د نظری او تطــــــبیقی میخانیک څانګه:

د انجنیري علومو یو له عمومي څانګو څخه ده چې په کال ۱۳۴۷هـ ش د انجنیری پوهنځی په چوکاټ کی جوړه او په کار یی پیل وکړ. په کال ۱۳۶۰هـ ش کی د الکترو مېخانیک د پوهنځي په منځ ته راتګ سره نوموړې څانګه د الکترومېخانیک نوم لړ ته شامله شوه.  د نوموړې پوهنځۍ د منځ ته راتګ اصلي موخه په مختلفو څانګو کې د محصلینو د پوهې د کچې د لوړاوي لپاره اساسي تخنیکي مضمونونه تقویه او لوړول چې عبارت دي له: نظري مېخانیک لکه ستاتیک، دینامیک او اهتزازات، د موادو مقاومت، ساختماني میخانیک، تطبیقي میخانیک، تخنیکي میخانیک، د ماشین توکی یا پورزې او د ماشین د میخانیزم تیوري چي کره کریکولیمونو کې لاندې څانګو ته تدریسیږي:

۱ د برق تامــــــــــــین څانګه PS

۲ اتومـــــــیخانیک څانګه AME

۳ تعـــــــــــــمیراتي څانګه CIC 

۴ مهـــــــــــــــندسی څانګه AR 

۵ د ساختمان اداري څانګهCM 

۶ د هایدرو تخـــــــــــــــــــــنیکی ساختمانونو څانګهHS 

۷ د اوبو رسونې څانګه او چاپېیریال ساتنې انجنیريWS 

۸ د عضـــــــــــوي موادو څانګهTOS 

۹ د غیرې عضوي موادو څانګهTNS 

۱۰ د غـــــــــــــذایي موادو څانګهFT 

۱۱ د اوسپنیزه پټلۍ د انجـــــــــــــــــــینیرۍ څانګهRE 

۱۲ د معدنونو د کــــــــشف څانګهTE 

۱۳ د جیولوجي د هایــــــــــــــــــدرولیک څانګهGEEM 

۱۴ د  مخ خلاصومعادنو د ایســـــــــــــــتلو څانګهEGH 

۱۵ د مخ پټو معادنو د ایســـــــــــــــــــــتلو څانګهOME 

۱۶ د ترانسپورت د ساختمانونو د انجنیرۍ څانګهUME 

۱۷ د ګازو او نفــــــــــتو څانګهOG 

تدریس کیږي. د هغه مضمونونو لست چې د میخانیک نظري او تطبیقي څانګه یې په غاړه لري عبارت دي له عمومي تخنیکي مضمونونو څخه چې ذکر شوو رشتو لپاره لومړیتوب لري او پرته د نوموړو مضمونو له پوهیدو ستونزمنه ده چې ځوان انجنیران  په نوموړو څانګو کې تربیه او جامعې ته ډالۍ شي.

ښکاره ده چې نوموړې څانګه یوه فارغوونکې څانګه نه ده بلکې د لوړو ریاضیاتو او فزیک په شان یوه مرستندویه څانګه ده له مختلیفو څاګو د انجنیرۍ سره.

نوموړې څانګه له تاسیس را په دې خو له ۴ څخه تر۱۵ تنو استادانو د علمي کدرنو په شمول  په تدریس بوخت دي. هیر د نوي چې د اړونده مضمونو کریکولیم د ماسترۍ تر کچې دی او د پخواني شوروي د استادانو په مرسته تدریس کیږي. او تر هماغه مقطع پورې لکچر نوټون  د کتاب په ډول اماده دي چې زیاتره نسخې یې د پولیتخنیک په مرکزي کتابتون کې شته.

کله چې په پولیتخنیک کې د ماسترۍ پروګرام بند شو، په درسي پروګرامو کې هم بیا کتنه وشوه چې  د هر مضمون لپاره بېل لېکچر نوت چې د اړوند استاد له خوا تدوین او شاګردانو ته ورکول کېده.

خو اوس د نظري او تطبیقی څانګې اړوند کریکولم بیا ځلې بیا وکتل شو چې د پرمختللو هیوادنو پروګرامونو او یونسکو ته ورته دی. د نوموړې څانګې  درسونه اوس مهال د کریدیت په سیستم دي چې لکچر، عملي لابراتواري کارونه، محاسبوي کارونه او ګراف په کې شامل دي.  او لکچر نوتونه او د مشکلاتو د حل لارښود  د اړونده استادانو له خوا تیار شوي او په دې نږدو کې به درسي کتابونه چاپ ته هم وسپارل شي.

د هغه استادانو نوم لړ چې د استادی دنده پرمخ وړي:

۱ ښادروان پوهاند محمد نعیم سلطاني

۲ پوهنوال محمد اعظم نیوش

۳ ښادروان پوهنوال سخي جان محسني

۴ پوهنوال احمد لقانجم

۵ ښادروان پوهندوی خواجه سید ابراهیم کوهستاني

۶ پوهندوی عبدالله سمسور

۷ پوهندوی اسدالله شریف

۸ پوهندوی سید نوید زیوری

۹ پوهندوی عبدالمتین تمیم

۱۰ پوهنیاراصیل خان

۱۱ پوهنیار وزیر پادشاه

۱۲ پوهنیار کنشکا کاکر

۱۳ پوهنیار سید سکندر شاه

۱۴ پوهنیار رایص

۱۵پوهنیار احمدی

۱۶پوهنمل محمد ایوب کوهستاني

۱۷ ردیموف

۱۸تګاسوف

۱۹ مروزوف

اوس مهال په نوموړې څانګه کې لاندې استادان په تدریس بوخت دي:

۱ پوهندوی استاد عبدالمتین تمیم (د څانګې امر)

۲ پوهندوی محمد عارف ":یوسفی" عضو

۳ پوهندوی سید نوید "زیوری" عضو

۴ پوهنمل شمس الحق "کاشفی" عضو

۵ پوهنمل سید اجمل "دشتي" عضو

۶ پوهنیار روح الله "جمال" غضو

۷ پوهنیار وارث "صدیقی" عضو

۸ پوهیالی مسعود "معصومي" عضو

۹ محمد نجیب عمری لابرانت انجنیر

 د نظري او تطبقي میخانیک څانګه اوس مهال موادو د مقاومت یا کلکوالي لابراتور لري چې د موادو ټولې تجربې پکې کیږي. خو، بدبختانه  په جګړو کې نوموړی لابراتوار په پوره ډول ویران شوی چې هېڅ ډول کار په کې نه ترسره کیږي. او محصلینو ته یوازې نظري تدریس کیږي. کله چې دا لابراتوار بیا جوړ شې اړوند نده درسونه به په عملي ډول کاروي د اړوند استاد په مرسته او له بلې خوا دا به د پیسو یوه ښه منبع وي د حق الزحمه په توګه له هغه تستو یا تجربو څخه چې د موسسې او شرکتونه له خوا په کې ترسره کیږي. هیله  ده چې په دې اړه د مقاماتو له خواعملي ګامونه پورته شي.

نوموړې څانګه د جوړښت له اړخه ګوښي درسي خونې لري چې په اړونه ضروري وسایلو مجهزدي. خو له بده مرغه اوس نوموړې خونې نورو پوهنځیوته ورکړشوې دي چې دا خپله يوډول نا پاملرنه  ده د علمي کچې د لوړوالي له مخې.

د نظري او تطبیقی میخانیک د څانګې پرمختیایي او ستراتژیک پلانونه د ضرورت د وخت د ضرورتومطابق په اړونده څانګه کې موجود دي.

نوموړې څانګه د نږدې او دوست هیوادو له یوه مشهور پوهنتون سره د علمي کادر د تربیې او ظرفیت د لوړاوي په برخه کې د همکاری جدي ضرورت لري.