د موندنو خپرولو هڅونه او په کنفرانسونو، سمپوزیمونو او علمي پروګرامونو کې فعال ګډون؛
  8. د ماستري په مقطع کې د څیړنو  ملاتړ لپاره د لابراتوری امکاناتو، تخنیکي وسایلو او د پرمختللي څیړنو  لپاره اړینو علمي منابعو چمتو کول؛
  9. د جغرافیایي اطلاعاتو  سیستمونو او بانکونو پراختیا د ملي چالشونو لکه د بحران مدیریت، د خبرداري سیستمونو، ډیجیټل نقشه‌کشي او د ښاري پلان جوړونې په هدف؛
  10. د پوهنتون لپاره د عاید د رامنځته کولو او د څانګو ته د جیوماتیک خدماتو په وړاندې کولو کې د پوهنځي د عملي رول د پیاوړتیا لپاره د څیړنیزو او انجینرۍ پروژو پلي کول ؛
  11. د استادانو او محصلانو ترمنځ د تحقیق کلتور پیاوړي کول د تحقیقي کمیتو جوړښت، ورکشاپونو او سمینارونو جوړول او همدارنګه د ممتازو محصلانو ملاتړ؛
  12. د معیاري دقیقو او تخنیکي څیړنو د ترسره کولو لپاره د عصري اسانتیاوو سره د سمبالولو له لارې د څیړنیزو لابراتوارونو جوړول او نوي کول .

د پوهنځي تخنیکي او مسلکي موخی

د انجنیري جیوماتیک پوهنځی د تعلیمي، تحقیقي او عملي کیفیت لوړولو، محصلانو او استادانو علمی او عملی ظرفیت جوړونه ، او د ملي او کاري اړتیاوو ته ځواب ویلو په موخه، لاندې تخنیکي او مسلکي موخی تعقیب کوي:

  1. په ملي او سیمه ییزه کچه د دولتي او خصوصي ادارو او نهادونو سره د تخنیکي او مسلکي همکاریو پراختیا د تجربو تبادلې، ګډو پروژو پلي کولو او د علمي او عملي اړتیاوو د پوره کولو په موخه؛
  2. د پوهنځي د تعلیمي، تحقیقي او اداري پروګرامونو لپاره د اړتیا سره سم تخنیکي وسایل او تجهیزات بشپړول، چې په دې کې تخصصي لابراتورونه، سافټویرونه او پرمختللی اندازه ګیرۍ او تحلیلی سیستمونه شامل دي؛
  3. د زد کړه یالانو او استادانو عملي او تخنیکي مهارتونو لوړول د عملي زدکړو، د کاری پروژو ترسره کولو، مدرن تجهیزاتو د استعمال او د جیوماتیک په برخه کې د واقعی ستونزو حل کولو وړتیا ؛
  4. د نوښت او تخنیکي څیړنو ملاتړ د امکاناتو چمتو کولو، د کاری پروژو ملاتړ او د جیوماتیک په علومو کې د نوو میتودونو او وسایلو پراختیا ته هڅونه؛
  5. د تعلیم او صنعت ترمنځ مؤثره اړیکې جوړول ترڅو تخنیکي تعلیمات د کاري مارکیټ اړتیاوو سره سمون ولري او د دولتي او خصوصي ادارو لپاره عملي پروژې ترسره شي.

د جیوماتیک انجنیرۍ لابراتوارونه

د جیوماتیک انجینرۍ پوهنځی په لاندې څانګو کې دوه ځانګړي لابراتوارونه لري :

  1. د جیودیزی انجنیری لابراتوار
  2. د GIS او ریموټ سنسینګ لابراتوار

د جیوماتیک انجینرۍ پوهنځي تعلیمي پروګرامونه

د جیودیزی انجینرۍ لیسانس برخه

د جیودیزي انجنیري دیپارتمنت د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د تأسیس راهیسی د عمومي جیودیزي او مارکشیدري په حیث د تدریس فعالیتونه پیل کړل. دې دیپارتمنت په ۱۳۶۱ کال کې د فارغ ورکوونکي دیپارتمنت په توګه ارتقا ومونده، او وروسته له دې چې دوه دورې محصلان یی د مارکشیدري په برخه کی فارغ شول، په ۱۳۶۷ کال کې یې نوم د جیودیزي انجنیري دیپارتمنت ته بدل شو.

جیودیزي انجنیري د انجنیري ټولو برخو کې یوه ځانګړی او بنسټیزه رشته ګڼل کیږي. دې دیپارتمنت تر ۱۳۷۲ کال پورې پنځه دورې ماستري دوری تر سره کړی، چې دا د هېواد د متخصصینو د ځواک په تامین کې ستره مرسته شمیرل کیږی . تر اوسه پورې، په زر ګونو وړکسان له دې دیپارتمنت د لیسانس او ماستري په کچه فارغ شوي، او په بیلا بیلودولتي او خصوصي ادارو کې د خدمت په حال کې دي.

اوس مهال، په دیپارتمنت کې متعهد او تجربې لرونکي استادان د اکادمیک فعالیتونو په پرمختګ باندې بوخت دي. دوی هڅه کوي چې ټول اداري، تدریسي او تحقیقي فعالیتونه د منظم او معیاري سیستم له مخې او د سیمې د هیوادونو سره په همغږۍ ترسره شي، ترڅو د علمي او عملي کیفیت د ښوونې سطحه همیش په لوړه کچه وساتل شي.

د جغرافیایي اطلاعاتو سیستم او ریموت سنسینګ (GIS-RS) د لیسانس برخه

جغرافیایي اطلاعاتو سیسټم او ریموټ سنسینګ د جیوساینس او چاپیریال په برخه کې د اساسي او ارتباطی علومو څخه شمېرل کیږي، چې د شاوخوا چاپېریال او مختلفو پدیدو دقیق تحلیل او درک کولو توان ورکوي. دغه رشته په مختلفو برخو کې پراخه کارونې لري، له  دی جملې: جیوماتیک، ښاري پلان جوړونه، د طبیعی ځیرمو مدیریت، چاپیریال ساتنه،کرنه، د طبیعي پیښو مدیریت او نورې اړوندې برخې. دغه علم د دقیق او پایدار معلوماتو وړاندې کولو له لارې د علمي او اجرائیه تصمیم نیونو کې مرسته کوي.

د جغرافیایي اطلاعاتو سیستم دیپارتمنت په ۱۳۹۳ هـ.ش کې د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون کې تأسیس شو، لکه څنګه چې د فارغ ورکوونکي دیپارتمنت په توګه د عمومی جیودیزي او کارتوګرافی د ادارې د اړتیا سنجونې پر اساس او د وزارتونو او اړوندو ادارو غوښتنې له مخې. په همدې کال، لومړۍ دوره محصلان د عمومي کانکور له لارې جذب شول. په ۱۴۰۳ هـ.ش کې د دیپارتمنت او پوهنځي د وړاندیز لاندې، نوم یې د نړیوالو معیارونو له مخې د جغرافیایي اطلاعاتو  سیسټم او ریموټ سنسینګ دیپارتمنت ته بدل کړ.

د دې رشته فارغین کولی شي په وزارتونو او سکتوري ادارو کې د جی آی ایس، ریموټ سنسینګ، فوتوګرامتری، کارتوګرافی، او جیودیزي انجنیري په برخو کې د متخصصینو په توګه خدمتونه وړاندې کړي. تر اوسه پورې، په سل ګونه  فارغین د لیسانس برخه کی تربیه شوي او په مختلفو ادارو کې خدمت کوي.

اوس مهال، متعهد او تجربه لرونکي استادان په GIS-RS دیپارتمنت کې د اکادمیک فعالیتونو په پرمختګ بوخت دي. هغوی هر وخت هڅه کوي چې ټول اداري، تدریسي او تحقیقي فعالیتونه د یوه منظم او معیاري سیستم له مخې او د سیمې او نړۍ هېوادونو سره په همغږۍ ترسره شي، ترڅو د علمي او عملي کیفیت د ښوونې کچه تل لوړه وساتل شي.

 

 

د سروې انجنیرۍ ماسټرۍ پروګرام

د ماستري انجنیري سروی برنامې په دولتي سکتور کې د کادرونو په تربیه کې د جیوماتیک انجنیری برخه کی د ماستري په کچه د روزنې لپاره جوړه شوې ده، ترڅو فارغان یې وکولې شي چې په اقتصادي وده او د هېواد پرمختګ کې اساسي رول ولوبوي. دا برنامه په هېواد کې لومړۍ ماستري برنامې ده چې د سروی انجنیري په برخه کې د منظم اکادمیک سیستم د جوړولو او د لوړو زده کړو وزارت د نوو معیارونو سره سم جوړه شوې ده.

د سروی انجنیري ماستري د برنامې کمیټې غړو د ورته څانګو په اړه په ځینو بهرنیو پوهنتونونو کې څېړنې کړې او د تحلیل وروسته یې د جیوماتیک د مضامینو یو منسجم او معیاري نصاب تدوین کړ، چې دا د قانونی پړاونو لپاره اړوندو مقاماتو ته استول شوې.

د لوړو زده کړو وزارت د ۲/۴/۱۴۴۳ه.ق شمیرې مکتوب له مخې، یاد برنامې د سروی انجنیري مدیریت په نوم منظور شوه او په ۱۴۰۲ ه.ش کال کې یې نوم د سروی انجنیري ته بدل شو. دا برنامه هر کال ۳۰ محصلان د ملي امتحاناتو د ادارې د کانکور د آزموینی له لارې جذبوي او ۲ کلن درسی پروګرام وروسته فارغ کیږی.

د محصلانو د لومړۍ دورې نوم لیکنه په ۱۴۰۰ کال کې د لیندی په لومړۍ نېټه پیل شوه، چې ۵۶ کسان د برنامه لپاره ثبت‌نام وکړ. د ماستري لومړی درس په ۲۲/۰۲/۱۴۰۱ کې پیل شو، او تر اوسه پورې دوه دورې محصلان د دې برنامې په سطحه فارغ شوي او د ټولنې او دولتي او خصوصي سکتورونو خدمت کوي.

د زده کړې فیسونه او لګښتونه

لیسانس : د جیوماتیک انجینرۍ پوهنځي کې د لیسانس پروګرام دولتي دی او د زده کړې فیس نلري .

ماسټری : د سروې انجینرۍ د ماسټرۍ پروګرام د هر سمستر فیس ۲۵۰۰۰ افغانۍ ټاکل شوی دی .

اداري کارکوونکي

تدریسی عمومی مدیر

شمس الرحمن نوری په کال 1367 د وردگو ولایت کی زیژیدلی دی اوس مهال د پنځمی ناحیی اړوند خوشحال خان ساحه کی هستوګن دی.

لمړنی او متوسطه زده کړی  یی په نادریه او محمود هوتکی عالی لیسه کی ترسره کړی او په کال 1387 کی د عمومی کانکور له لاری د کابل پوهنتون ساینس پوهنځی کیمیا څانګی ته بریالی شو او په 1390 کال کی دڅلور کلنی تحصیلی دوری پای ته رسولو وروسته د لیسانس په توګه فارغ شوی.

وروسته د فراغت نه د لنډی موندی لپاره د پوهنی وزارت اړوند تخنیکی او مسلکی زده کړو معینیت د تعلیمی نصاب په څانګه کی وظیفه ترسره کړی او د 31-5-1394 کال راپدیخوا د آزاد رقابت او لوړو زده کړو ښاغلی مقام د حکم پراساس د انجنیری جیوماتیک پوهنخی د تدریسی مدیر په توګه دنده ترسره کوی.

اجرایوي مدیر

محمد خالد د بزرګ ګل زوی چې په ۱۳۶۸ لمریز کال کې د میدان وردک ولایت، مرکز میدان ښار کې زېږېدلی دی، دا مهال د کابل ښار د خوشحال‌ خان پنځمه ناحیه کې هستوګن ده. نوموړي خپلې ابتدايي او منځنۍ زده‌کړې د میدان وردک ولایت په حضرت سلیمان فارسي عالي لېسه کې بشپړې کړې دي.

نوموړی په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د شرق پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د ادارې او تجارت څانګې ته شامل شو او د څلور کلنې تحصیلي دورې تر بشپړېدو وروسته، په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د ادارې او تجارت له څانګې څخه د لیسانس په درجه فارغ شو.

نوموړی د ۱۱/۹/۱۳۹۲ نېټې څخه د آزادې سیالۍ له لارې او د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د حکم پر بنسټ د کابل پولی تخنیک پوهنتون د اوبو او چاپېریال انجنیري پوهنځي کې د اجرائیه مامور په توګه مقرر شو.

همدارنګه، د ۱۶/۵/۱۴۰۳ نېټې څخه یې د مالي او حسابي محترم آمریت کې د معاشاتو د مدیر په توګه دنده ترسره کړې ده، او د ۱۱/۱۰/۱۴۰۳ نېټې څخه تر اوسه پورې د جیوماتیک انجنیري پوهنځي د اجرائیه مدیر په توګه خپلې دندې ته دوام ورکوي.

د زده کوونکو احصایې

د جیوماتیک انجینرۍ پوهنځي له تاسیس راهیسې د فارغ شویو محصلینو شمیر ۷۱۲ دی، او د هری څانګی دقیق احصایې په لاندې جدول کې وړاندې شوي دي. اوس مهال، شاوخوا ۳۲۲ محصلین په دې پوهنځي کې زده کړې کوي .

(۱۳۹۳-۱۴۰۴) کلونو ترمنځ د جیوماتیک انجینرۍ پوهنځي د فارغانو احصایې

 

 
   

شمېره

دور

کال

څانګه

نارینه

ښځینه

ټول

ملاحظات

   
   

۱

لومړی

۲۰۱۴ کال

جیودیزی انجنیری

۳۶

۱

۳۷

     

۲

دوهم

۲۰۱۵

جیودیزی انجنیری

۴۰

نه

۴۰

     

۳

دریم

۲۰۱۶

جیودیزی انجنیری

۳۱

۱

۳۲

     

۴

څلورم

۲۰۱۷

جیودیزی انجنیری

۴۳

۱

۴۴

     

۵

پنځم

۲۰۱۸

جیودیزی انجنیری

۳۹

۱

۴۰

     

لومړی

د جغرافیایي اطلاعاتو  سیسټم

۲۴

۳

۲۷

     

۶

شپږم

۲۰۱۹

جیودیزی انجنیری

۳۶

نه

۳۶

     

دوهم

د جغرافیایي اطلاعاتو  سیسټم

۳۲

۶

۳۸

     

۷

اووم

۲۰۱۹

جیودیزی انجنیری

۴۱

۳

۴۴

     
 

د جغرافیایي اطلاعاتو  سیسټم

           

۸

اتم

۱۴۰۰

جیودیزی انجنیری

۳۵

۸

۴۳

     

دریم

د جغرافیایي اطلاعاتو  سیسټم

۳۶

۱۳

۴۹

     

۹

نهم

۱۴۰۱

جیودیزی انجنیری

۳۷

۹

۴۶

     

څلورم

د جغرافیایي اطلاعاتو  سیسټم

۳۶

۹

۴۵

     

۱۰

لسم

۱۴۰۲

جیودیزی انجنیری

۳۳

نه

۳۳

     

پنځم

د جغرافیایي اطلاعاتو  سیسټم

۳۴

نه

۳۴

     

۱۱

یولسم

۱۴۰۳

جیودیزی انجنیری

۲۹

نه

۲۹

     

شپږم

د جغرافیایي اطلاعاتو  سیسټم او ریموټ سنسینګ

۳۶

نه

۳۶

     

۱۲

دولسم

۱۴۰۴

جیودیزی انجنیری

۲۹

نه

۲۹

     

اووم

د جغرافیایي اطلاعاتو سیسټم او ریموټ سنسینګ

۳۰

نه

۳۰

     

د فارغانو ټول شمېر

۶۵۷

۵۵

۷۱۲

     

 

 

User account menu