د عالي ریاضیاتو څانګه:

په کال ۱۳۴۶ لمریز کې د پولي تخنیک پوهنتون د فعالیت سره سم یو کال ورسته په ۱۳۴۷ لمریز کي د عالي ریاضیاتو څانګه د مستقلي څانګي په توګه په فعالیت پیل وکړ. ددي څانګي د تاسیس موخه د افغانستان د راتلونکو انجنیرانو د ریاضیاتو د برخي ضروري زده کړي وي ترڅو وکولای شي تطبیقي مسایل پري حل کړي. دریاضی د میتودونو او محاسبوي وسایلو په عصري کیدو سره ضروري ګڼل کیږي تر څو انجنیران د ریاضیاتو په عصري میتودونو وپوهیږي په همدي موخه دي څانګي د خپل تاسیس سره سم د یو شمېر عمده او اساسي مسایلو د حل لپاره ځیني فعالیتونه پیل کړل چی عبارت دی له: د ریاضیکي علومو جوړښت، د لوړو ریاضیاتو د تدریس لپاره د میتودونو برابرول، د تدریس د پروسي چټک والی او د هغوۍ د موثریت او کیفیت لوړول، په دوامداره توګه د درسي پلانونو بشپړول، د ریاضي د تدریس د درسي اصولو او میتودونو ښه کول، د علمي کادر د غړو د علمي سویی لوړول او نور.
تر ۱۳۶۷ کلونو پوري د شوروي اتحاد د استادانو لارښوونو اوعلمي او میتودیکی مرستو ددی څانګي د بنسټ په ټینګوالي او د داخلي استادانو د سویي د لوړولو لپاره مهم رول لوبولی ده.
د ۱۳۶۲ او ۱۳۷۲ کلونو تر منځ په پولي تخنیک پوهنتون کي د ماسټري د دوري په رامنځ ته کولو سره ددي څانګي فعالیتونه نور هم ګړندي شول. په نوي درسي پروګرام او پلان کي د نړۍ د تخنیکی موسسو د مروجو کورسونو سره سم په لاندي ډول د ریاضیاتو ځانګړې برخي تنظیم او په درسي پلان کې شاملي شوې:
 
ریاضی فزیک معادلې؛
 د مختلطو متحولونو د توابعو تیوري؛
 د احتمالاتو او احصایی تیوري؛
 محاسبوي ریاضیات؛
عملیاتي محاسبي؛
 کروي مثلثات؛
 دیفرانسیلي هندسه؛
 د عددی محاسباتو میتودونه او نور .
د ریاضي د پورتنیو برخو زده کړه نه یواځي د محصلینو بلکه د استادانو لپاره هم اړین ګڼل کیدل. په نیکمرغی سره د ریاضي څانګې دا مسولیت هم په بریالیتوب سره سرته ورسوله
د عالي ریاضیاتو څانګي د پیل څخه تر اوسه له ۴۵۵ څخه زیات شمېرعلمي، میتودیکي او څیړنیز اثار ترتیب او لیکلي او په علمي او میتودیکي کنفرانسونو او سمینارونو کي یی لوستلي دي او د پولي تخنیک پوهنتون، کابل پوهنتون، علومو اکاډمي او د هېواد څخه بهر په علمې مجلو کې چاپ شوې دي. د هېواد په کچه د لومړي ځل لپاره د کمپیوټري ژبو په مرسته در ریاضیکې مسلو د حل لپاره د پروګرامونه جوړول ددې څانګي په درسي پروګرام کي شامل شو. تر ۱۳۷۲ کلونو پوري شاوخوا له ۲۲ تنو څخه زیاتو استادانو په دي څانګه کي دنده تر سره کوله.
د ریاضیاتو څانګي د خپل فعالیت له پیل څخه تر اوسه په پولي تخنیک پوهنتون کي 40 مختلف درسي کتابونه، درسی مواد او میتودیکي لارښودونه د هېواد په ملي ژبو تالیف او د ننه او بهر چاپ او د علاقمندانو لاس ته رسولي دي
په اوسني وخت کي 14 تنه استادان د عالې ریاضیاتو او دهغوۍ د میتودونو د تدریس او د پولي تخنیک پوهنتون د محصلینو او خپله د څانګي د سويي د لوړولو په موخه په دي څانګه کي په پوره اخلاص او ایماندارۍ سره په تدریس بوخت دي.