صنعتي مؤسسو، ښارونو، اوکليو ته د بریښنا رسولو څانګه:

د بریښنا روسولو څانګه په هېواد کې د بریښنا رسوني په برخه کې لومړنی اختصاصي څانګه ده چې د برېښنا انجنیرانو ته د اړتیاوو له امله په 1359 لمریز کال کې،د «صنعتي مؤسسو، ښارونو، او کلیو ته د برېښنا روسولو څانګي» تر نامه لاندي تاسیس شوه. له 1364 کال څخه چې ددې څانګې د فارغانو لومړي دور وو تر اوسه پوري دا څانګې د بریښنا انجنیري په برخه کې متخصصان ټولنې ته وړاندي کوي چې د ملي اقتصاد په ټولو برخو کې یي  خپلي مسلکې دندي په بریالیتوب سره ترسره کړیدي.

د بریښنا رسولو څانګه د هیواد په کچه د تخصصي پوهي، څیړني او نوښت د مهارتونو د ترلاسه کولو یوه علمي-روزنیزه هسته ده. دا څانګه محصلین د لوړو زده کړو د وزارت د کانکور د آزمویني له لاري منې او د مجربو استادانو په واسطه يي روزي. ددې څانګي درسي نصاب ته تل بیا کتنه کېږي او د معاصر علم او تکنالوژی د لاسته راوړنو په پام کې نیولو سره او د کار په بازار کې د اوسنيو اړتیاوو سره سم اړین تغییرات په کې راوړل کېږي.

ددي څانګي په درسي نصاب کې د نظري درسونو سربیره عملي درسونه او ساحوي کارونه هم په پام کې نیول ښوي دې. د لابراتوارونو د بیا رغوني او تجهیز لپاره هڅي روانې دي او دغه څانګه د پوهنتون د اداري په مرسته او د موجوده امکاناتو په پام کې نیولو سره عملي اقدامات ترسره کوي.

په دې څانګه کې محصلین د تحصیلي دوري په لړ کې مختلف رشتوي مضمونونه زده کوي. ددې څانګې فارغان د بریښنا انرژي د تولید، لیږدوني او توزیع د مدیریت په برخه کې، د بریښنا انرژي د تولید، د بریښنا انرژي د ليږدوني د لینونو او د بریښنا د توزیع شبکو د ډیزاین او تولیدي پروسو د اتوماتیزه کولو په برخو کې، په مستقل ډول د اختصاصي دندو د ترسره کولو وړتیا لري او کولای شي په یادو برخو کې څیړنیز کارونه هم ترسره کړي.

اوس مهال د بریښنا رسولو په دیپارتمنت کې د تدریس چاري د 10 تنو استادانو لخوا: پوهاند اسدالله امین زی، پوهاند محمد قیس، پوهندوی دوکتور صفی الله محبی، پوهندوی دوکتور نصیر احمد فاضلی، پوهندوی عبدالاله رسولی، پوهنیار شاه جهان صافی، پوهنیار محمد امین امین، پوهنیار ذاکر حسین فرهاد، پوهنیار گل احمد لودین او پوهیالی حشمت الله زیرک له خوا پر مخ وړل کېږي. په یادو استادانو کې دوه تنه د دوکتورا، 7 تنه د ماستري او یو تن د لیسانس د تحصلي درجي درلودونکې دي.

د بریښنا رسولو د دیپارتمنت رسالت

  • د هېواد د نافذه قوانینو، مقرراتو، لوایحو او طرزالعملونو په رڼا کې د سالم اکاډمیک چاپیریال رامنځ ته کول
  • د ملي او نړیوالو غوښتنو سره سم د لیسانس په کچه په لوړ کیفیت سره د بریښنا رسولو د څانګي د متخصصینو روزل
  • د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم په پر له پسي ډول د درسي میتودونو، مفرداتو او درسي موادو معاصر او نوي کول
  • د مسلکي رهبري او همشني زده کړي د ترلاسه کولو لپاره د محصلان روزل
  • د لوړ کیفیت نظري، تجربي او روزنیزو او تولیدي پراکتیکونو وړاندي کول او همدارنګه په تحقیق، کارزده کولو، نړیوالو مطالعاتو او د کار رامنځته کولو په برخو کې د مشارکت د فرصتونو برابرول

د بریښنا رسولو د څانګي لید لوری

د هېواد په کچه د برېښنا انجنیري په برخه کې د کادرونو د روزنې لپاره د یوه مسلکي دیپارتمنت را منځ ته کول چې فارغان يي ملي ګټو ته ژمن وي او د معاصراو د کار د بازار د غوښتنو سره سم پوهي په تر لاسه کولو سره وکولای شي په ملي او نړیواله کچه د خدمت مصدر شي.

د بریښنا رسولو د څانګي موخي او مقاصد

  •  د ظرفیت د لوړولو لپاره د لنډ مهاله کورسونو ترتیب کول (دا کورسونه معمولاْ د وزارتونو د کارکوونکو، موسسو او اړوندو شرکتونو لپاره وي) 
  • ملي، اسلامي، انساني او مسلکي ارزښتونو ته د ژمنتیا په روحیی سره د لیسانس په کچه د صنعتي موسسو، ښارونو او کلیو ته د بریښنا رسولو په څانګه کې د متخصصینو روزل
  • د داسي متخصصینو روزل چې نه یواځي د بریښنا انرژي د تولید، انتقال او توزیع په برخو کې لازمې تخنیکي او مسلکي پوهه تر لاسه کړي بلکې د مسائلو د حل کولو او تحلیل په برخو کې لازم مهارتونه هم ترلاسه کړي تر څو وکولای شي د بريښنا انجنیري په مختلفو برخو کې ښه وځلیږي او خپله ونډه ولره
  • د داسي مسلکي کادرونو تربیه کول چي وکولای شي د یو ټیم د موثر غړي په توګه کار وکړي او د شفاهی او کتبي ارتباطاطو او مدیریت او رهبري په برخو کې د عالي مهارتونو درلودونکې وي.
  • د علمي کادر د غړو لپاره د ماستري او ډاکتري په کچه د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو لپاره د فرصتونو را مینځته کول
  • د شرایط په رامنځته کیدو سره په څانګه کې د ماستري او ډاکتري د تحصلي پروګرامونو را مینځ ته کول