د نفتو او غازو د کيمياوي صنايعو انجنيرۍ څانګه
د نفتو او غازو د کيمياوي صنايعو انجنيرۍ څانگه، د کيمياوي صنايعو انجنيرۍ پوهنځي يوه برخه ده. د کيمياوي صنايعو انجنيرۍ پوهنځي د کابل پولي تخنيک پوهنتون له هغو څانګو څخه دی، چې هر کال زيات شمير انجنیران ورڅخه فارغيږي.
د نفتو او غازو د کيمياوي صنایعو انجنیري، زموږ د ګران هيواد د ملي اقتصاد د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره د شمزۍ (ملاتیر) ارزښت لري. دغه څانګه د دې لپاره جوړه شوې ده، تر څو د هيواد د صنعتي کيدو او اقتصادي ودې لپاره د اړتیا وړ تخنیکي او مسلکي کادرونه وروزي. لکه څرنگه چې توليدات او صنايع د ټولنې مهمه اړتيا او غوښتنه ده، نو ځکه د نفتو او غازو د کيمياوي صنايعو د انجنيرۍ څانگې انجنیران او متخصصين د نفتو او غازو د کيمياوي صنايعو (د عضوي توکو) په توليداتو کې مهم او ټاکونکی رول لري.
د نفتو او غازو د کيمياوي صنايعو د انجنيرۍ زده کړيالان د کابل پولي تخنيک پوهنتون د نورو څانگو په څير داسې مضمونونه لولي، چې هغه په پوهنتون کې لوستل کيږي، سربيره پر دې له نړیوالو معیارونو او کریکولم سره سم اساسي او ځانګړي مضمونونه هم لولي. زموږ زده کړيالان د خپلې پوهې د لوړولو په موخه پراکتيک او عملې کار هم سرته رسوي. پراکتیک او عملي کار له پوهنتون څخه بهر، د کابل او ولایتونو د صنعتی فابريکو او لابراتوارونو په بيلابيلو برخو کې تر سره کيږي.
د نفتو او غازو د کيمياوي صنايعو د انجنيرۍ څانگه د علمی – تخنيکی کادرونو په روزلو کې خورا ډېر ارزښت لوبوی چې کولې شې د صنايعو او بيلابيلو توکو په توليد لکه: نفتي بیلابیل توکي(محصولات)، د نفتي کيمياوي توکو سنټيز، د پوليميرونو توليد (ربړونه، پلاستيکونه)، دارو درملو، عطرونو، د مينځلو بيلابيل پوډرونه او شامپوګانې، د خوراکي توکو توليد، د کيمياوي سنتیز او پروسو په پایله کې د بيلابيلو ارزښت لرونکو عضوي توکو تولید او داسی نور.
د کيمياوي صنايعو د انجنيرۍ (کيمياوي ټکنالوژي) څانگې بنسټ په (۱۳۵۰) کال کې ايښودل شوی چې په ۱۳۸۸ کې د کيمياوي ټکنالوژي څانګه په پوهنځي بدل شو. د نفتو او غازو د کيمیاوي صنایعو انجنیرۍ څانګې له ۱۳۸۸ څخه تر ۱۴۰۰ کاله پورې (۲۵۰) تنه انجنیران د کيمياوي صنایعو په برخه کې ټولنې ته وړاندې کړي دي.
ددې لپاره چې څانگه په بشپړه توګه وپيژندل شي او د وخت له غوښتنو سره هم سمون پیدا کړي، نو په ۱۳۹۸ کې پرېکړه وشوه، تر څو د عضوي موادو د ټکنالوژۍ څانګې نوم د نفتو او غازو د کيمیاوي صنایعو انجنیرۍ ته واوړل شې.
د نفتو او غازو د کيمياوي صنايعو د انجنيرۍ څانگه کې د نويو او موثرو طريقو څخه په ګټي اخيستنې سره د لکچرونو آرايه، عملی درسونه، لابراتواری کارونه، د استادانوو او زده کړيالان علمی سمينارونه او کنفرانسونه، صنفی کارونه، صنفی پروژی او همداراز د علمی او توليدی تطبيقاتو سرته رسول پر مخ ځي.
د کيمياوي صنايعو د انجنيرۍ څانگه کې د بنسټ ايښودنې په لمړيو وختونو کې افغانې او بهرنيو استادانو د تدريس چاری پرمخ وړلی چې څه موده وروسته يې د ماسترۍ په کچه کادرونه ټولنې ته وړاندي کړل چې هغه مهال يې د تدریس چاری د پخوانی شوروی اتحاد د پروفیسورانو په مرسته او ملاتړ پر مخ تلل.
د کیمیاوی صنايعو انجنيری پوهنځی د نفتو او ګازو د کيمیاوی صنايعو انجنيری څانګه کې د ماسټری پروګرام په 1400 ل ل کال کې يو ځل بيا پيل شو چې اوس مهال د نفتو او غازو کیمياوی صنايعو انجنيري په بيلابيلو برخو لکه د نفتـــو او غــــــازو د چــــاڼ (تصفيې) (Petroleum Refining)، نفتی – کیمياوی سنټيز (Synthesis) ، د نفتی او ګازی محصولاتو په ساتنه، د نفتی او ګازی محصولاتو په انتقال (Pipelines) او نورو بيلابيلو عضوی موادو د توليد (Organic Substances) په برخه کې ټولنې ته د تکړه انجنيرانو او متخصصينو په روزلو او تربيه کولو کې فعاليت لری. چې د تدريس چاري يې د پروفيسورانو او پوهاندانو له خوا په تيورتيکی او عملي ډول پر مخ ځې.
په دې وروستيو کې د څانګې تحصيلی نصاب د نړۍ د معتبرو پوهنتونونو او د افغانستان د سټنډرډ ملی اداری (انسا) سره د مشورو په ترڅ کې ترتیب او د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د تاييد وروسته تطبيق شو.
د نفتو او غازو د کيمياوي صنايعو د انجنيرۍ څانگې درسي موضوعات د عمومي او بنسټيزو مضمونونو سربيره ځانګړي مضمونونه هم لري، لکه: د نفتو او غازو د چاڼولو صنايع، نفتي کيمياوي سنتيز، د چاپيريال ساتنې انجنيري، چاپيريال ساتنه، د نفتي توکو د څرنګوالي (کيفيت) کنټرول (کيماتولوژي)، په عضوی کيميا کې فزيکی ميتودونه، ستندردایزیشن، د نفتي توکو د ضايعاتو مخنيوی، د نفتی توکو د چاڼولو په پروسو کې محاسبات، د پوليميرجوړونې صنايع، د نفتو کيميا او د ماسټرۍ په پروگرام کې يې د رنگونو توليد، د کيمياوي انجنيري سافټ ويرونه، د غازو ليږدونه او د پايپلاين طرحه ( نقشه) کونه، ترموډيناميکي آناليز، کيمیاوي عمليات او پروسې، د عضوي توکو د کيمياوي تعاملاتو ميکانيزم، رهبري شوي اتوماتيک سيستمونه، له غيرفوسيلي موادو څخه د سون توکو د توليد ټکنالوژي، د فعالو سطحي موادو تکنالوژي، د کيمیاوي موادو شننه او آناليز، د څيړنو ميتود، لابراتواري تجهيزات، د کيمیاوي صنايعو د دستگاوو طرحه کونه، د کيمياوي عملياتو کټلیسټ او کنيټيک او داسې نور ۤپه نوموړی څانګه کې تدریس کيږی.
د نفتو او غازو د کيمياوي صنايعو د انجنيرۍ څانگې له هيلو څخه يو هم د هيواد د ځوان نسل چې له هر قوم او مليت څخه وي، د ذکاوت او استعداد په بنسټ او له هر ډول تبعيض پرته د يو واحد چتر لاندی د انجنيري علومو لاسته راوړل او د زده کړيالانو د فراغت وروسته په مسئولانه ډول د جګړه ځپلې هيواد په بيارغونه او توليدې برخو کې صادقانه فعاليت دي.
اوس مهال د نفتو او غازو د کيمياوي صنايعو د انجنيرۍ څانګه کې لاندی علمی کادر غړی علمی او د تدریس چاری پر مخ وړي:
- پوهاند دوکتور اسرارالدين گلزاد
- پوهنوال دوکتور محمداکبر حسنی
- پوهنمل دیپلوم انجنیر نفیسه روکی
- پوهنیار ايمل فهیم
- پوهنیار محمد شريف ستانکزی
- پوهنیار محمديما سعادت
- انجنیر فردین حبیبی – انجنير لابرانت
د نفتو او غازو د کيمياوي صنايعو د انجنيرۍ څانګې د ماسټرۍ برنامه کې لاندی علمی کادر غړی علمی او د تدریس چاری پر مخ وړي:
- پوهاند دوکتور اسرارالدين گلزاد
- پوهاند محمديوسف جويان
- پوهاند طاهره نبی
- پوهنوال دوکتور محمداکبر حسنی
- پوهنوال دوکتور امان الله فقیری
- پوهنوال ديپلوم انجنير شيرآقا نیازی
- پوهنوال امرالله اوڅار
له دې څانگې څخه فارغ التحصیل شوي انجنیران په بيلابيلو برخو کې کار او فعالیت کوي، لکه: د نفتو او غازو د چاڼولو(تصفیې) په دولتی او خصوصي فابريکو، د نفتو او غازاتو د سنتيز توکو په فابريکو، د نفتي توکو د څرنګوالي (کيفيت) د ټاکلو په منظور د نورم او سټنډرډ په لابراتوارونو، د نفتی توکو او مایع ګاز په رياستونو، د غازو په ليږدونه او د پايپلاين طرحه ( نقشه) کونه، د پلاستيک جوړونې په فابريکو، د صابون جوړولو، طبيعی او مصنوعی نساجۍ او رنگ جوړولو په فابريکو، درمل جوړولو فابريکو، د مصنوعی مینځلو موادو توليد فابريکو، د آرايشې توکو او عطرونو توليد فابريکو، حشره وژونکو توکو توليد صنايعو، شحمی توکو توليد صنايعو، د کانونو او پټروليم وزارت، د سوداګرې او صنايعو وزارت، د ټولگټو په وزارت، د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت، د روغتیا وزارت، د سروی او جيولوژی رياست او د هيواد په بيلابیلو بندرونو او داسې نورو ځايونو کې کار او خدمت سرته رسولايې شې.
د نفتو او غازو د کيمياوي صنايعو د انجنيرۍ څانگه دا وړتيا لري د پورته یادو برخو لپاره انجنيران وروزي او د خدمت په موخه يې ټولنې ته وړاندې کړي. له دې څانگې څخه فارغ شوي انجنیران په ټولو کارې برخو کې په ښه توگه ځليدلي دي.
ليد لوری (Vision):
د نفتو او غازو د کيمياوي صنايعو څانگه، د انجنيرۍ د لوړو زده کړو د يوه مسؤل ارگان په توگه، د هيواد د صنعتي کيدو لپاره د مسلکي کادرونو په روزلو، د نفتو او غازو د چاڼولو او پروسيس په برخو کې ټاکونکی رول لوبوي. د مسلکي کادرونو په روزلو کې دې ته ډېره پاملرنه کيږي، چې نه یوازې له کمي او کیفي پلوه د افغانستان اړتياوو ته ځواب وايي، بلکې د دې جوګه هم واوسي، چې له اکاډميکو معيارونو سره سم د سيمې او نړۍ له پوهنتونو سره سيالي وکړی.
رسالت (Mission):
ټولو هغو هيوادوالو ته د ښو خدمتونو وړاندې کول، چې د لوړو زده کړو چانسونه ولري. سربيره پر دې، د ښه او لوړ کيفيت لرونکي تدريس وړاندې کول، د صنعت د پرمختگ لپاره د کيمياوی صنايعو د ملې پروژو څيړنه او لارښودنه کول، د داسې مسلکي کادرونو روزل چې نه یوازې د هيواد د پرمختگ او ودې غوښتنې بلکې آن د سيمې او نړۍ په کچه ټولې مسلکي او تخصصي غوښتونې پوره کړي.
موخه (Goal):
په پرلپسې توګه د څانګې د ټولو کاري برخو معياري کونه او عصري کونه، د کيمیاوي صنایعو د انجنیرۍ د علم، د وروستیو لاسته راوړنو په رڼا کې د علمي کادرونو روزنه، د هيواد، فابریکو او د کار د بازار له اړتیاوو سره سم د داسې پوهو او ازمویل شوو انجنیرانو روزنه، چې له ملي او نړیوالو معیارونو سره برابر وي.
د څانګې بنسټيزې موخې په لاندي توګه دي:
- په تحصيلې کيفيت جدی تمرکز؛
- د کيفيت د لوړوالې لپاره د اکاډميکو برنامو تطبيق؛
- د علمي کادرونو د لوړو زده کړو د بشپړولو او د هغوی د استادانو د ظرفيت د لوړولو لپاره لارهوارول( زمینه برابرول)؛
- د شته شونتیاوو په پام کې نیولو سره، د پوهنتونونو د مالي استقلال د مقررې پر بنسټ د خدمتونو وړاندی کول؛
- د ټولنې په پرمختګ کې ونډه اخیستل، له ټولنې سره د اړيکو جوړول او د ټولنې د ستونزو حل؛
- د کريکولمونو له تطبيق څخه څارنه او د هغوی له سره کتنې؛
- د څانګې د علمي کادرونو د علمي او مسلکي ظرفیتونو لوړول؛
- د هيواد دننه او له هيواده بهر د ماسترۍ او دوکتورا زده کړو ته د علمي کادرونو ورپيژندل؛
- له بيلابيلو بهرنيو تحصيلي بنسټونو سره د اکاډميکو اړيکو پراختيا؛
- د پوهنیزو څیړنو لپاره د آسانتیاوو رامنځته کول؛
- د لابراتوارونو جوړونه؛
- د څانګې د پرمختګ لپاره د کورنیو او بهرنيو مادي او معنوي مرستو جلب او جذب؛
- د تحصيل د کيفيت ښه والې او لوړول؛
- پر چاپي خپرونو کار کول او د علمي کادرونو د پوهنیز ظرفيت لوړول؛
- له نورو پوهنتونونو سره د محصلینو د ګډولو پروګرام (توأمیت) رامنځته کول، مهمه نه ده که دا د هيواد په دننه کې وي او یا بهرني پوهنتونونه وي.