د بهرنیو ژبو څانګه:

د بهرنیو ژبو څانګه (چې مخکې د روسي ژبي د څانګي په نامه یادیده) د کابل پولي تخنیک پوهنتون د عمومي څانګو له جملي څخه ده. دغه څانګه د کابل پولي تخنیک په پوهنتون کې د علمي او اکاډمیکو فعالیتونو له پیل سره سم په دي پوهنتون کې تاسیس شوه. په پیل کې په دې څانګه کې د تدریس چاري  بهرنیو استادانو ته ورسپارل شوي وې او له پیل څخه تر اوسه پوري په دې څانګه کې روسی ژبه د بهرنی ژبي په توګه تدریس کېږي. په دې ورستیو کې د اړتیا له مخي د کابل په پولي تخنیک پوهنتون کې د روسي ژبي تر څنګ د انګلیسي ژبه د تدریس په پروسه کې شامله شوي ده. په پولي تخنیک پوهنتون کې د بهرنیو ژبو د تدریس اساسي موخه له بهرنيو منابعو څخه د محصلانو موثره ګټه اخیستنه ده.
د بهرنیو ژبو په څانګه کې د تدریس چاري تر 1363 کال پوری در بهرنیو استادانو او تر 1367 کال پوري د بهرنیو او داخلي استادانو لخوا ترسره کیدلي او له هغه وروسته تر اوسه پوري د بهرنیو ژبو تدریس د داخلي کارونو لخوا په مستقل ډول ترسره کېږي
د بهرنیو ژبو د څانګې د علمي کادر شمېر تر کال 1392 پوري 13 تنو ته رسیده چې د پوهندوی څخه تر پوهیالي پوري د مختلفو علمي رتبو درلودونکي وو
انګلسي ژبي ته د اړتیاوو له امله په 1392 کال کې اغلي پوهیالۍ مشعل د انګلسي ژبي د استاد په توګه په دې څانګه کې مقرره شوه، وروسته په کال 1393 کې ددې څانګي د پخوانیو استادانو له جملې څخه څلور تنه د شهید استاد برهان الدین رباني د ښووني او روزنې پوهنتون د روسي ژبي څانګي ته، دري تنه د کابل پوهنتون د روسي ژبي څانګي ته او همدارنګه دري تنه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د چاپیریال انجنیري  پوهنځی د رشتوي اقتصاد او تاریخ څانګي ته تبدیل شول.
اوس مهال اغلي پوهنیار انیسه اسلمي د بهرنیو ژبو د څانګي د سرپرستي په توګه دنده ترسره کوي.
اوس په دي څانګه کي انګلیسي او روسي ژبي د بهرنیو ژبو په توګه د 9 تنو استادانو لخوا محصلینو ته تدریس کېږي. په دي څانګه کې دوه تنه استادان د روسي ژبي او 7 تنه استادان د انګلیسي ژبي په تدریس لګیا دي.