د آکادمیک تحقیقاتو مرکز
د کابل پوی تخنیک پوهنتون د علمي څيړنو آمریت
د علمي څیړنو د آمریت پیژندنه
د څیړنو علمی په کال ۱۳۸۹ د کابل پولی تخنیک پوهنتون د علمی معاونیت په چوکاټ کی تشکیل شو. کله چې په کال ۱۴۰۲ کې د علمی څیړنو او مجلې معاونیت تشکیل شو، د علمی څیړنو آمریت د دغه معاونیت تر چتر لاندی راغې. د علمي څیړنو لپاره زمینه برابرول، د استادان او محصلینو د څیړنیزو مهارتونو لوړه ول، په ملی پروژو کې د دغه نهاد د علمي کادر غړو سهیم ول، د علمي څیړنو د ورکشاپونو دایرول، د څیړنو د دود ترویج کول، په پالیسی جوړونکو څیړنو کې د څیړونکو د څیړونکو هڅول د دغه آمریت له موخونه دې.
لیدلوری
په معیار لرونکو څیړنو کې د مخکښ مرکز په توګه بدلیدل، په علمي او سیمه اییزه کچه نوښتګر او عملی، د دې لپاره چې د ټولنې علمی اړتیاوې پوره کړی او دوامداره او دوامداره پرمختک ته وده ورکوی.
ماموریت
د علمي څیړنو د نوښتګر او عملي بڼه تشقیول، لارښوونه کول، او داستادانو او محصلینو د څیړنیزو ظرفیتونو د لوړولو لپاره مناسبه زمینه برابره کول، او د پوهنتون علمي مقام لوړول، او د پوهنتون، سکتوری بنسټونو او د ټولنې تر منځ اړیکې رامنځنه کول.
رسالت
د لوړ کیفیت لرونکو، او د عملي علمي څیړنو ملاټرکول، د ملي اړتیاوو د پوره کولو لپاره، دپوهنتون علمي مقام لوړول د علم تولید، د ټولنې د ستونزو حل او په علمي پرمختګ کې فعال کډون له لارې.
په ۱۳۹۲ کال کې درې نفره کارپوهان د دغه آمریت تشکیل کې اضافه شول.
د علمي څیړنو د آمریت د دندو لایحه
- د پوهنتون د علمي او څیړنیزو برنامو کنټرول او څیړنه د مسلکي او حقوقي له اړخه د موجوده رهنمودونو په رڼا کې.
- د موثرو څیړنو د سرته رسولو لپاره لازمي مشوری او زمینه بربرول.
- د څیړنیزو او علمی کارونو نظارت د علمي څیړنو د ظرفیت او تدریس ښه کولو په موخه.
- د علمي څیړنیزو کنفرانسونو تدویر کې مرسته کول د ګډونکوونکو د تجاربو نه د ګټه اخیستلو په موخه او دهغو ارزونه.
- د استادانو د کنفرانسي مقالاتو او د محصلینو د تیزسونو چک کول او د استادانو دڅیړنو نتایج اړوندو اداره سره شریکول.
- د میاشتنې، ربعوار، او کلنې پلان جوړول د ریاست د پلان مطابق د تعیین شوې موخوته د رسیدو لپاره.
- د ورکشاپ، روزنیز سیمینار له طریقه د مسلکې مهارتونو انتقال لاس لاندې کارکوونکو لپاره.
- مدیریت، د اجرااتو ارزونه، او د لاس لاندی کارکوونو د روزنیزو اړتیاوو تعیین کول
- د میاشتنې، ربعوار، او کلنې ګزارش وړاندی کول د ضرورت په وخت کې ریاست ته.
- د نورو هغو اړوندو کارونو ترسره کول چې د مربوطه آمریت لخوا د وزارت د پالیسی مطابق ور سپارل کیژی.
- د ارتباط تامین او د نورو داخلیو او بهرنیو ذیربط نهادونو د مرستو جذب
- د ضرورت په وقت کې ټولو ذیربطو شعابتو سره همغژی.
لاسته راوړني
- د څیړنیزو لارښونو جوړول.
- د سکتوري نهادونو سره ارتباط د استادانو د څیړنو نتایج شریکولو لپاره.
- د استادانو او محصلینو لپاره ورکشاپونو، سیمینارونو او علمي کنفرانسونو دایرول.
- د استادانو د علمي اثارو راټول دیتابیس کې ثبتولو لپاره.
- د استادانو د کنفرانسی مقالو او د محصلینو تیزسونو او پروژو کارشناسی کول.
- د هیواد نه بهر آنلاین سیمینارونو د دایرولو زمینه برابرول.
- د څیړنیزو رسالواو پروپوزلونو، د تالیف او ترجمه موضوعاتو چک کول.
برنامههای آینده آمریت تحقیقات علمی
- د اړتیاوو ارزونو نه بعد د علمي کنفرانسون او سیمینارونو دایرول.
- د سکتوري بنسټونو سره د موثره اړیکې پراخول او د کډو څیړنو د ترسره کولو زمینه برابرول.
- د اړتیاوو د ارزونې وروسته د څیړنیزو پورګرامونو جوړول او د څیړنو د ترسره کیدو څارنه.
- د څیړنیزو معلوماتو بانک جوړول تر څو شوې څیړنې په اسانئ سره ذخیره او لاسرسی ورته ممکن شي.
- د علمي څیړنو ملاتړ او داستادانو او محصلینو هڅول تر څو خپل مقالات په معتبرو علمي ژورنالونو کې چاپ او خپاره کړي.