د فزیک څانګه

د فزیک څانګه د تدریسي تعمیر په ۲۱۳ خونه کې موقعیت لري او په ۱۳۴۷ هـ ش کال کې د کابل پولی تخنیک پوهنتون کې د کار په پیلولو سره سم په کار پيل کړ.نوموړې څانګه د تأسیس له پیل څخه تراوسه په نظري او عملي توګه د انجنیري فزیک (میخانیک فزیک، برق او مقناطیس ، حرارت او ترمو دینامیک، نور او مدرن فزیک) تدریس د یاد پوهنتون په ټولو پوهنځیو کې پر غاړه لري.

لړلید

د فزیک څانګه د یوه علمي بنسټ په توګه هڅه کوي چې د باکیفیته او څېړنیز تدریس په واسطه د انجنیري په بیلابیلو څانګو کې متخصص علمي کدرونه روزلی دی. همداراز د ټولنې د تخنیکي او علمي زیربناوو د پرمختګ او د کار بازار د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کوښښ کوي.

ماموریت

د فزیک څانګه د علمي متخصصو کدرونو څخه په استفادې او د علمي او اخلاقي اصولو په ساتلو سره، محصل محوری تدریس له نویو طریقو او نوې تکنالوژۍ په نظر کې نیولوسره د تدریس او څېړنې په برخه کې د ټولنې د پرمختګ لپاره علمي او مسلکي کدرونه روزي.

موخې

دفزیک څانګه لړلید ته د رسیدو لپاره د لاندنیو موخو ماموریت ترسره کوي.

  1. دڅانګې د کاری برخو معیاری کول او او دهغوی عصری کول.
  2. د څانګې په کیفیت او پراختیا دوامداره کار کول.
  3. د هستې او اتوم په برخه کې د محصلینو د پوهې د لوړوالی او له اتومی انرژي څخه دسوله یزې استفادې په موخه د نوي فزیک د لابراتوار تأسیسول.
  4. د نړیوالو معیارونواو دکار دبازار د اړتیاوو سره سم دعلمي کدرونو د روزنې هڅه کول.
  5. د تدریس اوڅېړنې د اصولو د معیاری کولو لپاره هڅه کول.

اهداف او فعالیتونه

پورتنیو اهدافو ته د رسېدو په خاطر ، دغه څانګه لاندې مقصدونه تعقیبوي.

  1. د عملي کدر د غړو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړوالی.
  2. د ماستری او دکتورا په کچو د تحصیل لپاره او همدارنګه د لنډ مهاله بورسیو لپاره د علمی کادر غړو معرفی کول.
  3. دتدریس د نوې تکنالوژي مطابق دڅانګې د درسي خونو مجهز کول.
  4. د څانګې د لابراتواري تجهیزاتو اکمال او تکمیلول.

اوس مهال د فزیک څانګې د(۱) شکل مطابق د استادي نهه(۹) بسته (دوه پوهنوال، یو پوهندوی، يو پوهنمل، یو پوهنیار او دری نامزد پوهنیار) د لابرانت یو بست اود خدماتی کارګر یو بست لري. سربیره پر دی د فزیک څانګه په خپل تشکیل کې د تکنیسن یو بست ته اړتیا لري.

Photo

۱ شکل. د فزیک څانګې د برحال غړو د علمی رتبی، تحصیلی سویی، او تحقیقاتی څیړنیزې ساحې تشکیلاتی چارت.

د څانګې تاریخچه

دکابل پولي تخنیک پوهنتون د درسو د پیل په لومړیو کې د فزیک په څانګه کې یو استاد د دکتور عبدالعظیم ضیایي په نامه دپوهاند په علمي رتبه،او یو استاد د دکتور غلام صدیق محبي په نامه دپوهنوال په علمی رتبه د بهرنیو استادانو سره یوځای په تدریس پیل وکړ.

سربیره پردی انجنیر محمد الدین ، انجنیر بسم الله نزهت او انجنیر ګلداد خان د اسیستانتانو په توګه په کار پیل وکړ. په ورپسې کلو کې دیپلوم انجنیر لطیفه اعتمادي او دکتور محمد انور سلطان د وخت د شوروي اتحاد څخه د تحصیلی دورې له پای ته رسېدو وروسته په یاده څانګه کې د اسیستانتانو په توګه مقرر شول.لږ وخت وروسته انجنیر محمد اسمعیل دانش په دغه څانګه کې کار پیل کړ. د ۱۳۴۹ هـ ش د زمری د میاشتې په وروستیو کې پوهنیار نثار احمد نثار او د ۱۳۴۹ هـ ش د سنبلې په لسمه پوهنیار محمد انور شمس د تحصیل له بریالي فراغت نه وروسته په دغه څانګه کې د اسیستانتانو په توګه مقرر شول. په ۱۳۵۱ هـ ش کال کې دکتور محمد رسول عمر، دکتور غلام رسول رسولی دتحصیل له پای ته رسولو ورسته او ورپسې پوهندوی دکتور فقیر محمد یعقوبی او انجنیر محمد قاسم جمدر دکابل پولی تخنیک پوهنتون کې مقرر شول. دپورتنیو اشخاصو علاوه پوهنیار عبدالرحیم رحیمي، پوهنیار شاه زلمی صلح دوست، پوهنیار رحیم جان، پوهنیار جمعه خان، پوهنیار عبدالجمیل سلیم، پوهندوی دکتور سیدعبدالستار خلوتی، پوهنمل رقیه انصار، او پوهنیار مسعود هم په یاد ديپارتمنت کې د استادپه حیث دنده ترسره کړې ده. یو وخت د فزیک په څانګه کې شپږ پوهاندان او شپږ دکتوران په تدریس باندې بوخت وو.

د ديپارتمنت فعالیتونه

دغه څانګه د علمي کادرو له پلوه د کابل پولي تخنیک پوهنتون یو له پیاوړو څانګو څخه ده. او دعلمي کارونو په برخه کې هم د لوړ مقام لرونکی ده.په دغه څانګه کې برسیره درسی کتابونو، ممدو دری کتابونو او لابراتواری کتابونو ترسلو زیاتی علمی مقالې او رسالې په ملی مجلو او نړیوالو ژورنالونو کې چاپ او خپرې شوي دي د د څانګې د برحال استادانو ملي او نړیوالې چاپ شوې مقالی په ۱ جدول کې ښودل شوي وي.د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کتابتون الماری د ديپارتمنت د اعضاوو په چاپ شوو کتابونو ښایسته شوی دی.وروستی تالیفی او ژباړل شوي کتابونه په ۲ شکل کې لست شوي دي.

۱ جدول. د دیپارتمنت د برحال استادانو دملي اونړیوالو مجلو لست.

Photo

د یادونې وړ ده چې پوهیالی احمد مصطفی عطایي د ماستری دورې د تحصیل د بشپړیدو څخه وروسته هیواد ته د نه راګرځېدو له امله او پوهنیار معصومه زکي د ددوامداره غیابت له امله د فزیک څانګې څخه منفک شوي دي.

په عمومي توګه فزیک په دوه برخو نظری او عملي ویشل کېږي. نظري فزیک په طبیعت باندې د حاکمو فزیکی قوانینو څخه په ګټه اخیستنې سره د پدیدو په شواهدو کې او دریاضي علومو څخه په استفادې د مسایلو په حل کې زموږ سره مرسته کوي.عملی فزیک د تجربو په څېړلو اواجراکولو سره خپل رول لوبولی دی.

محصلین ددغه مضمون په زده کولو سره دتخصصي صنایعو او تخنیکي برخو پورې اړوند ستونزو د اړتیاوو د رفع کولو په موخه کولای شي تیوریکي او عملي وړتیاوې ترلاسه کړی. له بده مرغه د ویجاړوونکو جنګونو په بهیر کې د فزیک دڅانګې شته مواد تالا شول او سمبال لابراتوارونه له منځه لاړل او د ډیر وخت لپاره درسونه له لابراتوار نه پرته پر مخ وړل کېدل.له نیکه مرغه په ورستیو کلوکې دفزیک څانګې لابراتوارونه یو ځل بیا سمبال او دڅانګې د غړوپه مرسته د ۳ شکل مطابق فعال شو.

Photo

۲ شکلـ د فزیک څانګې د علمی کادرو غړو په واسطه د تالیف شوو او ژباړل شوو کتابونو لست.

Photo

۳ شکل. دفزیک څانګې موجود او فعال لابراتورونه