د جیولوژي او کانونو پوهنځی
د جیولوجي او کانونو پوهنځی په اړه
د جیولوجي او کانونو پوهنځی د کابل پولیتخنیک پوهنتون په چوکاټ کې په ۱۹۷۹م کال کې تأسیس شوی او تر اوسه یې د هېواد د کانونو د تفحص، اکتشاف او استخراج په برخه کې د ملي، متخصصو او مسلکي انجنیرانو د روزنې په ډګر کې مهم او مخکښ رول لوبولی دی. دغه پوهنځی ټولنې ته د لېسانس، ماستري او دوکتورا په کچو متخصص کادرونه وړاندې کړي دي. د دې پوهنځی د فارغالتحصیلانو ونډه د افغانستان د رغونې او بیا رغونې په بهیر کې ډېره ارزښتناکه ده. د پوهنځی محترم استادان (۳۲ تنه) د وطندوستۍ له مخې د خپلو محصلینو د علمي کچې د لوړولو لپاره په اخلاص سره په تدریس او څېړنو بوخت دي.
د جیولوجي او کانونو پوهنځی لیدلوری
د جیولوجي او کانونو پوهنځی هڅه کوي چې د لوړو زدهکړو او علمي څېړنو سیستم د کانونو او اړوندو څانګو په برخه کې په داسې ډول وړاندې کړي چې د کار بازار غوښتنو ته ځوابویونکی وي او وکولای شي په ملي او منطقوي کچه سیالي وکړي.
د جیولوجي او کانونو پوهنځی مأموریت
د جیولوجي او کانونو پوهنځی مأموریت د هېواد د ځوانانو لپاره د لوړ کیفیت لرونکې زدهکړې برابرول دي، څو هغوی د تدریس، څېړنې، رهبري، مسلکي عملي کارونو او د ملي او نړیوالو پروژو (لکه د ټاپي پروژه) د مدیریت وړتیاوې ترلاسه کړي. دغه پوهنځی د کانونو د انجنیري په بېلابېلو برخو کې یو بااعتباره او پخوانی علمي بنسټ دی او خپلې علمي او تحقیقي چارې د لوړو زدهکړو د محترم وزارت د قوانینو او لایحو له مخې عیاروي او هڅه کوي چې د شته امکاناتو په کارولو خپلو موخو ته ورسېږي.
د جیولوجي او کانونو پوهنځی تعلیمي موخې
د جیولوجي او کانونو پوهنځی تعلیمي موخې په لاندې ډول دي:
• د تدریس او څېړنې د لوړ کیفیت خدمتونو وړاندې کول؛
• د تدریسي میتودونو پراختیا او انکشاف؛
• د الکترونیکي او محصلمحوره درسي سیستم (OBE-SCL) رامنځته کول؛
• د قومي، ژبني او مذهبي تبعیض پرته د سالم تدریسي چاپېریال رامنځته کول؛
• د پوهنځی د درسي نصاب (کریکولم) تجدید او عصري کول؛
• د تدریس د کیفیت د لوړولو او د علمي کادر د ظرفیت لوړولو پروګرامونو تطبیق؛
• د پوهنځی د لابراتوارونو په عصري وسایلو سمبالول او فعال ساتل؛
• په پوهنځی کې تر ملي او نړیوالو کچو د علمي څېړنو لوړول؛
• د پوهنځی د اداري او مدیریتي پروسو الکترونیکي کول؛
• د دیپارتمنتونو او پوهنځی د معلوماتي بانک (ډیټابېس) رامنځته کول؛
• له ملي او نړیوالو پوهنتونونو او تولیدي مؤسسو سره د دوامدارو علمي اړیکو ټینګول؛
• د دیپارتمنتونو د لابرانتانو او تکنیشنانو استخدام، روزنه او تشویق؛
• د پوهنځی د کتابتون لا ډېر سمبالول؛
• د پوهنځی علمي او مسلکي انکشاف، چې د پوهنتون عمومي انکشاف تضمین کړي.
د جیولوجي او کانونو پوهنځی څیړنیزي موخې
- د لوړې کچې انجنیرانو روزنه، چې د ساینس او ټکنالوژۍ د نوو پرمختګونو په اړه کافي پوهه ولري او د خپلو تحصیلي څانګو په نظري او عملي برخو کې بشپړ تسلط ولري؛
- د داسې ځوانانو روزنه چې د ټولنې خدمت ته ژمن وي او د حقوقي، ملي ارزښتونو او وظیفوي مسؤلیتونو لوړ درک ولري؛
- د علمي څېړنو او نوښتونو ترسره کول، تر څو د نوې افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره زمینه برابره شي او د څېړنیزو لابراتوارونو بنسټ کېښودل شي؛
- د هېواد لپاره د جیولوجي او کانونو په سکتور کې د علمي او تدریسي کادرونو روزنه؛
- د منطقوي او نړیوالو معیارونو سره سم د درسي نصابونو دوامداره عصري کول او معیاري کول؛
- د درسي او مرستندویه کتابونو تألیف او ژباړه؛
- د موجوده ماستري پروګرام پراختیا او د نوو ماستري پروګرامونو رامنځته کول؛
- د اړتیا له مخې د دیپارتمنتونو د علمي کادر د شمولیت له لایحې سره سم د علمي کادر بشپړول؛
- د ستراتیژیک پلان د پروګرامونو د ښه تطبیق لپاره د مرستندویه منابعو او بنسټونو لټون.
د جیولوجي او کانونو پوهنځی تخنیکي او فني موخې
- له داخلي او خارجي علمي مؤسسو او ټولنو سره د علمي اړیکو ټینګول؛
- د داخلي پوهنتونونو د علمي کادر د تقرر او علمي ترفیعاتو اساسي ستونزو ته د حل لارې موندل؛
- د پوهنځی په کچه د ځانارزونې او د تدریس د کیفیت د ارزونې پالیسیو تطبیق؛
- د دیپارتمنتونو د درسي صنفونو د نوې تدریسي ټکنالوژۍ په وسایلو سمبالول؛
- د تدریس د کیفیت د ښهوالي لپاره د نوې ټکنالوژۍ او میتودونو کارول؛
- د لوړ کیفیت لرونکو نظري او عملي درسي موادو تألیف او ژباړه؛
- د پوهنځی د علمي کادر د څېړنیزو آثارو زیاتول او خپرول؛
- د دیپارتمنتونو د لابراتوارونو لپاره د لابرانتانو او تکنیشنانو روزنه؛
- د نورو دولتي او خصوصي بنسټونو د علمي ظرفیت لوړول، تر څو خپلې پروژې، پلانونه او اجرائیوي پروګرامونه لا ښه طرحه او تطبیق کړي؛
- د مالي او اکادمیک استقلال د ترلاسه کولو لپاره عملي ګامونه اخیستل.
د جیولوجي او کانونو پوهنځی لابراتوارونه
د جیولوجي او کانونو پوهنځی تر ډېره پر عملي تجربو ولاړ دی، او په انجنیري پروژو کې یې ارزښت نهانکارېدونکی دی. له همدې امله، دغه پوهنځی له عصري وسایلو سره سمبال لابراتوارونه لري، چې د نړۍ له معتبرو شرکتونو څخه د جیولوجي او کانونو پوهنځی د دیپارتمنتونو د استفادې لپاره تدارک شوي دي، څو محصلین وکولای شي د اړتیا پر مهال د لابراتوار د مسؤلینو (انجنیر لابرانتانو او تکنیشنانو) او د مضمون د استادانو تر لارښوونې لاندې خپلې عملي تجربې او څېړنیزې چارې ترسره کړي.
د عملي تجربو او آزمایښتونو لپاره اړین مواد او وسایل کارول کېږي، او د بهیر د لا پراختیا او انکشاف لپاره د هرې عملي تجربې پایلې په ځانګړو کتابونو کې درج کېږي. همدارنګه، د محصلینو د ثبت کتاب او د تجربو د ثبت کتابونه موجود دي. هغه وسایل چې د تجربو د تطبیق لپاره کارول کېږي، د محصلینو لپاره د لازمې لارښود (Guidelines) په دوو بڼو (هارډ او سافټ کاپي) د لاسرسي وړ دي. د لابراتوار اطاقونه د محصلینو لپاره له ټولو اسانتیاوو او امکاناتو څخه برخمن دي، لکه: سپینه تخته (Whiteboard)، پروجکټر، ډیجیټلي سکرینونه او مناسبې څوکۍ.
دا مهال د جیولوجي او کانونو پوهنځی لاندې تخصصي لابراتوارونه لري:
- د پېتروګرافي، جېمولوجۍ او منرالوجۍ مجهز لابراتوار؛
- د جیوفزیک مجهز لابراتوار؛
- د ګټورو جامدو موادو د استخراج په برخه کې مجهز لابراتوار؛
- د ډبرو او خاورې میخانیک او هایدروجیولوجۍ مجهز لابراتوار؛
- د جیولوجۍ، برمهکارۍ او د نفت او ګاز د استخراج مجهز لابراتوار.
د جیولوجي او کانونو پوهنځی د دیپارتمنتونو په اړه
د جیولوجي او کانونو پوهنځی په تشکیلاتي جوړښت کې څلور تخصصي دیپارتمنتونه فعالیت لري، چې عبارت دي له:
- د جیولوجۍ او د کانونو د اکتشاف انجنیرۍ څانګه؛
- د نفت او ګازو کانونو د انجنیري څانګه؛
- د کانونو د زیرزميني استخراج د انجنیري څانګه؛
- د انجنیری جیولوجي او هایدروجیولوجۍ څانګه.
- دکانونودپلټنی اوانجنیری جیولوجی څانګه - (يپارتمنت ) دجوړیدوکال 1346
- د نفت اوګازو انجنیری څانګه – دجوړیدو کالسال 1346
- -د ځمکی لاندی توګه د کانونو د را ایستنی څانګه - دجوړیدوکال 1349
- په پرانسته توګه دکانونو د را ایستنی څانګه – دجوړیدو کال 1391
- دانجنیری جیولوجی اوهایدروجیولوجی څانګه - سال تأ سيس 1392
- دبدنی روزنی څانګه
د جیولوجي او کانونو پوهنځی دا مهال په پورته څلورو دیپارتمنتونو کې د لېسانس پروګرامونه، او په درې دیپارتمنتونو کې د ماستري پروګرامونه د لاندې نومونو تر عنوان لاندې پر مخ وړي:
(د پترولیم انجنیري برنامه، د جیولوجۍ او د کانونو د اکتشاف انجنیرۍ برنامه، او د انجنیری جیولوجي او هایدروجیولوجۍ برنامه). همدارنګه، د «جیوساینس انجنیري» تر عنوان لاندې د دوکتورا پروګرام منظورۍ هم ترلاسه شوې ده، چې ډېر ژر به یې رسمي تدریسي فعالیتونه د جیولوجي او کانونو پوهنځی کې پیل شي.
د جیولوجي او کانونو پوهنځی تعلیمي پروګرامونه
د جیولوجۍ او د کانونو د اکتشاف انجنیرۍ څانګه
دغه څانګه په ۱۳۴۶ هـ ش کال کې، د کابل پولیتخنیک پوهنتون د درسي فعالیتونو د پیل په لومړۍ ورځ، د «جیولوجي، تفحص او د جامدو ګټورو موادو د کانونو اکتشاف څانګه» تر نوم لاندې تأسیس شو او تر اوسه د مورني دیپارتمنت په توګه د جیولوجي او کانونو د انجنیرانو د روزنې بنسټیز مرکز پاتې شوی دی.
دغه څانګه له تاریخي پلوه د کابل پولیتخنیک پوهنتون لومړنی څانګه دی چې د جیولوجۍ انجنیران د لېسانس او ماستري په کچو روزي او د بېلابېلو کانونو د کشف او د ذخایرو د محاسبې له لارې د هېواد د ملي اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې ارزښتناک رول لري، چې دا بهیر د مجربو استادانو لهخوا په دوامداره توګه پر مخ وړل کېږي.
د نفت او ګازو کانونو د انجنیرۍ څانګه
دغه څانګه د کابل پولیتخنیک پوهنتون د تأسیس له پیل سره، په ۱۳۴۶ هـ ش کال کې، د «جیولوجي، اکتشاف او د نفت او ګاز لرونکو ساحو استخراج» تر نوم لاندې د جیولوجي او کانونو پوهنځی په چوکاټ کې د هېواد د اقتصادي ودې په موخه رامنځته شوه. په ۱۳۹۳ هـ ش کال کې، د څانګی د استادانو د شورا د وړاندیز، د پوهنځی د علمي شورا، د پوهنتون د علمي شورا او د لوړو زدهکړو وزارت د ذیصلاح مقاماتو د تصویب له مخې، د دغه دیپارتمنت نوم « د نفت او ګازو کانونو د انجنیرۍ څانګی» ته واوښت.
دغه څانګه متخصص کادرونه په لاندې برخو کې روزي او د ټولنې خدمت ته یی وړاندې کوي: جیولوجي، جیولوجیکی نقشهاخیستنه، جیوفزیک، د نفت او ګاز د څاګانو کیندنه، د نفت او ګاز د زیرمو محاسبه، د نفت او ګاز لرونکو ساحو استخراج، د جامدو ګټورو موادو اکتشافي څاګانو او د څښاک اوبو څاګانو کیندنه.
د کانونو د زیرزميني استخراج د انجنیري څانګه
دغه څانګه په ۱۳۴۹ هـ ش کال کې د دې لپاره تأسیس شوه چې د کانونو د استخراج او د منرالي خامو موادو د غنيسازۍ په برخو کې مسلکي او مجرب متخصصین وروزي، څو د هېواد د صنعتي پرمختګ بنسټ پیاوړی کړي.
په ۱۳۹۱ هـ ش کال کې، د جامدو مفیدو موادو د استخراج له دیپارتمنت څخه د کانونو د روباز استخراج دیپارتمنت جلا شو، او د «د جامدو ګټورو موادو د استخراج دیپارتمنت» نوم «د کانونو د زیرزميني استخراج د انجنیري دیپارتمنت» ته بدل شو.
د انجنیری جیولوجي او هایدروجیولوجۍ څانګه
د جیولوجي انجنیري او هایدروجیولوجۍ مضمون له پیل راهیسې د کابل پولیتخنیک پوهنتون کې د بېلابېلو ساختماني څانګو لپاره د مضمون په توګه تدریس کېده. د دې دیپارتمنت د تأسیس اړتیا له کلونو راهیسې احساسېده، خو د امکاناتو د نشتون او ناوړه ټولنیزو شرایطو له امله عملي نه شوه. د اړوندو علمي شوراګانو، اکادمیکو ریاستونو او د لوړو زدهکړو وزارت د رسمي منظوریو له مخې، دغه دیپارتمنت رسماً تأسیس شو. سره له دې چې نوی تأسیس دیپارتمنت دی، خو تر اوسه یې د ظرفیت لوړونې، علمي مقالو، کتابونو او درسي موادو د تألیف، کنفرانسونو، سمینارونو، وبینارونو، لابراتواري او ساحوي فعالیتونو په برخو کې مهم فعالیتونه ترسره کړي دي. دا څانګه دا مهال شپږ تنه د علمي کادر غړي لري او د نورو ځوانو علمي کادرونو جذب ته اړتیا لري، څو په راتلونکې کې خپل اکادمیک، تحقیقي او تعلیمي اهداف لا ښه عملي کړي.
د تحصیلي لګښتونو او فیسونو څرنګوالی
د جیولوجي او کانونو پوهنځی د دې لپاره چې د تحصیلي دورو په بېلابېلو کچو کې محصلینو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، د فیسونو جوړښت په واضح او شفاف ډول تنظیم کړی دی. د تحصیلي لګښتونو جزئیات په لاندې ډول دي:
۱-د لېسانس پروګرام
د نافذه کړنلارې او د لوړو زدهکړو وزارت د پالیسیو له مخې، د لېسانس په کچه تحصیل د ټولو محصلینو لپاره وړیا دی. د جیولوجي او کانونو پوهنځی هڅه کوي چې د لوړ کیفیت لرونکي تعلیمي چاپېریال په برابرولو سره، د لېسانس محصلینو ته له فیس اخیستلو پرته د علمي او اکادمیکی ودې زمینه برابره کړي.
۲- د ماستري پروګرامونه
د جیولوجي او کانونو پوهنځی دا مهال درې د ماستري پروګرامونه لری. د یادو ټولو پروګرامونو لپاره د هر سمستر فیس ۲۵۰۰۰ افغانۍ ټاکل شوی دی. محصلین د دې فیس په ورکولو سره کولای شي د تدریسي، لابراتواري او د ماستري دورې اړوند له نورو اسانتیاوو څخه ګټه واخلي.
۳- د دوکتورا پروګرام
د دوکتورا د پروګرام د هر سمستر فیس ۶۵۰۰۰ افغانۍ دی. په دغه فیس کې څېړنیز امکانات، تخصصي لابراتوارونه، د استادانو علمي لارښوونې او نور اړوند اکادمیک خدمات شامل دي.
د جیولوجي او کانونو پوهنځی اداري او تخنیکي کارکوونکي
د جیولوجي او کانونو پوهنځی یو منسجم اداري او تخنیکي جوړښت لري، چې د مجربو، متخصصو او متعهدو کارکوونکو لهخوا اداره کېږي. دغه اداري او تخنیکي کادر د ټاکلو مسؤلیتونو د ترسره کولو له لارې د پوهنځی د تعلیمي، لابراتواري، څېړنیزو او اجرایي فعالیتونو د اغېزمن پرمخبیولو زمینه برابروي. د کارکوونکو ترکیب په لاندې ډول دی:
اداري کارکوونکي
• د تدریسي چارو مدیر (څلورم بست)؛
• د اجرائیه چارو مدیر (پنځم بست)؛
• د کتابتون مدیر (پنځم بست): د کتابتون د ساتنې او ادارې مسؤل، د کتابونو د امانت ورکولو د خدمتونو تنظیموونکی او د استادانو او محصلینو لپاره د علمي منابعو مسئول؛
• د موزیم مدیر (پنځم بست): د تعلیمي–جیولوجیکي نمونو او تجهیزاتو د ساتنې او تنظیم مسؤل او د عملي او تطبیقي فعالیتونو پر مهال له محصلینو سره همکار؛
• د اجناسو معتمد (اووم بست): د اداري اجناسو د ساتنې، توزیع او څارنې مسؤل او د اړوندو راپورونو ترتیب کوونکی.
تخنیکي او لابراتواري کارکوونکي
د جیولوجي او کانونو پوهنځی په څلورو دیپارتمنتونو کې، د عملي او تطبیقي زدهکړو د کیفیت د لوړولو په موخه، په هره څانګه کې لاندې اشخاص دندې ترسره کوي:
- لابرانت (څلورم بست): د لابراتواري فعالیتونو مسؤل، د نمونو چمتو کوونکی، د آزمایښتونو د پایلو ثبتوونکی، د عملي مضامینو د تطبیق په برخه کې د استادانو همکار او د لابراتوار د نظم او خوندیتوب د معیارونو ساتونکی؛
- تکنیشن (پنځم بست): د تجهیزاتو د چمتو کولو، د تخنیکي وسایلو د ساتنې، د لابراتواري فعالیتونو د همکارۍ او د محصلینو د عملي پروګرامونو د ملاتړ مسؤل.
د محصلینو احصائیه
د جیولوجي او کانونو پوهنځی دا مهال د تحصیلي دورو په بېلابېلو کچو کې د پام وړ شمېر محصلین لري. دغه محصلین د پوهنځی په څلورو فعالو دیپارتمنتونو کې په نظري، عملي او تطبیقي زدهکړو بوخت دي او د ملي او نړیوالو معیارونو مطابق له اکادمیکو پروګرامونو څخه استفاده کوي.
د جیولوجي او کانونو پوهنځی د فارغ شوو محصلینو شمېر شاوخوا (۴۵۰۲) تنه دی، چې له دې ډلې څخه نږدې (۶۸۳) تنه د ماستري او دوکتورا په کچه او پاتې نور د لېسانس په کچه فارغ شوي دي.
دا مهال په جیولوجي او کانونو پوهنځی کې (۶۵۹) تنه محصلین د لېسانس او (۱۰۷) تنه محصلین د ماستري په کچه پر تحصیل بوخت دي.
د اوسنیو محصلینو شمېر د دیپارتمنتونو له مخې تنظیم شوی او اړوند احصائیه په لاندې جدول کې وړاندې کېږي، چې د پوهنځی د تعلیمي ظرفیت او د بېلابېلو څانګو د محصلینو د ګډون کچه څرګندوي.
|
د جیولوجي او کانونو پوهنځی د ورځنیو محصلینو احصائیه د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمستر له مخې |
|||||||
|
مجموعه |
پنځم صنف |
څلورم صنف |
درېیم صنف |
دوهم صنف |
لومړی صنف |
د دیپارتمنت نوم |
شمېره |
|
۱۷۴ |
۲۹ |
۳۷ |
۴۱ |
۳۱ |
۳۶ |
د جیولوجۍ او د کانونو د اکتشاف انجنیرۍ څانګه؛ |
۱ |
|
۱۶۶ |
۲۱ |
۳۶ |
۳۸ |
۳۳ |
۳۸ |
د نفت او ګازو کانونو د انجنیري څانګه |
۲ |
|
۱۵۸ |
۲۸ |
۳۱ |
۳۴ |
۲۷ |
۳۸ |
د کانونو د زیرزميني استخراج د انجنیري څانګه |
۳ |
|
۱۶۱ |
۳۰ |
۳۵ |
۲۵ |
۳۳ |
۳۸ |
د انجنیری جیولوجي او هایدروجیولوجۍ څانګه |
۴ |
|
۶۵۹ |
۱۰۸ |
۱۳۹ |
۱۳۸ |
۱۲۴ |
۱۵۰ |
مجموعه |
|