د جیودیزي انجنیري څانګه
د څانګي په اړه (About)
د جیودیزي انجنیري څانګه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د تاسیس له هماغه پیل څخه د عمومي جیودیزي او مارکشیدرۍ چارو په نوم تدریسي فعالیت درلود، چې په ۱۳۶۱ لمریز کال کې د فارغ ورکوونکي څانګي کچې ته لوړ شو. د مارکشیدرۍ په څانګه کې د فارغانو له دوو دورو وروسته، په ۱۳۶۷ کال کې د جیودیزي انجنیري په څانګي بدل شو، چې د انجنیرۍ په ټولو برخو کې یوه حیاتي رشته ګڼل کېږي او تر ۱۳۷۲ کال پورې یې پنځه دورې د ماسترۍ په کچه فارغان ورکړي دي. تر اوسه پورې له دې تحصیلي بنسټ څخه په سلګونو جیودیزیستان د لیسانس او ماسترۍ په کچه فارغ او ټولنې ته وړاندې شوي دي.
دغه څانګي د فوتوګرامتري، کارتوګرافي، جغرافیایي معلوماتي سیستم (GIS)، ریموت سینسنگ (Remote Sensing)، عالی جیودیزۍ، تطبیقي جیودیزۍ، کدستر او کیهاني جیودیزۍ په برخو کې متخصصین روزي او د هېواد د ملي اقتصاد د پیاوړتیا او خدمت لپاره یې ټولنې ته وړاندې کوي. اوسمهال د یاد پوهنتون د جیودیزي انجنیري په څانګي کې ژمن او تجربه لرونکي استادان د اکاډمیکو فعالیتونو په پرمخ وړلو بوخت دي. د دې رشتې استادان تل هڅه کوي چې ټول اکاډمیک فعالیتونه (اداري، تدریسي، څېړنیز او نور) د یوه منظم سیستم له مخې او د سیمې له هېوادونو سره په سیالۍ او همغږۍ په غوره توګه ترسره کړي.
د څانګي موخي (Objectives)
- د درسي کتابونو او تعلیمي موادو تألیف او ژباړه؛
- د مسلکي او تخصصي انجنیري پوهې لرونکو ځوانو کادرونو روزنه په معیاري او باکیفیته ډول او د هغوی پالنه د اسلامي روحیې، وطندوستۍ او نیکو اخلاقو پر بنسټ؛
- د استادانو د ظرفیت لوړونه؛
- د نوې او معاصرې ټکنالوژۍ په وسیله د څانګي سمبالول؛
- د مناسب ټولنیز او اخلاقي چاپېریال رامنځته کول او له تعصب څخه مخنیوی؛
- د څانګي د ستراتیژیکو پلانونو د ښه تطبیق لپاره د تمویل کوونکو سرچینو او ارګانونو لټون؛
- په دوامداره توګه د درسي نصاب (کریکولم) او د هغو مضامینو د مفرداتو بیاکتنه چې په څانګي کې تدریسېږي؛
- په څانګي دننه او له څانګي څخه بهر، د اړوندو ارګانونو سره په ګډه د څېړنیزو او انجنیري پروژو تطبیق؛
- په هغو پروژو کې چې نوې ټکنالوژۍ ته اړتیا لري، د داخلي هممسلکانو ترمنځ د همکارۍ زمینه برابرول؛
- د څانګي د ځانارزونې (Self-Evaluation) پروسې پیاوړتیا.
لید لوری (Vision)
د جیودیزی انجنیري څانګي په داسې تخصصي لوړو زده کړو سیستم باندې ولاړ دی چې نه یوازې د کمیت او کیفیت له پلوه د هیواد د اړتیاوو، پرمختګ او ودې په اړه معاصر غوښتنې پوره کړي، بلکې د علمي کادرونو، د درسونو موادو د نصاب سره سم او مجهز لابراتورونو له لارې اکاډمیک خدمات وړاندې کړي، څو وکولی شي د هېواد او سیمې له پوهنتونونو سره علمي او اکاډمیکه سیالي وکړي.
رسالت (Mission)
څانګي جیودیزی انجنیری از طریق فراهمآوری خدمات با کیفیت آموزشی و تحقیقی و با بهرهگیری از تمامی امکانات درسی، در بخش تدریس و تحقیق خدمات اکادمیک عرضه نموده و با تربیه و تقدیم فارغالتحصیلان مسلکی و متخصص، در جهت پاسخگویی به نیازمندیهای جامعه و مطالبات مسلکی و تخصصی در سطح کشور و منطقه فعالیت مینماید.
د څانګي فعالیتونه (Activities)
د جیودیزی انجنیري څانګي، د تدریس او علمي څېړنو تر څنګ، نور فعالیتونه هم ترسره کوي چې مهم یې لاندې دي:
- په کلني علمي-څېړنیزو کنفرانسونو کې د انجنیري جیوماتیک پوهنځي د کابل پولیتخنیک پوهنتون فعال ګډون او علمي-څېړنیزو مقالو وړاندې کول.
- په علمي کنفرانسونو کې فعال ګډون او علمي-څېړنیزو مقالو وړاندې کول؛ په ځانګړې توګه د کابل پولیتخنیک پوهنتون د اوبو په نړیوال کنفرانس کې ګډون.
- د افغانستان د مستقلې ځمکو ادارې د کارمندانو د ظرفیت لوړولو لپاره د یوه میاشتني ورکشاپ ترسره کول د جیودیزی انجنیري څانګي د استادانو په همکارۍ په ۱۳۹۷ کال کې.
- د شیکاګو پوهنتون د اورینټل انسټیټیوټ مالي ملاتړ سره د باستاني سیمو د نقشو د جوړولو په برخه کې ورکشاپ د افغان باستانپوهانو لپاره په ۱۳۹۵ کال کې.
- د کابل ولایت د املاکو د ثبت لپاره د یوې اوونۍ ورکشاپ ترسره کول د ښار جوړونې ریاست د کارمندانو لپاره د محترم ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت په ۱۳۹۸ کال کې.
- د الکترونیک ټوټل سټېشن (Tachymeter / Total Station) کورس ترسره کول د انجنیرو او محصلینو لپاره د جیودیزی انجنیري څانګي د استادانو په همکارۍ په ۱۳۹۸ کال کې.
- د کابل پولیتخنیک پوهنتون د داخلي او بهرنیو پروژو په اړه د انجنیري څانګې سره دوامداره همکاري او تخنیکي مشورې وړاندې کول.
- په وزارت تحصیلات عالی کې د لیسانس دورې د جیودیزی انجنیري د نصاب د تدوین او بیاکتنې په کلسترونو کې فعال ګډون د ۱۳۹۸ او ۱۴۰۳ کلونو په ژمی کې.
- د دې څانګي د یو استاد لخوا د اوبو او انرژی وزارت د کارمندانو د ظرفیت لوړولو لپاره ورکشاپ په همدې وزارت کې په ۱۴۰۴ کال کې پیل کړ.
اسانتیاوی (Facilities)
د جیودیزي انجنیري څانګي له معیاری درسي صنفونو، مجهزو لابراتوارونو او د رشتې له عصري وسایلو او تجهیزاتو څخه برخمن دی. دا مهال د یاد څانګي له لوري د محصلینو لپاره په بېلابېلو برخو کې لابراتواري چارې ترسره کېږي. په یادو لابراتوارونو کې لابراتواري فعالیتونه د لېسانس او ماستري دورو محصلینو او همدارنګه د دې څانګي د استادانو له خوا اجراء کېږي.
د جیودیزي انجنیري څانګي لابراتوار د لاندې لابراتواري تجهیزاتو لرونکی دی:
- توتال سټېشن (Total Station)
- ډیجیټلي لېول (Digital Level)
- ډیجیټلي تیودولیت (Digital Theodolite)
- اتومات لېول ماشین (Automatic Level Machine)
- د فاصلې د اندازهګیرۍ وسایل (EDM)
- د GPS سټېشن (Station GPS)
- لاسي GPS وسایل
- لېزري مترونه
- له کمپیوټر، کمرې، LED، هوا سړوونکي (AC) او سولري برېښنا سره سمبال درسي ټولګی
- او لسګونه نور جیودیزي وسایل او تجهیزات
استادان او کارمندان (Professors & Staff)
استادان
نوم او تخلص: پوهنمل محمد یعقوب سلطانی
تحصیلی څانګه: جیودیزی انجنیری
تحصیلی درجه: لیسانس (د کابل پولی تخنیک پوهنتون)، ماستری (د سامسون ښار ترکیه اندوکوز مایس پوهنتون)
ایمل آدرس: mysultani@kpu.edu.af
د اړیکي شمیره: 93765199288+
د څیړني حوزه: نقشه برداری، فوتوگرامتری او د اطلاعاتو جغرافیایی سیستم
نوم او تخلص: پوهاند محمد انور سراج
تحصیلی څانګه: جیودیزی انجنیری
تحصیلی درجه: لیسانس (د کابل پولی تخنیک پوهنتون)، ماستری (روسیه مسکو ښار)
ایمل آدرس: anwarsaraj@gmail.com
د اړیکي شمیره: 93700246409+
د څیړني حوزه: فوتوگرامتری، نقشه برداری او د اطلاعاتو جغرافیایی سیستم
نوم او تخلص: پوهنمل عبدالبصیر عزیزی
تحصیلی څانګه: جیودیزی انجنیری
تحصیلی درجه: لیسانس (د کابل پولی تخنیک پوهنتون)، ماستری (قزاقستان هیواد)، دوکتورا (د دوکتورا فارغ کال ۱۴۰۴ ، روسیه)
ایمل آدرس: b.azizi@kpu.edu.af
شماره تماس: 93799051020+
د څیړني حوزه: د ځمکې د مدیریت او کادستر د ښه والي لپاره د جیوماتیک علومو او ټکنالوژیو کارول
نوم او تخلص: پوهنمل نجیب الله حسن زرمتی
تحصیلی څانګه: جیودیزی انجنیری
تحصیلی درجه: لیسانس (د کابل پولی تخنیک پوهنتون)، ماستری ( قزاقستان هیواد)، دوکتورا (د دوکتورا محصل ، روسیه)
ایمل آدرس: eng.najib_hz@gmail.com
شماره تماس: 79231278975+
د څیړني حوزه: جیودیزی انجنیری
نوم او تخلص: نوماند پوهنیار احمد تمیم سهاک
تحصیلی څانګه: جیودیزی انجنیری
تحصیلی درجه: لیسانس (پوهنتون پولی تخنیک کابل)، ماستری (محصل برنامه ماستری مدیریت سروی پوهنتون پولی تخنیک کابل).
ایمل آدرس: tamimsahak@kpu.edu.af
شماره تماس: 93784568560
د څیړني حوزه: فوتوگرامتری، جیودیزی تطبیقی، نقشه برداری او GIS
نوم او تخلص: نوماند پوهنیار نصیرالله بی ریا
تحصیلی څانګه: جیودیزی انجنیری
تحصیلی درجه: لیسانس (پوهنتون پولی تخنیک کابل)
ایمل آدرس: engineernasirullah@gmail.com
شماره تماس: 93793729986
د څیړني حوزه: علوم جیوماتیک، نقشه برداری، د دایمي فعالو سټېشنونو په اړه څېړنه (CORS Station)، فوتوگرامتری او تطبیقی جیودیزی.
کارمندان (Staff)
نوم او تخلص: محمد رسول رسولی
د دندیعنوان: لابرانت انجنیر
ایمل آدرس: mrasoolfahim@gmail.com
د اړیکی شمیره: 0799350006
تحقیقات (Research)
د جیودیزی انجنیری څانګي څیړنیزه حوزه/ساحه (Research Areas)
- د هېواد د ملي او نړیوالو سرحدونو ټاکنه او ساتنه:
د عصري جیودیزي ټکنالوژیو په کارولو سره د هېواد د سرحدي کرښو دقیق ټاکل، نښهګذاري او څارنه، تر څو د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه وشي.
- د ملي جیودیتیک بنسټ رامنځته کول:
د نړیوالو ستندردونو سره سم د ملي جیودیزي شبکو څېړنه، طرحه او تطبیق، تر څو د هېواد په کچه د ټولو انجنیري او نقشهبردارۍ فعالیتونو لپاره یو واحد (پلاني او ارتفاعي) مختصاتي مرجع برابر شي.
- د زیربنایي پروژو معلوماتي ملاتړ:
د دقیقو جیودیزي اندازهګیرنو ترسره کول د بېلابېلو مقیاسونو د توپوګرافیک نقشو د برابرولو په موخه، چې د سړکونو، بندونو او د اوبو لګولو شبکو په څېر لویو پروژو د طرحې او تطبیق لپاره بنسټیزې نقشې ګڼل کېږي.
- د ملکیتونو مدیریت او ثبت (کادستر):
د دقیقو جیودیزي اندازهګیرنو له لارې د کادستري پلانونو چمتو کول د مطلوب دقت سره، تر څو دولتي، خصوصي او عامه ملکیتونه منظم او رسمي شي.
- اتومات او یوپارچه څارنیز سیستمونه:
د یوپارچو او خودکارو څارنیزو سیستمونو څېړنه او پراختیا د جیودیزي سینسرونو (لکه دایمي GPS وسایل، روبوټیک توتال سټېشنونه او نور) په نصبولو سره پر حساسو تاسیساتو لکه برجونو، پلونو، تونلونو او بندونو، د هغوی د ارزونې، څارنې، د معلوماتو د تحلیل او د بحران د مدیریت لپاره د پر وخت خبرتیاوو د ورکولو په موخه.
- د بدلونونو ماډلسازي او وړاندوینه:
د ترسره شوو اندازهګیرنو له معلوماتو څخه د ریاضيکي او کمپیوټري ماډلونو جوړول، د ودانیو او برجونو د عمودي حالت ارزونه، همدارنګه د بندونو د رسوباتو اندازه، د سمندرونو د ساحلي غاړو د تخریب کچه او نور، او د دغو پدیدو د راتلونکو تمایلاتو وړاندوینه د پلان جوړونې او پالیسۍ لپاره.
- ستندرد جوړونه او کالیبریشن:
د اندازهګیرۍ د وسایلو (لکه توتال سټېشن، GPS دستګاوې او نور) د دقت د باوري کولو لپاره څېړنه او د پایلو د راپور ورکولو معیاري طریقو رامنځته کول، تر څو معلومات په ملي او نړیواله کچه د باور وړ او د پرتله کېدو وړ وي.
- درېبعدي نقشهبرداري او لېزر سکنینګ (D & LiDAR Mapping):
د ځمکنیو، هوایي او ډرون لېزر سکنرونو کارونه د ساختماني پروژو، طبیعي چاپېریال او کانونو د پروژو د دقیقو درېبعدي ماډلونو د تولید لپاره، د پلان جوړونې او د پروژو د مدیریت په موخه.
- د GIS او ریموت سنسینګ کارونه د مکاني معلوماتو د تحلیل لپاره:
د جغرافیایي معلوماتو سیستم (GIS) او سنجش له لرې څخه د مکاني معلوماتو د تجزیې او تحلیل په موخه کارول.
علمي پروګرامونه (Programs)
د لیسانس پروګرامونه (Undergraduate Programs)
|
EG |
Engineering Geodesy |
تعلیمی موخي (Program Learning Objectives)
- د اسلام د اصولو او قوانینو (عقیدوي، اقتصادي او اداري نظام) ښه درک؛
- د جیودیزی انجنیري د اساسي مفاهیمو او اصولو درک؛
- د معلوماتو راټولولو او پروسس کولو سره آشنایي؛
- د جیودیزی انجنیري ځانګړو سافټویرونو په کارولو کې مهارت ترلاسه کول د معلوماتو د تحلیل لپاره؛
- د جیودیزي فعالیتونو کارونه په حقیقي ستونزو کې پلي کول؛
- د چاپېریال د اغیزو او د ټکنالوژۍ رول په دوامداره پرمختګ کې د پوهاوي لوړول.
د پروګرام تعلیمي پایلې (Program Learning Outcomes)
- د جیودیزی انجنیري د علم په کارولو سره مهارتونه ترلاسه کول؛
- د نوې میتودونو په کارولو سره د جیودیزی انجنیري اړوند فعالیتونو د تحلیل او ستونزو د حل وړتیا ترلاسه کول (د ځمکې، ځمکې لاندې او هوایي نقشهبرداري)؛
- د جیودیزی انجنیري اړوند ستونزو پېژندنه، تحلیل او حل کول؛
- د جیودیزی انجنیري اړوند اړتیاوو لپاره د مسلکي فعالیتونو د طرحې او ډیزاین وړتیا رامنځته کول؛
- د ټولو ډولونو انجنیري ودانیو د پلان جوړونې، پروژې جوړونې، ساتنې او ګټې اخیستنې لپاره د جیودیزی انجنیري فعالیتونو تطبیق وړتیا؛
- د عصري نقشهبردارۍ وسایلو او د جیودیزی انجنیري اړوند سافټویرونو کارول؛
- د مسلکي او تخصصي نوښتونو د ښکاره کولو وړتیا ترلاسه کول.
د مافوق لیسانس برنامه (Postgraduate Programs)
|
M. ES |
Engineering Survey |
تعلیمی موخي (Program Learning Objectives)
د ماسټرۍ دورې لپاره د انجنیري سروی پروګرام هدف دا دی چې د انجنیري علم او مسلکي مهارتونو روزنه او وړاندې کول د افغانستان د خلکو د ښو عنعناتو او د انجنیري نظام له غني میراث، او د نړیوالو معیاري علم پر بنسټ ترسره شي، تر څو متخصص او متعهد انجنیران وروزل شي چې په ملي او نړیواله کچه د لاندې برخو اړتیاوې پوره کړي. په تعلیمي دوره کې محصلین باید لاندې موضوعات زده کړي:
- په سروی انجنیري کې د مسلکی علم مؤثره کارونه؛
- د نوو میتودونو په کارولو سره د ستونزو تحلیل او د اړوندو فعالیتونو ترسره کول؛
- د ټولنې د اړتیاوو سره سم د مسلکي فعالیتونو د طرحې او ډیزاین روزنه؛
- د علمي څېړنو پر بنسټ د ستونزو حل زده کړه د تخصصي او مسلکي پوهې او تجربو په کارولو؛
- د سروی انجنیري فعالیتونو پلي کول، چې پکې پلان جوړونه، اندازهګیرنه، پروژې جوړونه، د انجنیري چارو تطبیق پر مهال د ودانیو طرحه، جوړونه، ساتنه او ګټې اخیستنه شامل دي؛
- په انجنیري فعالیتونو کې د تخصصي او مسلکي نوښتونو رامنځته کول او څرګندول.
د پروګرام تعلیمي پایلې (Program Learning Outcomes)
د دې څانګې د بشپړولو په پایله کې، محصلین باید وړتیا ولري چې لاندې عملي فعالیتونه ترسره کړي:
- په ټولو هغو فعالیتونو کې چې د سروی انجنیري سره تړاو لري، د تخصصي علم مؤثره کارونه؛
- د نوو او علمي میتودونو په کارولو سره د سروی انجنیري اړوند ستونزو پېژندنه، تحلیل او حل؛
- د ملي او نړیوالو اړتیاوو سره سم د مسلکي فعالیتونو طرحه او پلان جوړونه؛
- د انجنیري سروی فعالیتونو ترسره کول، چې پکې پلان جوړونه، اندازهګیرنه، د پروژو تطبیق، ساتنه او د ټولو ډولونو ودانیو او انجنیري پروژو ګټه اخیستنه شامل دي؛
- د تخصصي پوهې او تجربو په کارولو سره د عملي او څېړنیزو ستونزو حل، او په دې ترڅ کې د مسلکي او تخصصي نوښتونو څرګندول؛
- د جیودیزی څانګې او د جیودیزی انجنیري اړوندو نورو فعالیتونو کې د متخصص په توګه کار کولو وړتیا.
ټول کورسونه (All Courses)
|
اسلامي تمدن د کریډیټ شمېره: ۲ د مضمون ډول: اساسي د "اسلامي تمدن" مضمون د ماسټرۍ برنامې یو له اساسي او مهمو مضمونونو څخه دی چې د بحث موضوع یې د اسلامي تمدن لنډ تاریخ، د نړۍ په تمدن او پرمختګ کې د مسلمانانو رول او په بېلابېلو برخو کې د اسلامي تمدن هر اړخیزه پېژندنه ده. له غربي تمدن سره يې پرتله او د اسلامي تمدن برتري او اسلامي تمدن د نړۍ لپاره د مخکښ او نړۍ لپاره د ستونزو د حل تمدن دی، د اسلامي تمدن رکنونه او ځانګړنې، د پیغمبر -صلی الله علیه وسلم- او خلفای راشدینو -رضي الله عنهم- له وخت څخه تر وروستیو دورو پورې د اسلامي تمدن تاریخي بحث، د مسلمانو پوهانو معنوي او مادي نوښتونه او پرمختګونه، ښار جوړونه، په اړوندو ځمکو کې د مسلمانانو لخوا د ودانیو جوړول، د مسلمانانو لخوا د مدنیتونو ترمنځ د زمینې برابرول، د نړۍ پر تمدن د دې مدنیت اغېز او د مسلمانانو صعود او د زوال لاملونه یې د بحث موضوعات دي، نو اړينه ده چې د ماسټرۍ د ټولو څانگو محصلان اسلامي تمدن وپېژني او پر غربي تمدن يې برتري حس کړي. |
|
د تحقیق میتودولوژی د کریډیټ شمېره: 3 د مضمون ډول: اساسی څېړنه د معلوماتو (شمېرو) د راټولولو او تحلیل پروسه ده، د دې موخه د حقایقو موندل یا د ستونزو ژوره درک دی. په بله وینا، د څېړنې میتودولوژي په یوه ټاکلي طریقه او د ثابتېدونکو حقایقو په کارولو سره یوه پوښتنه ځوابوي یا ستونزه حلوي. په پایله کې، د څېړنې نتایج د علمي اثر په توګه د تیزس، رسالې، علمي مقالې یا د علمي کنفرانس په بڼه چاپ یا ثبت کېږي. دا مضمون محصلین د علمي څېړنې له مفاهیمو، اصولو او اساسي مراحلو سره آشنا کوي، او د دې مضمون عمومي هدف د محصل د وړتیا لوړول دي، تر څو وکولی شي یو معتبر علمي څېړنه ډیزاین، ترسره او وړاندې کړي. |
|
د ابن خلدون عُمراني اندونه د کریډیټ شمېره: 3 د مضمون ډول: اساسی دا مضمون د ماسټرۍ پروگرام له مهمو اساسي مضمونونو څخه دی، څرنګه چې اسلام يو کامل او د انساني ژوند ټولو مادي او معنوي برخو ته شامل دین دی او د تاریخ په اوږدو کې مسلمان علماوو تل هڅه کړې ده؛ چې د انسان د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې د اسلامي اصولو او لارښوونو سره سم خپل افکار وړاندې کړي. ابن خلدون هم یو له سترو مسلمانو مفکرینو څخه دی چې هغه په خپله مقدمه کې د ټولنیزو، روزنيزو او عُمراني علومو اړوند مختلف نظریات وړاندې کړي دي. لکه: ټولنیز، تعليمي، تربيتي، اقتصادي، سياسي عُمراني او داسې نور، پر همدې اساس د ټولنيزو او روزنيزو علومو محصلانو لپاره اړینه ده چې ياد کتاب ولولي. |
|
جیودیزی انجنیری د کریډیټ شمېره: 3 د مضمون ډول: مسلکی مضمون جیودیزی انجنیری بهعنوان یکی از شاخههای تخصصی و تطبیقی علوم جیوماتیک، نقش بنیادی در طرحریزی، طراحی، تطبیق، و مدیریت پروژههای زیربنایی و عامالمنفعه ایفا میکند. این مضمون به مطالعهٔ اصول، روشها و کاربردهای عملی جیودیزی در مراحل مختلف سروی، طراحی، اعمار و مدیریت پروژههای ساختمانی میپردازد. هدف اصلی آن ارتقای درک محصلان از نقش کار های ساحوی جیودیزیکی در مدیریت و نظارت تخنیکی پروژهها و تجهیز آنان با مهارتهای لازم در کاربرد تکنالوجیهای مدرن نقشهبرداری است. |
|
تیوریکی جیودیزی د کریډیټ شمېره: 2 د مضمون ډول: مسلکی دا لومړی تخصصي کورس (مضمون) د لویو ځمکو په کچه د دقیقو اندازهګیرنو په برخه کې دی، چې پکې د ځمکې کرویت په پام کې نیول کېږي. دغه مضمون د انجنیري جیوماتیک د مسلکي او اساسي مضامینو له ډلې شمېرل کېږي او په لیسانس دوره کې په درې سمسترونو تدریس کېږي. په دې مضمون کې لاندې موضوعات زده کېږي او تحلیل کېږي: د عمودي خط انحراف، د اندازهګیرۍ میتودونه او د محاسبې لارې، د ریدکشن ستونزې، ارتفاعي سیستمونه، نیولمان ستورونومیکي–جیودیزیکي او ستورونومیکي–ګراویمتریکي سیستمونه، بېلابېل مختصاتي سیستمونه، او د جیودیزي اساسي ستونزې حل (مستقیمه او معکوسه مسئله). |
|
فوتوگرامتری انجنیری د کریډیټ شمېره: 2 د مضمون ډول: مسلکی د انجنیري جیوماتیک په رشته کې د اساسي مضامینو له ډلې دی او د نوې نقشهبردارۍ ټکنالوژیو او مکاني تحلیلونو پراخه ساحه رانغاړي. دغه علم د ځمکې د فزیکي او چاپېریالي عوارضو په اړه دقیق او باوري معلومات د ترلاسه کولو هنر او ټکنالوژي ده، چې د عکسونو او نورو تصویري معلوماتو د ثبت، اندازهګیرنې او تحلیل له لارې چې د برښنا مقناطیسي انرژۍ پر بنسټ وي، ترلاسه کېږي. فوتوګرامېټري په عمومي ډول د عکسونو او انځورونو په تحلیل ولاړه ده او د یو منځرشتهای علم په توګه د ریاضیاتو او فزیک پوهې څخه استفاده کوي. له بلې خوا، هنري اړخ یې په عکاسي او هوایي عکسبرداري کې دی، او تخنیکي او ټکنالوژیک اړخ یې د پرمختللو صنعتي او ډیجیټلي سیستمونو او وسایلو په کارولو د تصویري معلوماتو د راټولولو او پروسس کولو پر بنسټ دی. په دې مضمون کې، محصلین د هوایي عکسبرداري د پلان جوړونې، د پرواز د ارتفاع او مقیاس محاسبې، د انځورونو پوښښ، د پروژې مالي محاسبې او مهالویش، او همدارنګه د لرې سنجش اصول او کارونې، د برښنا مقناطیسي طیف او رنګ سیستمونو سره آشنا کېږي. همدارنګه، هغوی د مختلفو برخو لکه ځمکنې علومو، کرنې، د اوبو سرچینو او چاپېریال په اړه د تصویري معلوماتو تحلیل او تفسير وړتیا ترلاسه کوي. |
|
د جغرافیایی تحلیل تخنیکونه د کریډیټ شمېره: 3 د مضمون ډول: مسلکی دغه مضمون د دې لپاره ترتیب شوی چې محصلین د جغرافیایي اطلاعاتو سیستم (GIS) اساسي مفاهیمو او عملي کارونو سره آشنا کړي، په ځانګړې توګه د مکاني او جغرافیایي تحلیلونو په برخه کې. په دې مضمون کې، محصلین د جغرافیایي معلوماتو د جوړښت او ډولونو (ویکتوري او رستري)، د مختصاتي سیستم، توپولوژي، او د مکاني معلوماتو د تحلیل اصولو (لکه پوښښ، شبکوي او فاصلهای تحلیل) سره آشنا کېږي. همدارنګه، د څو معیاري پریکړې میتودونه لکه AHP او TOPSIS زده کوي او عملي مهارتونه په تولید، ایډیټ او تحلیل د جغرافیایي معلوماتو ترلاسه کوي. همدارنګه، محصلین زده کوي چې څنګه معلومات د نقشو او ډیجیټلي ماډلونو (DTM, DEM) په بڼه تحلیل کړي او په ښارني، هایدرو لوژیکي او مکاني پلان جوړونې چارو کې یې وکاروي. |
|
کدستر د کریډیټ شمېره: 2 د مضمون ډول: مسلکی دا مضمون د ماستري دورې محصلینو د کادستر له علمي او تخنیکي مفاهیمو، جوړښت او میتودونو سره د بلدتیا په موخه طرحه شوی دی. د دې مضمون اساسي هدف د ځمکې د مدیریت په برخه کې د هراړخیزې پوهې وړاندې کول، د مکاني معلوماتو راټولول او تحلیل، او د سروې او د املاکو د ثبت په چارو کې د معاصرو ټکنالوژیو کارونه دي. د کادستر مضمون د قوانینو، نظري مفاهیمو او عملي مهارتونو یوه ګډه مجموعه ده چې د جیودیزي، جغرافیایي معلوماتي سیستمونو (GIS)، لېرې سنجش او فوتوګرامتري برخې رانغاړي، او د معاصرو ځمکنۍ مدیریت سیستمونو د پراختیا او علمي څېړنو په برخه کې مهم رول لوبوي. |
|
ریاضیکی کارتوگرافی د کریډیټ شمېره: 2 د مضمون ډول: مسلکی کارتوګرافي د جیوماتیک د څانګې له اساسي او مهمو مضامینو څخه شمېرل کېږي، چې د نوې ټکنالوژۍ پراخه برخه په ځان کې رانغاړي. دا علم په عمومي ډول د نقشو د برابرولو او ترتیبولو پر بنسټ ولاړ دی. په بل عبارت، کارتوګرافي هغه علم، هنر او تخنیک دی چې د معلوماتو د راټولولو او پروسس له لارې د نقشو طرحه او ترتیب، د کارتوګرافیکو محصولاتو کارونه، د نقشو عمومي کول (جنرالیزېشن)، د نقشو ګرافیکي بڼه او رنګول، همدارنګه د نقشو چاپ او تکثیر تر پوښښ لاندې نیسي. ریاضیکي کارتوګرافي (Mathematical Cartography) د کارتوګرافۍ له بنسټیزو څانګو څخه ده، چې د نقشو د ریاضیکي اساساتو اړوند موضوعات په عمومي او هراړخیز ډول پکې تر مطالعې او څېړنې لاندې نیول کېږي. په دې برخه کې د ریاضیاتو، فوتوګرامتري او جغرافیایي معلوماتي سیستمونو (GIS) له علومو څخه پراخه استفاده کېږي. |
|
ستلایت جیودیزی د کریډیټ شمېره: 2 د مضمون ډول: مسلکی ستلایټ جیودیزي د جیوماتیک د علم له څانګو څخه ده چې د سپوږمکۍ مشاهداتو په کارولو سره د نقطو موقعیت اندازه کوي، ټاکي او تحلیلوي، او همدارنګه د ځمکې بڼه او ابعاد مطالعه کوي. دا کورس په داسې ډول طرحه شوی دی چې د ماستري دورې محصلین د موقعیت موندنې سپوږمکيو له لارې د جیودیزیکي اندازو له نوې میتودونو او د هغو له علمي او تخنیکي کاربردونو سره د جیودیزۍ په بېلابېلو برخو کې بلد کړي، او د نوې جیودیزیکي څېړنو په برخه کې بنسټیز رول ولوبوي. |
|
پروګرام لیکنه د کریډیټ شمېره: 2 د مضمون ډول: مسلکی پروګرامنویسي له بنسټیزو مضامینو څخه ده چې د پروګرامنویسۍ له اساسي مفاهیمو سره د بلدتیا لپاره طرحه شوې ده، او په دې مضمون کې د پروګرامنویسۍ د ژبو بنسټیز اصول هم تدریس کېږي. په دې مضمون کې د پروګرامنویسۍ ژبې او اړوندو وسایلو کارونه د جغرافیایي معلوماتو د مدیریت، تحلیل او ښودنې لپاره تر بحث لاندې نیول کېږي. دا پروګرامنویسي متخصصینو سره مرسته کوي، تر څو د وکتوري او رستري معلوماتو د پروسس اړوند ځانګړي کارونه په چټک او اتومات ډول ترسره کړي، د معلوماتو د تحلیل پېچلي ماډلونه طرحه کړي، او همدارنګه سفارشي GIS سیستمونه رامنځته کړي. |
|
ریموت سینسنګ د کریډیټ شمېره: 3 د مضمون ډول: مسلکی ریموت سینسنګ څخه د دې رشتې له مسلکي مضامینو څخه ګڼل کېږي، چې د جغرافیایي معلوماتي سیستمونو او ریموت سینسنګ د څانګي له خوا تدریس کېږي. ریموت سینسنګ څخه د جیوماتیک په څانګو کې د نوې ټکنالوژۍ پراخه برخه رانغاړي او هغه علم او ټکنالوژي ده چې د یوه شي، سیمې یا پدیدې په اړه د رقمي شمېرو او یا رقمي انځورونو د تحلیل له لارې، پرته له مستقیم فزیکي تماس څخه معلومات تر لاسه کوي. دا مضمون تیوریکي او عملي درسونه لري، چې محصلین به د ریموت سینسنګ څخه د تیوریکي اصولو او د سپوږمکۍ انځورونو د پروسس له زدهکړې وروسته، د اړوندو سافټویرونو په کارولو سره سپوږمکۍ انځورونه پروسس کړي، د تېروتنو تر سمون او مقدماتي تفسیر وروسته به د انځورونو د پروسس او وروسته پروسس میتودونه د مکاني معلوماتو د استخراج لپاره وکاروي، او د جغرافیایي معلوماتو د تر لاسه کولو په موخه به بېلابېل ډول نقشې چمتو کړي. |
|
د پروژه مدیریت د کریډیټ شمېره : 2 د مضمون ډول: مسلکی د پروژې مدیریت د ځانګړو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د سرچینو د پلان کولو، تنظیم کولو، اجرا کولو او کنټرول لپاره یو له اړینو وسیلو څخه دی. دا مضمون زده کونکي د مختلفو اقتصادي، ټولنیزو او زیربنایی سکتورونو کې د پروژې مدیریت مفکورو، اصولو، میتودونو او غوښتنلیکونو سره آشنا کوي. نن ورځ، د پروژې مدیریت نه یوازې په سروې، ساختماني او صنعتي پروژو کې، بلکې د ټیکنالوژۍ، کرنې، بانکدارۍ او ټولنیزو خدماتو په برخو کې هم مهم رول لوبوي. د تاریخي اثارو لکه د مصر اهرامونو او کجکي بند څخه تر افغانستان کې معاصرو پروژو پورې، دا ښودل شوې چې د هر لوی فعالیت بریالیتوب د وخت، لګښت او سرچینو اغیزمن مدیریت پورې اړه لري. دا مضمون زده کونکو ته د پروژې د ژوند دورې جامع پوهه چمتو کوي، د ډیزاین او پلان کولو مرحلې څخه تر ارزونې او تړلو پورې، ترڅو دوی وکولی شي په راتلونکي کې ملي او نړیوالې پروژې په علمي او مؤثره توګه رهبري کړي. |
|
جیومورفولوجی د کریډیټ شمېره: 2 د مضمون ډول: انتخابی جیومورفولوژي د جیولوژي یو له بنسټیزو څانګو څخه دی چې د معاصرو علومو پراخه لړۍ پکې شامله ده. د جیومورفولوژي کلمه یوناني ریښې لري او د ځمکې د سطحې د جوړښت یا جوړښت ساینس استازیتوب کوي . ډیری پوهان د سمندر د سطحې مطالعه د دې ساینس پر بنسټ ګڼي.پروفیسور ووسټر، د جیومورفولوژي (۱۹۳۹) مشهور لیکوال، دا ساینس په لاندې ډول تعریف کړی دی : جیومورفولوژي هغه ساینس دی چې د ځمکې د سطحې لوړوالی او کمښتونه (ریلیف) تشریح او تحلیل کوي . د دې تعریف له مخې، د ودانیو اصل ، د غرونو شکل، د ځمکې په سطحه دښتې، سمندري تختې، لوړې ځمکې او نور جوړښتونه د جیومورفولوژي تر سرلیک لاندې مطالعه کیدی شي .راحت د ځمکې په سطحه د ځانګړتیاوو یوه ټولګه ده چې یو ځانګړی جیولوژیکي جوړښت لري . د راحت ځانګړتیاوې مثبت (د ځمکې په سطحه لوړوالی) یا منفي (خپګان او خپګان ) کیدی شي.دا موضوع د دې پروګرام په نصاب کې د زده کونکو د علمي او عملي مهارتونو د لوړولو لپاره شامله شوې ده . پدې کورس کې به د مختلفو ځمکنیو بڼو اصل، د جیومورفولوژیکي اساسي میتودونه، د هوایی عکسونو تفسیر او جیومورفولوژیکي نقشې تدریس شي.د ځمکې د سطحې د تسکین د جوړښت، اصل، د پرمختګ تاریخ او معاصر متحرکاتو مطالعه ، یا په بل عبارت، زده کونکو ته د پیچلو جیولوژیکي مسلو او پروسو سره آشنا کول چې د ځمکې د تسکین بڼو په جوړولو کې رول لوبوي . |
|
چاپیریال ساتنه د کریډیټ شمېره : 2 د مضمون ډول : انتخابی دا کورس د چاپیریال یوه جامع کتنه وړاندې کوي او زده کونکو ته د چاپیریال انجینرۍ او د چاپیریال سره د انسان تعامل اساسي مفاهیمو سره معرفي کوي. دا کورس د ایکولوژي او ایکوسیستمونو، د هوا او اوبو کیفیت، د فاضله اوبو درملنه، د جامدو او خطرناکو موادو مدیریت، د ککړتیا کنټرول، د غږ ککړتیا، د چاپیریال اغیزې ارزونه، د نفوس وده، ښاري کول، د طبیعي سرچینو مدیریت، او د چاپیریال قوانین او پالیسۍ په څیر موضوعات پوښي. دا د ډله ایز توازن، د عکس العمل کینیټکس، د ریکټر ډیزاین او د اوبو، هوا، او د ضایعاتو مدیریت سیسټمونو، او د ککړتیا کنټرول ټیکنالوژۍ په څیر موضوعات هم پوښي. دا کورس زده کونکو ته د چاپیریال ستونزو په اړه ساینسي پوهه چمتو کوي او د چاپیریال د اغیزمن ساتنې او مدیریت لپاره دوامداره حلونه وړاندې کوي . |
|
د GPS کارونه د کریډیټ شمېره: 3 د مضمون ډول: انتخابی دا مضمون محصلان د نړيوال موقعيتيابۍ سيستم (GPS) له بنسټيزو اصولو، د کار کولو طريقو او عملي تطبيقاتو سره بلدوي. محصلان د GPS له جوړښت او اساسي اجزاوو، د مختصاتو او وخت سيستمونو، فضايي او کنترولي سگمنټونو، د موقعيتيابۍ له بېلابېلو ډولونو مطلق، تفاضلي، نسبي او PPK)) او اړوندو خطاوو له سرچينو سره آشنا کېږي. همدارنګه د GPS د ډيټا د پروسس طريقې، اړوند سافټويرونه او د GPS تطبيقات په توپوګرافي نقشهبردارۍ، GIS، او انجينري او هايډروتخنيکي پروژو کې تر بحث لاندې نيول کېږي. دا درس محصلانو ته هغه عملي او علمي مهارتونه برابروي چې د GPS څخه د انجينري، څېړنيزو پروژو او د ځمکې د مديريت په برخه کې په اغېزمنه توګه استفاده وکړي.. |
|
د ځمکی لاندی سروی د کریډیټ شمېره: 3 د مضمون ډول: انتخابی د ځمکې لاندې سروی د جیوماتیک علومو له بنسټیزو مضامینو څخه ګڼل کېږي. دا دوره محصلانو ته د هغو اصولو، میتودونو او ټکنالوژیو په اړه ژوره پوهه ورکوي چې د ځمکې لاندې نقشهبردارۍ کې ترې استفاده کېږي. په دې مضمون کې د محدودو فضاوو لپاره د اندازهګیرۍ او شبکې نقشهبردارۍ تخنیکونه او طریقې، د ځمکې لاندې کوردیناتي سیستمونه، د ډیټا راټولول، د ډیټا تجزیه او تحلیل، د خطاوو تحلیل، کوردیناتي سیستمونه، جیودیزیکي کنټرول شبکې، په تونلونو/کانونو/غارونو کې د بدلونونو او کږېدو څارنه، د تونلکيندنې پر مهال د مسیر کنټرول، لیزري سکن، او د ځمکې لاندې چاپېریال لپاره د درېبعدي ماډلسازۍ او نقشهبردارۍ تجهیزات تر پوښښ لاندې نیول کېږي. |
اړیکي (Contact)
پته: د جیودیزي انجینري څانګه، د جیوماتیک انجینرۍ پوهنځی، کابل پولیتخنیک پوهنتون
اړیکی شمیره : 0202526421
لومړی شمیره ضمیمه : د استادانو معلومات
نوم او تخلص: پوهنمل محمد یعقوب سلطانی
محترم محمد یعقوب سلطاني په ۱۳۶۹ لمریز کال کې د لوګر ولایت کې زېږېدلی او په ۱۳۸۷ کال کې د جهادي کلنګار عالي لېسې څخه فارغ شوی دی. نوموړی د کانکور د رقابتي ازموینې له لارې د کابل پولیتخنیک پوهنتون د جیولوجي او معادنو پوهنځي (اوسنی د جیوماتیک او کدستر پوهنځی) د جیودیزي انجینرۍ څانګي ته بریالی شوی دی.
هغه په ۱۳۹۳ لمریز کال کې خپلې لوړې زده کړې د جیودیزي انجینرۍ په څانګه کې د لیسانس په کچه او د لوړې درجې سره بشپړې کړې. محترم محمد یعقوب سلطاني په ۱۳۹۴ کال کې د جیوماتیک او کدستر پوهنځي د جیودیزي انجینرۍ څانګي د علمي کادر غړي په توګه د نامزد پوهیالي په بست کې مقرر شو او د نوماندۍ د دورې تر بریالي بشپړېدو وروسته د پوهیالي علمي رتبې ته ارتقا ورکړل شوه.
نوموړي په ۱۳۹۶ کال کې د دوست هېواد ترکیې د آزادو بورسونو سهمیه تر لاسه کړه او د څانګي د موافقې پر بنسټ ترکیې ته ولاړ. هغه د ترکي ژبې یو کلنه دوره او وروسته د ماستري لوړې زده کړې بشپړې کړې او په ۱۳۹۹ کال کې د ترکیې د سامسون ښار د اندوکوز مایس پوهنتون څخه د جیوماتیک انجینرۍ په رشته کې د ماسترۍ سند د لوړې درجې سره تر لاسه کړ او د خدمت د دوام لپاره هېواد ته راستون شو.
نوموړي د علمي ترفیع ټول شرایط او قانوني مراحل تر بشپړېدو وروسته له پوهیالي څخه د پوهنیار علمي رتبې ته ارتقا وکړه او په ۱۴۰۲ کال کې د ټولو شرایطو تر تکمیل وروسته د پوهنیار له رتبې څخه د پوهنمل علمي رتبې ته ترفیع وموندله. موصوف د ۱۴۰۳ لمریز کال د حمل له میاشتې راهیسې د جیودیزي انجینرۍ د څانګي د آمر په توګه دنده ترسره کوي او سربېره پر دې چې په اوو علمي کنفرانسونو کې یې ګډون کړی، د ملي او نړیوالو کچو اووه چاپ شوي علمي ـ تحقیقي اثار هم لري.
محترم محمد یعقوب سلطاني د استادۍ په دوران کې بېلابېل مضامین لکه د سروېنګ اساسات، AutoCAD، Civil 3D، د انجینرۍ مبادیات، GIS او کدستر تدریس کړي دي او دا مهال هم د جیودیزي انجینرۍ د څانګي د استاد او آمر په توګه په دنده بوخت دی.
څېړنیزې لارې یا د څېړنې ساحې
نقشه برداری، فوتوگرامتری او د اطلاعاتو جغرافیایی سیستم
علمی اثار (Publications)
علمی مقالات (Journal Publications)
- M. Y. Sultani and A. B. Azizi, “A Comparative Analysis of Turkey's and Iran's Land Management Systems and Technological Infrastructure,” Journal of Mechanical, Civil & Industrial Engineering, vol. 5, no. 1, 2024.
- M. Y. Sultani and A. Şişman, “Kadastro 2014 İlkelerine Göre Afganistan Kadastrosunun İncelenmesi,” Türkiye Arazi Yönetimi Dergisi, vol. 2, no. 2, pp. 41–47, 2020.
- Q. A. Aria, M. Y. Sultani, and L. A. Safari, “Assessing the impact of LULC changes on groundwater quality in Kabul City using geostatistical analysis and remote sensing (2017–2022),” Proc. Int. Water Conf. (IWC), Kabul, 2025.
- M. K. Sirat, S. J. Tamim, M. Y. Sultani, and M. A. Saraj, “Comparative Analysis of Vegetation Change Detection Using the Normalized Difference Vegetation Index and Support Vector Machine Algorithm Based on Landsat-8 Data: A Case Study of Bamyan City,” KPU International Journal of Engineering and Technology (KPU-IJET), 2025.
- ا. سراج، م. ی. سلطانی، «انتخاب درون برای نقشه برداری توپوگرافیکی نظر به اراضی»، مجله علم و تکنولوژی، پوهنتون پولیتخنیک کابل، 1401.
- م. ی. سلطانی، م. ا. سراج، و ق. ا. آریا، «بررسی استفاده از فوتوگرامتری بردکوتاه در تهیه پلانهای توپوگرافی»، مجله علم و تکنولوژی، پوهنتون پولیتخنیک کابل، 1401.
- م. ی. سلطانی، م. ا. سراج، «بررسی کار های کدستری برخی ممالک رو به انکشاف آسیایی و انتخاب میتود مناسب تطبیق برای شرایط افغانستان»، مجله علم و تکنولوژی، پوهنتون پولیتخنیک کابل، 1401.
مضمونونه (Courses)
د لېسانس دورې درسي مضامین (UG Courses)
- GE.EG.0214 Elementary Surveying1
- GE.EG.0314 Elementary Surveying2
- GE.EG.0837 Cadastre
اړیکي(Contact)
جیودیزی انجنیری څانګه، جیوماتیک انجنیری پوهنځی ، کابل پولی تخنیک پوهنتون ، افغانستان
ایمیل:mysultani@kpu.edu.af
د اړیکو شمیره:0765199288
نوم او تخلص: محمد انور سراج
پوهاند محمد انور سراج په ۱۳۴۱ هجري لمریز کال کې د کابل ولایت کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. نوموړي له ۱۳۴۷ څخه تر ۱۳۵۸ لمریز کال پورې د مکتب دوره بشپړه کړه. په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یې د روسي ژبې د چمتووالي دوره د آذربایجان په ښار کې پیل کړه او وروسته په ۱۳۵۹ لمریز کال کې د مسکو د معادنو پوهنتون ته شامل شو. نوموړي په ۱۳۶۴ لمریز کال کې په بریالیتوب سره د ماستري سند تر لاسه کړ او هېواد ته راستون شو.
له فراغت وروسته، نوموړي له ۱۳۶۴ څخه تر ۱۳۷۶ لمریز کال پورې د اوبو او برېښنا د انجنیري او مشورتي خدماتو په ریاست کې د عمومي انجنیري، سروی او تحقیقاتو د مدیر په توګه دنده ترسره کړه. په ۱۳۷۶ لمریز کال کې د پولیتخنیک پوهنتون د جیولوجي او معادنو پوهنځي (چې اوس د جیوماتیک انجنیري پوهنځی بلل کېږي) د جیودیزي انجنیري څانګه کې د نوماند پوهنیار په توګه مقرر شو. یو کال وروسته یې د نوماندۍ دوره پای ته ورسېده او د پوهنیار علمي رتبې ته ارتقا وموندله. همدارنګه، په ۱۷/۸/۱۳۸۴ لمریز کال د پوهنمل، په ۱۰/۱۰/۱۳۹۰ لمریز کال د پوهندوی، په ۱/۲/۱۳۹۴ لمریز کال د پوهنوالۍ او په ۱۳۹۷ لمریز کال د پوهاند علمي رتبې ته ورسېد.
نوموړي له ۱۳۷۶ لمریز کال څخه تر اوسه پورې د پولیتخنیک پوهنتون د جیودیزي انجنیري څانګه کې د استاد په توګه دنده ترسره کړې ده. همدارنګه، له ۱۳۹۵ څخه تر ۱۳۹۹ لمریز کال پورې د همدې څانګي د آمر او د جیوماتیک او کدستر پوهنځي د مرستیال په توګه یې وظیفه ترسره کړې ده. له ۱۳۹۹ لمریز کال راهیسې تر اوسه د جیوماتیک انجنیري پوهنځي د رئیس په توګه فعالیت کوي.
تر اوسه پورې یې د جیوماتیک په برخه کې پنځه درسي تألیفي کتابونه، چې پکې د جیودیزۍ اساسات (لومړی او دوهم)، فوتوګرامتري، د نیکان الکترونیک تکیومتر او د سوکیا تکیومتر شامل دي، لیکلي دي او له ۲۲ څخه زیات ملي او نړیوال علمي–تحقیقي مقالې یې چاپ کړې دي. نوموړي له ۱۳۹۵ څخه تر ۱۴۰۳ لمریز کال پورې د لوړو زدهکړو وزارت د کیفیت د تضمین د بورډ غړی پاتې شوی دی. همدارنګه، له ۱۳۹۷ لمریز کال راهیسې تر اوسه د نړیوالې جیودیزستانو د سازمان غړیتوب لري او د استانبول او ویتنام په نړیوالو کنفرانسونو کې یې ګډون کړی دی.
د څېړنې لارې یا د څېړنې ساحې
جیودیزی انجنیری، فوتوګرامتری او د جیودیزۍ اړوند څانګې
علمی اثار (Publications)
علمی مقالات (Journal Publications)
- Sirat,M. K. Tamim S. J., Sultani,M. Y. and Saraj,M. A. “Comparative Analysis of Vegetation Change Detection Using the Normalized Difference Vegetation Index and Support Vector Machine Algorithm Based on Landsat-8 Data: A Case Study of Bamyan City,” KPU International Journal of Engineering and Technology (KPU-IJET), 2025.
- Korkovelos ,A Mentis,. D. Bazilian,M. Howells,M. Saraj,A. Sulaiman,F. Supporting Electrification Policy in Fragile States: AConflict-Adjusted Geospatial Least Cost Approach for Afghanistan. MDPI. 2020.
- Ahmade,K. Sahak.S. Azizy.B. . Saraj. A.Sahak. T. Analyzing Flood Damage and Mapping Flood Hazard Zones Using AHP Model: A Case Study of Pol-e-Alam, Logar Province, Afghanistan, Australian Journal of Engineering and Innovative Technology. 2024.
- Sahak S. Kasele. F. Saraj.A. Sahak,T. Geospatial Assessment of Urban Sprawl: A Case Study of Herat City, Afghanistan. Journal of Spatial Science. 2024.
- Sahak.S. Kasele .A . F. Saraj.A. Evaluating the impact of urban sprawl on the urban ecological status using GIS and remote sensing from 2000 to 2021: a case study of Herat City, Afghanistan. Environmental Monitoring and Assessment.2024.
- فیروزی ر. سراج ،ا . سهاک. ش. ارزیابی آسیب پذیری شهر غزنی در برابر خطر سیلاب با استفاده از سیستم اطلاعات جغرافیایی و روش تحلیل سلسه مراتبی. مجله علم وتکنالوژی پوهنتون پولی تخنیک کابل. 2025.
- ا. سراج، م. ا. سلطانی، ی.«انتخاب درون برای نقشه برداری توپوگرافیکی نظر به اراضی»، مجله علم و تکنولوژی، پوهنتون پولیتخنیک کابل، 1401.
- سلطانی، م. ی. سراج، م. ا. آریا، و. ق. ا. «بررسی استفاده از فوتوگرامتری بردکوتاه در تهیه پلانهای توپوگرافی»، مجله علم و تکنولوژی، پوهنتون پولیتخنیک کابل، 1401.
- سلطانی، م. ی. سراج، م. ا. «بررسی کار های کدستری برخی ممالک رو به انکشاف آسیایی و انتخاب میتود مناسب تطبیق برای شرایط افغانستان»، مجله علم و تکنولوژی، پوهنتون پولیتخنیک کابل، 1401.
- سراج، م.ا.دریافت جهت یابی دوستول کنترولی عمودی معادن وستول اساسی تهویه شمال به اساس سمت کارشده . مطبع پوهنتون معادن ماسکو. 1985.
- غ. غرمان ، سراج، م.ا.خصوصیات امور جیودیزیکی هنگام سروی پایپ لین های عمومی وخطوط انتقال برق درشرایط افغانستان، مطبعه پوهنتون پولیتخنیک کابل، 1389.
- سراج، م.ا.تحلیل دیسپیرسیونی خطاهای اندازه گیری درشرایط افغانستان، مطبعه پوهنتون پولیتخنیک کابل، 1389.
- سراج، م.ا.چگونگی کاربرد سیستم موقعیت یابی جهانی ( G P S) وتوتا ل ستیشنن(Total Station ) درسروی پایپ لین های عمومی درشرایط افغانستان ، مطبعه پوهنتون پولیتخنیک کابل، 1389.
- سراج، م.ا.دافغانستان په ښاری سیموکی دهوایې عکسوپه مرسته د ملکیتو دقیق کوردینات څرګندول، مطبعه پوهنتون پولیتخنیک کابل، 1390.
- سراج، م.ا.د ناهموارو سیمودهوایی عکسونو اصلاح کول اودهغه څخه ګـټه اخیستل، مطبعه پوهنتون پولیتخنیک کابل، 1390.
- سراج، م.ا.دجوماتودمحرابو دقیق څرګندوالی، مطبعه پوهنتون پولیتخنیک کابل، 1390.
- سراج، م.ا.ناصر، ع. دریافت مسافت توسط GPS در شرایطی افغانستان، مطبعه پوهنتون پولیتخنیک کابل، 1390.
- سراج، م.ا.څرګند ، ش.دافقی مسافی پیدا کولوپرتله دنوی تکنالوجی په مرسته، مطبعه پوهنتون پولیتخنیک کابل، 1394.
- سراج، م.ا.څرګند ، ش. څرنګه یوه فوتو ته کولای شودقیق کوردینات ورکړو، مطبعه پوهنتون پولیتخنیک کابل، 1389.
- سراج، م.ا.څرګند ، ش. دتوتال ستیشن په مرسته ارتفاع پیداکول او دهغه اشتباه اصلاح کول، مطبعه پوهنتون پولیتخنیک کابل، 1393.
- سراج، م.ا.څرګند ، ش. سروی کدستری با استفاده از سیستم ماهواره ئی وتکنالوجی جدید، مطبعه پوهنتون پولیتخنیک کابل، 1394.
- سراج، م.ا.دتوتال ستیشن په مرسته دمقاطیعوکرښو کارکول او دهغه ارزونه، مطبعه پوهنتون پولیتخنیک کابل، 1396.
- سراج، م.ا.څرګند ، ش. دریافت ساحه آبگیر وحجم کاسه بند با استفاده از سیستم اطلاعات جغرافیایی، مطبعه پوهنتون پولیتخنیک کابل، 1396.
- سراج، م.ا.څرګند ، ش. بررسی تغییر شکل ساختمان های بلند منزل توسط تکنالوجی جدید، مطبعه پوهنتون پولیتخنیک کابل، 1396.
- سراج، م.ا.څرګند ، ش. نقشه های تصویری وکاربرد آن، مطبعه پوهنتون پولیتخنیک کابل، 1394.
- ا. سراج.ناصر، ع. استفاده از تکنالوجی معاصر در دریافت مساحت به طریقه تحلیلی در شرایط افغانستان، مطبعه پوهنتون پولیتخنیک کابل، 1396.
- سراج، م.ا.استفاده از فوتوگرامتری در بخش طب در شرایط افغانستان، مطبعه پوهنتون پولیتخنیک کابل، 1396.
- سراج، م.ا.کاربرد سیستم موقعیت یابی جهانی جی پی اس و توتال ستیشن در تاسیس اساسات پلانی و ارتفاعی ساختمان های خطی، مطبعه پوهنتون پولیتخنیک کابل، 1396.
- سراج، م.ا.بررسی استفاده از فوتوگرامتری برد کوتاه درتهیه پلان های توپوگارفی، مطبعه پوهنتون پولیتخنیک کابل، 1401.
- سراج، م.ا.انتخاب درؤن برای نقشه بردای توپوگرافیکی نطر به ارضی، مطبعه پوهنتون پولیتخنیک کابل، 1401.
- سراج، م.ا.بررسی کار های کدستری برخی ممالک روبه انکشاف آسیایی واتخاب میتود مناسب برای شرایط افغانستان، مطبعه پوهنتون پولیتخنیک کابل، 1401.
- سراج، م.ا.بررسی تخریبات تشخیص سیلاب ها با استفاده سیستم اطلاعات جغرافیایی ومیتود تحلیل سلسه مراتبی مطالعه موردی ولایت میدان وردک ولسوالی نرخ. ، مطبعه پوهنتون پولیتخنیک کابل، 1404.
تألیف شوي درسي کتابونه:
1. سراج ،م. ا. اساسات جیودیزی. مطبعه قرطبه 1392.
2. سراج ، م. ا. جیودیزی تطبیقی مطبعه قرطبه 1393.
3. سراج ، م. ا. تکیومتر الکترونیک Total Station Nikon مطبعه پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1396.
4. سراج ، م. ا. فوتوگرامتری مطبعه پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1398.
5. سراج ، م. ا. تکیومتر الکترونیک Sokkia Total Station مطبعه پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1402.
پروژي (Projects)
- د ښار جوړونې وزارت او د جیوماتیک او کدستر پوهنځي سره په ګډه د پروژې د قیمتګذارۍ پروژه
- د ښار جوړونې وزارت او د اراضي ریاست کارکوونکو لپاره د تدریس پروژه
- د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکو ته د تاریخي او باستاني آثارو په برخه کې د روزنې (تریننګ) پروګرام
- د هلمند پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي د کادري تدریسي تعمیر لپاره د سروی کارونو تطبیق
- د بدخشان پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي د کادري تدریسي تعمیر لپاره د سروی کارونو تطبیق
مضمونونه (Courses)
د لېسانس دورې درسي مضامین (UG Courses)
- GE.EG.0417, Auto Cad
- GE.EG.0517, Civil 3D
- GE.EG.0626, Fundamental of Photogrammetry
- GE.EG.0730, Photogrammetry
د مافوق لیسانس دورې درسي مضامین (PG Courses)
- M.ES.0103, Engineering Photogrammetry
- M.ES.0114, Research methodology
- M.ES.0319, Underground Surveying
اړیکه(Contact)
جیودیزی انجنیری څانګه، جیوماتیک انجنیری پوهنځی ، کابل پولی تخنیک پوهنتون ، افغانستان
ایمیل: anwarsaraj@gmail.com
د اړیکی شمیره : 0093700246409
عبدالبصیر عزیزی د عبدالستار زوی، په ۱۳۶۵ لمریز کال کې د فاریاب ولایت د میمنې ښار کې زېږېدلی دی. نوموړي خپلې ابتدايي او ثانوي زدهکړې د افغانکوت او ابو عبید جوزجاني په مکتبونو کې په لوړو نمرو سره بشپړې کړې دي. وروسته له دې چې د کانکور په ازموینه کې بریالی شو، د کابل پولیتخنیک پوهنتون د جیودیزي انجنیري څانګې ته شامل شو او په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د لیسانس له دورې فارغ شو.
نوموړی په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د علمي کادر ازموینې تر بریالي سپرولو وروسته، د جیودیزي انجنیري څانګي کې د نوماند پوهیالي په توګه شامل شو او د نوماندۍ د دورې تر بشپړېدو وروسته د پوهیالي علمي رتبې ته ارتقا وموندله. په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د ماستري لوړو زدهکړو لپاره د قزاقستان هېواد ته ولېږل شو او په ۱۳۹۶ لمریز کال کې یې د یاد هېواد د عالي انجنیري او سیول انجنیري له اکاډمۍ څخه د جیودیزۍ په څانګه کې د ماستري سند تر لاسه کړ، چې له مخې یې د پوهنیار علمي رتبې ته ورسېد.
نوموړي په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د «د افغانستان د ولسوالیو درجهبندي او د معاصرو ټکنالوژیو په کارولو سره د هغو نقشو تهیه» تر عنوان لاندې د علمي ـ تحقیقي رسالې په وړاندې کولو سره د پوهنمل علمي رتبې ته ارتقا وموندله. وروسته په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د تحصیلي بورس له لارې د روسیې فدراتیف جمهوریت ته ولاړ او په ۱۴۰۴ لمریز کال کې په بریالیتوب سره د دوکتورا له دورې فارغ شو.
نوموړي د دې مودې په ترڅ کې ګڼ شمېر علمي ـ تحقیقي مقالې په نړیوالو ژورنالونو کې خپرې کړې دي او په ملي او نړیوالو کنفرانسونو کې یې فعاله ونډه اخیستې ده. همدارنګه، د جیودیزۍ د اساساتو، جیودیزي انجنیري او عالي جیودیزۍ د مضامینو د تدریس تر څنګ، له شپږو کلونو څخه زیاته کاري تجربه د عمومي نقشېبردارۍ د آمر او تخنیکي سلاکار په توګه د ملي او نړیوالو بنسټونو له لوري د مهمو زیربنایي پروژو په تطبیق کې لري.
د څېړنې لارې یا د څېړنې ساحې:
د جیوماتیک علوم د ځمکې د مدیریت په تمرکز سره ، کاداستر
علمی اثار (Publications)
علمی مقالات (Journal Publications)
- ع. ب. عزیزی، «ایجاد دیتابیس و گویا سازی نقشههای توریستی افغانستان»، مجله علم و تکنالوژی پوهنتون پولیتخنیک کابل، ۱۳۹۶.
- ع. ب. عزیزی، «درجه بندی ولسوالیهای افغانستان و تهیه نقشههای آن با استفاده از تکنالوژی معاصر»، مجله علم و تکنالوژی پوهنتون پولیتخنیک کابل، ۱۳۹۹.
- Azizi et al., “Evaluation of Afghanistan’s cadastre based on the vision of Cadastre-2014 (FIG)”, Izvestiya VUZov: Geodesy and Aerophotography, 2024.
- Azizi et al., “Development of a methodology for assigning cadastral numbers to land plots in Afghanistan”, Geodesy and Cartography, 2025.
- Azizi et al., “Development of a systematic registration and digitization model for land plots in Afghanistan: case study Kabul city”, Monitoring. Science and Technology, 2025.
- Azizi et al., “Cadastre of Afghanistan: Problems and Prospects for Solutions”, Proceedings of the VII National Scientific-Practical Conference SGUGiT, 2024.
- Safari & Azizi, “Analysis and Evaluation of Geodetic Networks of Afghanistan”, Aktualnaya Nauka, 2023.
- Bankole & Azizi, “Long-Term Urbanization of the Republic of Benin: Case Study of Cotonou”, Geodesy and Cartography, 2024.
- Sultani & Azizi, “Comparative Analysis of Turkey’s and Iran’s Land Management Systems and Technological Infrastructure”, Journal of Mechanical, Civil and Industrial Engineering, 2024.
- Ahmadi & Azizi et al., “Flood Damage Analysis and Flood Hazard Mapping Using AHP Model: Case Study of Pol-e-Alam, Logar Province”, Australian Journal of Engineering and Innovative Technology, 2024.
نوم او تخلص: پوهنمل نجیب الله حسن زرمتی
پوهنمل نجیب الله حسن زرمتی د محمد حسن خان زوی په 1362 کال د پکتیا ولایت، زرمت ولسوالی د کوتیخیلو په کلی کی په یوی روشنفکره کورنی کی دی نړی ته سترګی پرانیستی او په 1384 کال کی خپل ټاټوبی د کلالگو لیسه په عالی درجی پای ته رسولی.
په 1385 کال کی د کانکور له لاری د پوهنتون په آزموینه کی ګډون وکړ او د بریا نمرو په اخیستلو یی وکړای شوه خپل تحصیلات د کابل پولیتخنیک پوهنتون د جیودیزی انجنیری حانگه کی پیل کړی او په کال 1389 کی د لسانس په درجه په کادر کی فارغ شو.
په 1391 هجری لمریز کال کی دپولی تخنیک پوهنتون د کادر شاملیدو دپاره یی خپل اسناد تیار کړل او په 1392 هـ. ش. کال د جیولوجی او معدنونو په پوهنځی (اوسنی جیوماتیک اودکدستر پوهنځی ) د جیودیزی انجینری په څانګي کی د نامزد پوهیالی په توګه مقرر شوو . چی تر یو کال وروسته د نامزدی دوره پای ته ورسیده او د پوهیالی د علمی کادر رتبی ته یی ارتقاء وکړه.
په کال 1393 کی د قزاقستان هیواد د الماتی شار ته ماستری ته ولار او په 1396 کی یی د ماستری سند په لاسته راولو سره هیواد ته راستون شو او ورسره یی د پوهنیار علمی رتبی ته ترفیع وکړه.
په کال 1400 کی یی د رسالی په لیکلو پوهنملی رتبی ته ترفیع وکره او په همدی کال کی د ازاد رقابت بورسیی په لاسته راورلو سره د روسیی هیواد د نووسیبیرسک شار ته د PhD لپاره ولاړ او اوس مهال هلته په لوړو زده کړو بوخت دی.
نوموری له کال 1391 څخه تر اوسه دپولی تخنیک پوهنتون د جیودیزی انجنیری څانګي د استاد په توګه دنده ترسره کوی. نوموړی مطبوع علمی او تحقیقی اثار لری چی تر دی وخته یی 8 علمی تحقیقاتی ملی او بین المللی آثار چاپ ته رسیدلی.
د څېړنې لارې یا د څېړنې ساحې:
تطبیقی جیودیزی او د جغرافیایی معلوماتو سیستم
مضمونونه (Courses)
د لېسانس دورې درسي مضامین (UG Courses)
- GE.EG.0837 Cadastre
- GE.EG.0627 Higher Geodesy 2
- GE.EG.0839 Gravimetry
د مافوق لیسانس دورې درسي مضامین (PG Courses)
- M.ES.0101 Engineering Geodesy
- M.ES.0102 Theoretical Geodesy
اړیکي(Contact)
جیودیزی انجنیری څانګه، جیوماتیک انجنیری پوهنځی ، کابل پولی تخنیک پوهنتون ، افغانستان
ایمیل و شماره تلفون: b.azizi@kpu.edu.af, +799051020
نوم او تخلص: نصیرالله بی ریاء
محترم نصیرالله بيریا په ۱۳۷۹ لمریز کال کې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ کې زېږېدلی دی او په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د غازي عالي لېسې څخه فارغ شوی دی. نوموړي د کانکور ازموینې له بریالي سپرولو وروسته د کابل پولیتخنیک پوهنتون د جیوماتیک او کدستر پوهنځي د جیودیزي انجنیري څانګي ته لار وموندله. هغه په ۱۴۰۱ لمریز کال کې خپلې لوړې زدهکړې د جیودیزي انجنیري په څانګي کې د لیسانس په کچه او په لوړه درجه پای ته ورسولې.
محترم نصیرالله بيریا په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د جیوماتیک انجنیري پوهنځي د جیودیزي انجنیري څانګي په علمي کادر کې د نوماند پوهنیار په توګه شامل شو. نوموړي د استادۍ په دوره کې بېلابېل مضامین، لکه د سرویینګ اساسات، عالي جیودیزي، سفیرویډي جیودیزي او د جیودیزیکي وسایلو پېژندنه تدریس کړې ده او دا مهال هم د جیودیزي انجنیري څانګي فعال استاد دی.
د څېړنې لارې یا د څېړنې ساحې:
علوم جیوماتیک، نقشه برداری، د دایمي فعال سټېشنونو په اړه څېړنه (CORS Station)، فوتوگرامتری او تطبیقی جیودیزی
د مافوق لیسانس دورې درسي مضامین (UG Courses)
- GE.EG.0527 Higher Geodesy 1
- GE.EG.0627 Higher Geodesy 2
- GE.EG.0729 Geodesy Spheroid
- GE.EG.0525 Survey instrument
اړیکه(Contact)
جیودیزی انجنیری څانګه، جیوماتیک انجنیری پوهنځی ، کابل پولی تخنیک پوهنتون ، افغانستان
ایمیل:شماره تلفون: 0793729986 nasirullah.beria@gmail.com
نوم او تخلص: احمد تمیم سهاک
محترم احمد تمیم سهاک په ۱۳۷۷ لمریز کال کې د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ کې زېږېدلی دی او په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د محمد اسماعیل حسنزي عالي لېسې څخه فارغ شوی دی. نوموړي د کانکور ازموینې له بریالي سپرولو وروسته د کابل پولیتخنیک پوهنتون د جیوماتیک او کدستر پوهنځي د جیودیزي انجنیري څانګي ته لار وموندله. هغه په ۱۳۹۹ لمریز کال کې خپلې لوړې زدهکړې د جیودیزي انجنیري په څانګي کې د لیسانس په لوړه درجه بشپړې کړې.
محترم احمد تمیم سهاک په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د جیوماتیک او کدستر پوهنځي د جیودیزي انجنیري څانګي په علمي کادر کې د نوماند پوهنیار په توګه شامل شو. نوموړي د استادۍ په دوره کې بېلابېل مضامین، لکه د سروینګ اساسات، Civil 3D، تطبیقي جیودیزي ۱، تطبیقي جیودیزي ۲، تطبیقي جیودیزي ۳، زیرزمینی سروی، رادیو جیودیزي او د جیودیزیکي وسایلو پېژندنه تدریس کړې دي او دا مهال هم د جیودیزي انجنیري څانګي فعال استاد دی.
د څېړنې لارې یا د څېړنې ساحې:
فوتوگرامتری ، تطبیقی جیودیزی ، نقشه برداری او (GIS)
علمی اثار (Publications)
علمی مقالات (Journal Publications)
- Sahak, Ahmad Shakib, Karsli,Fevzi Karsli, Ahmadi, Karimullah, Saraj, Mohammad Anwar Saraj, and Sahak , Ahmad Tamim. 2024b. “Geospatial Assessment of Urban Sprawl: A Case Study of Herat City, Afghanistan.” Australian Journal of Engineering and Innovative Technology 51–69. doi: 10.34104/ajeit.024.051069.
- Ahmadi, Karimullah, Ahmad Shakib Sahak, and Ahmad Tamim Sahak. 2023. “Evaluation of Urban Sprawl and Land Use/Cover Variation Patterns through Remote Sensing Data: A Case Study in Kabul City, Afghanistan.” European Journal of Environment and Earth Sciences 4(6):10–20. doi: 10.24018/ejgeo.2023.4.6.434.
- Ahmadi, Karimullah, Sahak, Ahmad Shakib, Azizi, Abdul Basir, Saraj, Mohammad Anwar, and Sahak ,Ahmad Tamim. 2024a. “Analyzing Flood Damage and Mapping Flood Hazard Zones Using AHP Model: A Case Study of Pol-e-Alam, Logar Province, Afghanistan.” Australian Journal of Engineering and Innovative Technology 37–50. doi: 10.34104/ajeit.024.037050.
پروژّي (Projects)
- د مچلغو بند برېښنا، تمویلونکی: د ملي انکشاف شرکت، د پروژې پیل: د ۱۳۹۸ کال پای تر ۱۴۰۰ کال پورې
- د قوش تپه کانال توپوګرافیکي سروی، تمویلونکی: د ملي انکشاف شرکت، د پیل نیټه: د ۱۳۹۹ کال جدی میاشت
تر ۱۴۰۰ کال حمل میاشت
- د زابل توري بند توپوګرافیکي سروی، تمویلونکی: د ملي انکشاف شرکت
- د خیرخواه الکترونیک کمپلکس ترمیم تطبیق، تمویلونکی: شخصي شرکت، د پیل نیټه: ۱۴۰۰ تر ۱۴۰۱ کال پورې
- د لسګونو کوڅو او سړکونو سروی، ډیزاین او تطبیق د مختلفو اوږدوالی پروژو، تمویلونکی: UNOPS
- د هلمند پوهنتون توپوګرافیکي سروی، تمویلونکی: د لوړو زدهکړو وزارت
- د بدخشان پوهنتون توپوګرافیکي سروی، تمویلونکی: د لوړو زدهکړو وزارت
مضمونونه (Courses)
د لېسانس دورې درسي مضامین (UG Courses)
- GE.EG.0522, Applied Geodesy 1
- GE.EG.0622, Applied Geodesy 2
- GE.EG.0722, Applied Geodesy 3
- GE.EG.0649, Radio Geodesy
اړیکه(Contact)
تلیفون و ایمیل: +93784568560 ، tamimsahak@kpu.edu.af