د کیمیاوی صنایع انجنیری پوهنځی:

د کيمياوی صنايعو انجنيری پوهنځی لنډه تاريخچه

د کيمیاوی صنايعو انجنيری پوهنځي د کابل پولی تخنيک پوهنتون په چوکاټ کې  هغه پوهنځي دی چې د کیمیاوی صنايعو په برخه کې يې ځوان انجنيران د هيواد د پرمختګ او آبادی لپاره روزلې دی.

د کيمیاوی تکنالوژی ديپارتمنت د 1350 لمريز ليږديز کال د وږی مياشت چې د 1971 ميلادی کال اګسټ مياشتی سره سمون خوری د جيولوژی او کانونو پوهنځي په چوکاټ کې بنسټ کيښودل شو. لمړی به د کيمیاوی تکنالوژی څانګې د تيرو کلنو په فعاليت رڼا واچوو.

د کيمیاوی تکنالوژی ديپارتمنت په 1351 لمريز ليږديز کال لمړی دوره 13 تنه زده کړيالان افغانی ټولنې ته وړاندی کړل. نوموړی ديپارتمنت د تيرو کلنو د فعاليت په بهير کې ځوان انجنيران د ليسانس او ماسټری په کچه په ورځی او شپی وختونو کې په بيلابيلو څانګو لکه عضوی موادو ټکنالوژی، غيرعضوی موادو ټکنالوژی، د شحمياتو(غوړو) د توليد ټکنالوژی، عضوی موادو د چاڼ ټکنالوژی، غلو دانو د تصفيی ټکنالوژی او د تخمری مواد تولید ټکنالوژی کې روزلی دي. د کيمياوی ټکنالوژی څانګی په 31 دورو کې 725 نفر فارغ کړی دی چې له هغې جملی 232 تنه د ماستری په کچه دی.

همدارنګه د کيمیاوی ټکنالوژی څانګه کې د څیړنيزو امکاناتو څخه په ګټی اخيستنی سره دوو نفرو د دوکتورا له تيزس څخه دفاع کړی ده. په 1350 لمريز ليږديز کال کيمياوی ټکنالوژی د کابل پولی تخنيک پوهنتون په چوکاټ کي تاسيس شو، څرنګه چې د هغه زياتره څانګې د جيولوژی او کانونو پوری آړه درلوده نو ځکه د پوهنځی نوم د جيولوژی او کانونو په نوم تبديل شو. اوس چې په هيواد کې د دولتی سکټور سره خوا کې خصوصی سکټور هم فعاليت کوی او همدا رنګه د کيمیاوی ټکنالوژی انجنيرانو ته د بازار غوښتنې د ځواب ويلو لپاره په 1388 ل ل کال د کیمیاوی ټکنالوژی ديپارتمنټ د کیمیاوی ټکنالوژی پوهنځي ته ارتقاء وکړه.

څرنګه چې صنايع او توليد د يوې ټولنې غوښتنه او آړتيا ده چې د يو هيواد د ملی اقتصاد په پرمختګ او پياوړتيا کې مهم رول لری، د دې لپاره چې د پوهنځی او د هغه له څانګو څخه بشپړه پيژندنه شتون ولری او همدارنګه نوموړی څانګه د نننۍ عصر سره مطابقت ولری د کیمیاوی ټکنالوژی پوهنځی علمی کادر غړو د پوهنځي نوم د کيمیاوی صنايعو انجنيري ته تغيير کړ چې دا نوم نږدی په ټوله نړۍ کې معمول دی.

 

د پوهنځی ماموریت

د کابل پولی تخنیک پوهنتون انجنیري څانګې د معیاري تعلیم لپاره زمینه برابروي، ترڅو د علمي څیړنو د ترسره کولو او د مسلکي خدماتو د وړاندې کولو له لارې د نوین ټکنالوژۍ پراساس د هېواد د کار بازار اړتیاوې پوره کړي.

تعلیمي اهداف:

  • د نړیوالو معیارونو سره سم د درسي نصاب پراختیا او پلي کول، چې مخکې تیار شوی او پر کاري پرمختګونو باندې تمرکز کوي.
  • د نورو پوهنتونونو سره د اړیکو د پراختیا او د معیاري تحصیلي فرصتونو او علمي څیړنو لپاره اسانتیاوې برابرول.
  • د پوهنځی د پیژندګلوۍ لپاره په ملي او سیمه ایز سطحه کار کول.
  • د محصلینو د اړتیاوو سره سم د علمي ډګر په مختلفو برخو کې د کیمیاوي صنعت انجنیري په کچه د پوهې لوړه کچې ته رسیدل.

تحقیقي اهداف:

  1. د پوهنځی مقام لوړول په ملي او سیمه ایزه کچه د معیاري تعلیمي پروګرامونو له لارې.
  2. د څانګو پراختیا.
  3. د وطن په مینه او اسلامي روحیې سره سم د محصلینو روزنه.
  4. د علمي ورکشاپونو او کنفرانسونو ترتیب.
  5. د پوهنځی او څانګو فزیکي جوړښت ته پرمختګ ورکول.
  6. د نوښت او خلاقیت روحیه لوړول.

تخنیکي او فني اهداف:

  1. د دولتي او خصوصي ادارو سره د همکاری پراختیا ورکول.
  2. د تدریسي، څیړنیزو او اداري اړتیاوو سره سم د تجهیزاتو بشپړول.

لابراتورونه:
د کیمیاوي صنایعو د انجنیرۍ پوهنځۍ په مختلفو برخو کې لابراتوارونو لري :

  • لابراتوار د انجنیری صنایع کیمیاوی نفت او ګاز
  • لابراتوار د انجنیری صنایع مواد غیر عضوي
  • لابراتوار د انجنیری مواد غذائی
  • لابراتوار کیمیاوي عمومي
  • لابراتوار انجنیری کیمیاوي
    د لابراتورونو لرونکی دی.

د دیپارتمنتونو په اړه
د کیمیاوي صنایعو د انجنیرۍ پوهنځۍ دری فارغ فارغ ورکوونکياو دوه عمومي دیپارتمنتونه لري.

د پوهنځی تعلیمي پروګرامونه

  • د لیسانس پروګرام
    د کیمیاوي صنایعو د نفت اوغازو انجنیرۍ  څانګه، د غیر عضوي موادو انجنیرۍ  څانګه ، او د غذایي موادو د انجنیرۍ څانګه په همدغه دریو برخو کې د لیسانس پروګرامونه لري.
  • د ماستري پروګرام
    فقط د کیمیاوي صنایعو د نفت اوغازو انجنیرۍ  څانګه د ماستري پروګرام لري، چې تر اوسه پورې یې دوه دورې فارغان جامعې ته وړاندې کړي دي.
    په دې باندې هم کار روان دی چې د دوکتورا پروګرام په پورته یاد شوې څانګه کې جوړ شي.

تعلیمي لګښتونه او فیس
د لیسانس پروګرام د دولت له لوري په وړیا ډول تدریس کیږي، خو د ماستري پروګرام د یو سمستر فیس ۲۵،۰۰۰ افغانۍ دی.

اداري کارمندان
د کیمیاوي صنایعو د انجنیرۍ  پوهنځۍ د اداري کارمندانو له جملې څخه د تدریسي مدیر (فیروز تابش)، اجرائیه مدیر (شفیق الله محمدی)، او د کتابخانې مدیر (محمد وسیم) لري.
د لابراتورونو انجنیران نومونه یې عبارت دي له:

  • فردین حبیبي، د کیمیاوي صنایعو د نفت اوغازو انجنیرۍ  څانګه انجنیر لابرانت.
  • لعل محمد فیضی، د کیمیاوي صنایعو غیر عضوي موادو د انجنیرۍ څانګې انجنیر لابرانت.
  • محمد وسیم حبیبي،د کیمیاوي انجنیرۍ څانګې انجنیر لابرانت.
  • محمد الله منیب، د عمومي کیمیا څانګې انجنیر لابرانت.
  • سمیع الله کریمی ، د غدایي موادو د انجنیرۍ څانګې انجنیرلابرانت.
    همداراز، د کیمیاوي صنایعو انجنیری پوهنځی پنځه تنه خدماتي کارمندان هم لري.

د محصلینو شمېر
د کیمیاوي صنایعو انجنیری پوهنځی له ۱۳۸۸ څخه تر ۱۴۰۳ پورې (۴۲) تن ماستران او (۷۰۰) تن لیسانس متخصص انجنیران فارغین لري. اوس مهال په دې پوهنځی کې (۵۰۰) محصلین په زده کړو بوخت دي.

د کيمياوی صنایعو انجنيري پوهنځي کې 5 ديپارتمنتونه فعاليت کوی چې د هغه له جملی 3 ديپارتمنتونه فارغونکې او دوه نور ډيپارټمنټونه عمومی دی، چې په لاندی توګه دي:

 

User account menu