لرلید، ماموریت او موخې

لرلید:

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د هېواد او سیمې د تل پاتې پرمختګ لپاره د انجنیرانو د روزنې په موخه په پرله پسي توګه هڅې کوي، ترڅو د یو څېړنیز پوهنتون په توګه د نړیوالو پوهنتونونو په لړ کې ځاي ومومي، او د پوهنتون اړوند چارو کې بشپړې خپلواکۍ ته ورسیږي.

مأموریت:

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معیاري انجنیري لوړو زده کړو ترڅنګ د علمي څېړنو ترسره کېدل او د نوې ټکنالوژۍ په بنسټ د هېواد د کاري بازار بنسټیزو اړتیاوو پوره کولو په موخه مسلکي خدمتونه وړاندي کوي.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون ستراتیژیکې موخې:

  • په ملي کچه د انجنیري او تخنیکي علومو په برخه کې د یوازینی مخکښ پوهنتون په توګه خپل ځای تثبیتول؛ٔ
  • د کابل پولي تخنیک پوهنتون په یو ملي څېړنیز پوهنتون بدلول؛
  • د کابل پولي تخنیک پوهنتون د سیمې د معتبرو پوهنتونونو په لړکې شاملول؛
  • د کابل پولي تخنیک پوهنتون ځای د نړیوالو پوهنتونونو په درجه بندې کې لوړل؛
  • د علمي - مسلکي خدمتونو په وړاندې کولو سره د پولي تخنیک پوهنتون بدلول په یوعاید لرونکي پوهنتون؛
  • د هیواد د تل پاتی پرمختګ په موخه د ملي اوسیمه ایزو کنفرانسونو جوړول؛
  • د ښې او الکترونیکي حکومتولۍ رامنځ ته کول؛
  • د دوه دوکتورا او پنځو ماسترۍ برنامو جوړول.