د نفت او گاز کانونو انجنیری څانګه
د نفت او ګازو کانونو د انجینرۍ څانګی پیژندنه
د نفت او ګازو کانونو د انجینرۍ څانګه په ۱۳۴۶ هجری لمریز کال کې د کابل پولی تخنیک پوهنتون د تأسیس په وخت کې د "جیولوجی، اکتشاف او نفت او ګاز لرونکو ساحو استخراج څانګه" تر نامه لاندې تأسیس شوه او د نفت او ګازو په برخه کی د انجنیرانو د فارغوونکی مرکز په توګه یې فعالیت دوام لري.
د نفت او ګازو کانونو د انجینرۍ څانګه د کابل پولیتخنیک پوهنتون د تأسیس له پیل څخه په 1346 هجری لمریز کال کې د «جیولوجی، اکتشاف او نفت او ګاز لرونکو ساحو استخراج څانګي» تر نامه لاندې د جیولوجی او کانونو پوهنځی په چوکاټ کې د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره تأسیس شوه او تر اوسه پورې د یو علمي مرکز په توګه په علمي او تحصیلي فعالیتونو کې د جیولوجی او کانونو انجنیرانو ته روزنه ورکوي. په 1393 هجری لمریز کال کې، د څانګی د استادانو په وړاندیز، د پوهنځی علمي شورا، پوهنتون علمي شورا او د لوړو زده کړو وزارت د صلاحیت لرونکو مقامونو له تایید وروسته، د څانګی نوم د «نفت او ګازو کانونو د انجینرۍ څانګه» ته بدل شو.
دغه څانګه په مختلفو برخو لکه جیولوجی، جیولوجیکی نقشه جوړونه، جیوفزیک، د نفت او ګازو څاګانو کیندنه، د نفت او ګازو کانونو د زیرمو محاسبه، د نفت او ګازو لرونکو سیمو استخراج، د ګټورو جامدو موادو اکتشافي څاګانو او د څښاک اوبو څاګانو کیندنه کی تخصص لرونکي کارپوهان روزي او ټولنی ته یی وړاندی کوی.
دې څانګی له تأسیس څخه تر اوسه هڅه کړې چې د نظری درسونو پرمختګ او د محصلینو د ساحوي تمرین لپاره د کانونو له وزارت سره د همکاری تړونونه وکړي. د نفت او ګازو کانونو د انجینرۍ څانګه د عملي کارونو لپاره لابراتورونه لري، لکه: جیولوجی، د نفت او ګازو جیوکیمیا، ساحوی او صنعتی جیوفزیک، هایدرودینامیک زیرمینی، د نفت او ګازو د څاګانو کیندنه، د نفت او ګازو کانونو د استخراج تکنالوجي، د برمه کاری – جیوفزیک پولیگون.
د دې څانګي د علمی کادر غړود خپل فعالیت په اوږدو کې د مختلفو مضمونونو لپاره درسي کتابونه، مرستندویه درسی کتابونه، د لابراتوار د کار لارښود او لکچرنوټونه د داخلي او خارجي استادانو لخوا جوړ او ترتیب شوي، او د محصلینو د استفادې لپاره چاپ او خپاره شوي دي.
په دی څانګه کې د درسي او مرستندویه درسی کتابونو لیکل او ژباړه په ښه توګه پرمختګ کړی، او د دې څانګی د تجربو لرونکو استادانو په همت، مختلف کتابونه لکه «برمه کاری چاه های نفت و ګاز، جیوفزیک اکتشافي، جیوفزیک صنعتي، جیوکیمیای نفت و ګاز» او نور کتابونه ترتیب شوي چې د تدریس په پروسه کې یې ارزښتناکه ونډه لرلې او د محصلینو د علمي کچې لوړولو لپاره ګټور تمام شوي دي.
د څانګی موخی (Objectives)
- په اسلامي روحیه سمبال او ملي ګټو ته ژمنو محصلینو روزنه؛
- د پترولیم انجنیری په اساسي علومو د محصلینو پوهونه؛
- د پترولیم انجنیری په برخه کی د مسلکي انجینرانو او ماهرو کادرونو روزنه؛
- د معاصرو جیولوجیکي او جیوفزیکي طریقو په کارولو سره د نفت او ګازو کانونو اکتشاف او پلټلو لپاره د محصیلینو ځواکمنول؛
- د نفت او ګازو د څاه ګانو کیندلو د پلان جوړونې، ډیزاین او مدیریت لپاره د زده کوونکو د ظرفیت لوړول؛
- د نفت او ګازو د استخراج، لومړنۍ تصفیی او انتقال پروسې د ترسره کولو لپاره محصیلینو ته روزنه ورکول؛
- د نفت او ګازو سکتور پورې اړوند معاصری ټیکنالوژۍ سره د محصیلینو آشنا کول؛
- د نفت او ګازو پروژو اداره کولو او ګروپی کار کولو لپاره د محصیلینو ظرفیت لوړول؛
- د ساحوي کاري راپورونو چمتو کولو لپاره د محصیلینو ځواکمنول؛
- د نفت او ګازو کانونو د سپړلو لپاره د معاصرو جیوکیمیاوی میتودونو سره د محصیلینو پیاوړتیا؛
- د نفت او ګازو د لیږد پایپ لاین پروژو د پلان او ډیزاین کولو په برخه کی محصیلینو ته روزنه ور کول.
لیدلوری (Vision)
د نفت او ګازو کانونو د انجنیری څانګه یو تحصیلي واحد دی چې د نفت او ګازو کانونو د انجنیری په برخه کې په ملي او سیمهییزه کچه د لیسانس انجنیر په توګه محصلین روزي او ټولنې ته یی وړاندې کوي.
ماموریت (Mission)
دغه څانګه د پترولیم په برخه کې د مسلکي انجنیرانو په روزلو او د دې برخې مسلکي کادرونو د اړتیا پوره کولو کې د پام وړ رول لري، تر څو دوی د نفت او ګازو ساحو د تفحص، اکتشاف او استخراج، د ټولنی په هوساینې کی د نفت او ګازو کانونو د اقتصادي اغېزمنتیا ارزولو، او د هېواد د ملي اقتصاد د بنسټ پیاوړتیا لپاره فعال ګډون وکړي.
د څانګې فعالیتونه (Activities)
د نفت او ګازو کانونو د انجنیری څانګه د کابل پولیتخنیک پوهنتون د جیولوجی او کانونو پوهنځی په چوکاټ کې د سکتوري ادارو په ځانګړي ډول د کانونو او پترولیم وزارت، د نورم او سټنډرډ ملي ادارې او د نفت او مایع ګازو دولتي شرکت سره همکاري او مشورې کوي.
اسانتیاوی (Facilities)
د نفت او ګازو کانونو د انجنیرۍ څانګه څلور درسي ټولګي، د جیوفزیک یو مجهز لابراتوار، او یو عصري کمپیوټرلب لري، چیرې چې محصلین خپلې نظری، عملي او لابراتواري زده کړې په ښه ډول سرته رسوي.
همدارنګه، په نږدې راتلونکي کې پلان شته چې د استخراج او برمه کولو لپاره یو مجهز لابراتوار جوړ او د ګټه اخیستنی لپاره چمتو شي.
د څانګي د استادانو پوره ژوندلیک
نوم او تخلص: عزیز آغا مهمند
بیوګرافي یا د سوانحو لنډیز:
پوهنیار عزیزآغا مهمند په ۱۳۹۴ هـ ش کال کې د کابل پولیتخنیک پوهنتون څخه د لیسانس سند ترلاسه کړی او په ۱۴۰۱ هـ ش کې یې د همدغه پوهنتون څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی. نوموړی له ۳ کلونو څخه زیات د استادۍ تجربه لري، چې له ۱۴۰۲ هـ ش کال څخه تر اوسه پورې یې د جیولوجی او کانونو پوهنځی د نفت او ګازو انجنیری په څانګه کی تدریس کړی. هغه همدارنګه د جیولوجي او کانونو پوهنځي د مرستیال په توګه دنده ترسره کړی. اوسمهال نوموړۍ د نفت او ګازو انجنیرۍ څانګی د کادري غړي او آمر په حیث دنده تر سره کوي، یاد استاد د (نفت او ګازو د استخراج تخنیک او تکنالوژي، د نفت او ګازو د استخراج د اساسی فکتورونومحاسبه، د نفت تولید زیاتول او د چاپیریال ساتنه) مضامینو تدریس په غاړه لري.
پوهنیار عزیزآغا مهمند څو مهمې لاسته راوړنې لري چې په کې د لکچرنوتونو اپدیت کول او ترتیب، د ملي او نړیوالو مقالو خپرول، او د "د نفت تولید زیاتولو" کتاب ژباړه شامل دي.
د څېړنې برخې یا ساحې:
- د نفت او ګازو د استخراج تخنیک او تکنالوژي
- د نفتو د تولید زیاتول
- د نفت او ګازو د کانونو رایستنه
مضمونونه (Courses)
د لیسانس دوری مضمونونه (UG Courses)
- د نفت او ګازو د استخراج تخنیک او تکنالوژي
- د نفت او ګازو د استخراج د اساسی فکتورونومحاسبه
- د نفتو د تولید زیاتولو میتودونه
- د چاپیریال ساتنه
د ماسترۍ دوری مضمونونه (Courses PG)
- د نفتو د تولید زیاتول
اړیکه (Contact):
- د کابل پولی تخنیک پوهنتون، پنځمه ناحیه، د کابل ښار - افغانستان
- بریښنالیک: azizagha.mohmnad@kpu.edu.af
- د اړیکي شمېره: 0704096195
نوم او تخلص: عبدالرشید اقبال
بیوګرافي یا د سوانحو لنډیز:
پوهاند عبدالرشید اقبال په ۱۹۸۶ میلادي کال کې د آذربایجان د نفت او کیمیا پوهنتون څخه د لیسانس او ماسټري سندونه په بریا سره ترلاسه کړي دي. نوموړي د ۳۸ کلونو په اوږدو کې د انجنیر او استاد په توګه د کانونو او پترولیم وزارت، اوبو او انرژۍ وزارت، او کابل پولیتخنیک پوهنتون کې دنده تر سره کړي ده. سربېره پردی، نوموړي د جیولوجي او کانونو پوهنځي د رئیس او د کابل پولیتخنیک پوهنتون د رئیس په توګه خپل ولس ته خدمت کړی دی. اوسمهال د علمي کادر غړی په توګه دنده ترسره کوي. هغه مضامین چې نوموړۍ یی تدریس کوي په لاندی ډول دی:
- اکتشافي جیوفزیک
- صنعتي جیوفزیک
- پتروفزیک
- د پټرولیم اقتصاد
- مدیریت او سازماندهی
پوهاند عبدالرشید اقبال په علمي او څېړنیزه برخه کې ګڼ شمېر مهمې لاسته راوړنې لري. د نوموړي له مهمو کارونو څخه د لسګونو علمي-تحقیقي مقالو خپرول، د دوو کتابونو ("صنعتي جیوفزیک" او "اکتشافي جیوفزیک") لیکنه، د اسیستانت استادانو لارښوونه، د داخلي او خارجي پوهنتونونو سره د اکادمیکو اړیکو جوړول، او په پوهنتون کې د اداري چارو په ترسره کولو کې فعاله ونډه شامل دي.
د څېړنې برخې یا ساحې:
- جیولوجي
- جیوفزیک
- د انجنیري اقتصاد
علمي خپرونې (Publications):
- اقبال، عبدالرشید، جیوفزیک صنعتی، مطبعه پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1396
- اقبال، عبدالرشید، جیوفزیک اکتشافی، مطبعه پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1403
- استفاده از میتودهای رادیواکتیویتی در معدن بالاخانه-صابونچی-رومان آذربایجان، انستیتوت نفت و کیمیای آذربایجان، 1986
- تعیین مقاومت مخصوص برقی احجار طبقات مثمر ساحۀ گازدار جرقدق، مجله علم و تکنالوژی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1368
- تعیین ضریب تخلخل رسوبات گتریف ساحۀ گازدار جرقدق توسط میتود های نیوترونی و صوتی، مجله علم و تکنالوژی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1366
- تعیین ضریب تخلخل رسوبات گتریف ساحات گازدار قسمت شمال افغانستان توسط میتود های نیوترونی، مجله علم و تکنالوژی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1366
- تدقیق ساختمان جیولوژیکی نقاط پوشیده حوزه کابل توسط میتود های جیوفزیکی با ارتباط فلوسید های محتوای آن، مجله علم و تکنالوژی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1367
- وقوع لغزش کتله های احجار در اکناف پرنشیب کوه آسمایی و عوامل اساسی آن، مجله علم و تکنالوژی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1377
- چگونگی وقوع زلزله در قلمرو افغانستان و کشورهای همجوار، مجله علم و تکنالوژی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1383
- نظر جدید پیرامون مد و جزر در جهت تطبیق و تدقیق خوبتری قانون جاذبۀ نیوتن، مجله علم و تکنالوژی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1386
- تحلیل و ارزیابی مواد نقشه برداری گراویمتری قسمت شمال افغانستان، مجله علم و تکنالوژی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1393
- تحلیل و ارزیابی ارقام میتود زونداژ عمودی برقی در قریه کوچی آباد بگرامی، مجله علم و تکنالوژی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1393
- د ګراویمتري پلټنو اغیزمنتیا د کټواز د رسوباتو د مطالعې لپاره، مجله علم و تکنالوژی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1395
- ارزیابی مؤثریت میتود هوائی مقناطیسی به منظور مطالعۀ قلمرو افغانستان، مجله علم و تکنالوژی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1396
- د جیوفزیکی هوایی میتودو څخه د ګټی اخیستنی اغیزمنتیا د افغانستان د نفت او ګازو لرونکو سیمو د پلټنی لپاره، مجله علم و تکنالوژی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1397
- مؤثریت استفاده از میتودهای جیوفزیک صنعتی جهت مطالعۀ آبهای تحت الارضی شهر جدید کابل، مجله علم و تکنالوژی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1397
- Iqbal et al, “Groundwater Prospective Zones and Precise Location Using Integrated Geological, Geomorphological, and Geophysical Methods in Sholgara District, Balkh Province” KPU International Journal of Engineering and Technology, 2022
- Iqbal “Physico-Chemical properties of ground water in the Kabul Basin, Afghanistan” KPU International Journal of Engineering and Technology, 2021
- Iqbal “Exploration of Drinking Water Using Vertical Electrical Sounding Method in Behsud District, Nangarhar Province, Afghanistan, KPU International Journal of Engineering and Technology, 2024
مضمونونه (Courses)
د لیسانس دوری مضمونونه (UG Courses)
- اکتشافي جیوفزیک
- صنعتي جیوفزیک
- پتروفزیک
- د پټرولیم اقتصاد
د ماسټرۍ دوری مضمونونه (Courses PG)
- پتروفزیک
- پرمختللی اکتشافي جیوفزیک
- د پټرولیم اقتصاد
- د څاګانو د کراتاژ تعبییر او تفسیر
اړیکه (Contact):
- د کابل پولی تخنیک پوهنتون، پنځمه ناحیه، د کابل ښار - افغانستان
- بریښنالیک: rashidiqbal55@gmail.com / rashidiqbal55@kpu.edu.af
- د اړیکي شمېره: 0700290187
نوم او تخلص: عبدالشکور داور
بیوګرافي یا د سوانحو لنډیز:
پوهنوال عبدالشکور داور په ۱۳۶۵ کال کې د کابل پولیتخنیک پوهنتون څخه د لیسانس او ماسټري سندونه په بریالیتوب ترلاسه کړي دي. نوموړي د ۲۹ کالو په اوږدو کې د استادۍ سپېڅلې دنده ترسره کړې ده. د ۱۳۹۴ تر ۱۳۹۸ کلونو پورې د څانګی د آمر په توګه، او د ۱۴۰۰ څخه تر ۱۴۰۳ کلونو پورې د کابل پولیتخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د رئیس په توګه دنده ترسره کړې. اوسمهال نوموړۍ د نفت او ګازو انجنیرۍ څانګی د کادري غړي په حیث دنده تر سره کوي. هغه مضامین چې د نوموړي له خوا تدریس کیږی په لاندی ډول دی:
- د څاګانو برمهکاري
- د برمهکاري سیالونه او سمنټیشن
- د څاګانو ازمېښت او بشپړونه
- اکتشافي برمهکاري
- صنعتي ماشینونه
- د پټرولیم جیولوجي
- د نفت او ګازو جیوکیمیا
نوموړۍ ډېرې علمي او څېړنیزې لاسته راوړنې لري، چې په هغو کې ۲۲ علمي-تحقیقي مقالې او درې تالیف شوي کتابونه (د نفت او ګازو څاګانو برمه کاری، اکتشافي برمهکاري، د څاګانو ازمېښت او بشپړونه) شامل دي. همدارنګه د اسیستانت استادانو لاښوونه، د نفت او ګازو کانونو د قراردادونو ارزونه، ماستری او لیسانس دورو د محصلانو د تیزسونو لارښوونه کی فعاله ونډه لری.
د څېړنې برخی یا ساحی:
- د افغانستان په شمال کې د نفت او ګازو د څاګانو د برمهکارۍ ستونزې څېړل؛
- د ګازي او نفتي څاګانو د حاصل ورکولو زیاتول؛
- د مثمرو طبقو په لوړ کیفیت سره پرانیستل؛
- د افغانستان په شمال کې د مغلقو سیمو د څاګانو ډیزاین او طرحه.
علمي خپرونې (Publications):
- داور، عبدالشکور، برمه کاری اکتشافی، مطبعه پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1398
- داور، عبدالشکور، ازمایش و اکمال چاه، مطبعه پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1403
- داور، عبدالشکور، برمه کاری چاه های نفت و گاز، مطبعه پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1395
- داور، عبدالشکور، طرح ساختمان چاه اکتشافی به منظور اکتشاف رسوبات یورای فوقانی ساحۀ گاز دار جمعه، انتشارات مجله علمی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1365
- داور، عبدالشکور، ایجاد مشکلات در برمه کاری چاه های اکتشافی قسمت شمال افغانستان، انتشارات مجله علمی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1369
- داور، عبدالشکور، دکابل شاوخوا سیمو د مټینی خاوری څیړنه او دهغی څخه دبرمی محلول جوړول، انتشارات مجله علمی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1387
- داور، عبدالشکور، د جنگل کلان او چیغچی ساحو دکاشفوڅاه ګانو له لاری دافقی ستونو برمه کول دهغو دګازی زیرمود را ایستلولپاره، انتشارات مجله علمی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1392
- داور، عبدالشکور، زنگ زدگی تجهیزات صنعتی گاز و طرق جلوگیری از آن، انتشارات مجله علمی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1392
- داور، عبدالشکور، بررسی عوامل محدود کنندۀ بهره دهی چاه های گازی قسمت شمال افغانستان، انتشارات مجله علمی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1392
- داور، عبدالشکور، گشایش طبقات مثمرساحۀ نفت دارقشقری به میتود برمه کاری تحت بلانسی، انتشارات مجله علمی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1393
- داور، عبدالشکور، بررسی علل انحراف چاه های عمودی وطرق جلوگیری از آنها و انحراف مصنوعی چاه ها، انتشارات مجله علمی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1393
- داور، عبدالشکور، بررسی عوامل مشکلات حین برمه کاری چاه های نفتی و گازی قسمت شمال کشورو طرق مناسب جلوگیری از آنها، انتشارات مجله علمی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1393
- داور، عبدالشکور، مطالعه و بررسی عوامل آلودگی محیط زیست توسط محلول برمه حین برمه کاری چاه های نفت وگاز و تدابیر غرض جلوگیری از آن، انتشارات مجله علمی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1395
- داور، عبدالشکور، مطالعه و بررسی مشکلات برمه کاری طبقات گلی ساحات گاز دار خمیدگی خمآب و میتود های جلوگیری از آن، انتشارات مجله علمی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1395
- داور، عبدالشکور، د افغانستان په اقتصادی وده کی د ټاپی د پروژی رول، انتشارات مجله علمی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1396
- داور، عبدالشکور، ارزیابی گاز خیزی بلاک طوطی میدان حوزه آمودریا، انتشارات مجله علمی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1397
- داور، عبدالشکور، مطالعه و بررسی گاز خیزی ساختمان صندوقلی حوزه افغان – تاجیک، انتشارات مجله علمی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1397
- داور، عبدالشکور، مطالعه و بررسی مشکلات پروسه استخراج معادن نفت وگاز و تدابیر غرض جلوگیری از آن، انتشارات مجله علمی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1397
- داور، عبدالشکور، مطالعه و بررسی مشکلات پروسه برمه کاری ساختمان های آقجه یک و دو و تدابیر غرض جلوگیری از آن، انتشارات مجله علمی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1397
- داور، عبدالشکور، افزایش بهره دهی چاه های گازی جوراسیک ساحه خواجه گوگردک، انتشارات مجله علمی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1398
- داور، عبدالشکور، ارزیابی کمپلکس های نفت وگاز خیزی شمال افغانستان، انتشارات مجله علمی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1398
- داور، عبدالشکور، تعیین رژیم مناسب استخراج گاز از ساحه گازدار شکرک، انتشارات مجله علمی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1401
- داور، عبدالشکور، بررسی مشکلات استخراج نفت ساحات قشقری و طروق جلوگیری آن، انتشارات مجله علمی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1403
- Dawar, Assessing Gas Losses and Implementing Effective Prevention Strategies in Mining Areas of the Northern Part of Afghanistan, KPU-iJET, 2024
- Dawar, Analysis of Challenges and Solutions in the Oil Extraction Process of the Qashqari Mining Field, Sar e Pol Province, Afghanistan, KPU-iJET, 2024
مضمونونه (Courses)
د لیسانس دوری مضمونونه (UG Courses)
- د څاګانو برمهکاري
- د برمهکاري سیالونه او سمنټیشن
- د څاګانو ازمېښت او بشپړونه
- اکتشافي برمهکاري
- صنعتي ماشینونه
د ماسټرۍ دوری مضمونونه (Courses PG)
- پرمختللی برمه کاری
- د څاګانو پرمختللۍ ازمېښت
- د څاګانو ډیزاین
- د پټرولیم جیولوجي
- د نفت او ګازو جیوکیمیا
اړیکه (Contact):
- د کابل پولی تخنیک پوهنتون، پنځمه ناحیه، د کابل ښار - افغانستان
- بریښنالیک: ab.shukoor.dawar@gmail.com
- د اړیکی شمېره: 744552212
نوم او تخلص: عبدالجمیل نظری
بیوګرافي یا د سوانحو لنډیز:
پوهندوی عبدالجمیل نظري په ۱۳۹۰ هـ ش کال کې د کابل پولیتخنیک پوهنتون څخه د لیسانس سند ترلاسه کړی او په ۲۰۱۷ میلادي کال کې یې د جاپان د توکای پوهنتون څخه ماسټري په بریالیتوب سره بشپړه کړې ده. نوموړي د ۱۴ کلونو په اوږدو کې د استادۍ ارزښتناکه دنده تر سره کړي ده. سربېره پردی، هغه د نفت او ګازو کانونو د انجنیرۍ څانګی د آمر په توګه دنده ترسره کړې او اوسمهال د همدې څانګی د علمي کادر غړی دی. هغه مضامین چې نوموړۍ یی تدریس کوی په لاندی ډول دی:
- ترموډینامیک
- د سیالاتو میخانیک
- تر ځمکې لاندې هایدرولیک
- د نفت او ګازو پایپ لاین
پوهندوی عبدالجمیل نظري په علمي او څېړنیزه برخه کې ډېرې مهمې لاسته راوړنې لري. د نوموړي د لاسته راوړنو څخه د څو علمي-تحقیقي مقالو خپرول او د یوه درسي کتاب ("ترموډینامیک") ژباړل یادولای شو.
د څېړنې برخې یا ساحې:
- د نفت او ګازو پایپ لاین ډیزاین کول
- د نفت او ګازو استخراج د پروسو مدیریت کول
- د نفت او ګاز د استخراج د رژیم ټاکنه
علمي خپرونې (Publications):
- Nazary, Oil Displacement by Water in Hauterivian Sandstone Reservoir of Kashkari Oil Field, World Academy of Science, Engineering and Technology International Journal of Geotechnical and Geological Engineering,
- Nazary, Measurement of Relative Permeability of Oil and Water and Application to Waterflooding Technique in Petroleum Reservoir, JSCE conference, Tokyo, Japan, 2016
- Nazary, Laboratory Measurement of Relative Permeability of Heavy Oil and Water and Application to the Waterflooding in Petroleum Reservoir, World Academy of Science, Engineering and Technology International Journal of Geotechnical and Geological Engineering, 2020
- Nazary, Influence of Relative Permeability and Viscosity Ration on the Oil Displacement By water in Petroleum Reservoir, International Journal of Geotechnical and Geological Engineering, 2016
- Nazary, Effect of Fractional Flow Curves on the Recovery of Different Types of Oil in Petroleum Reservoirs, Proc. School of Engineering Tokai University, 2016
- Nazary, Analysis of Fractional Flow and Relative Permeability of Heavy Oil and Kerosene during Recovery in Petroleum Reservoir, International Journal of GEOMATE, 2017
- نظری، عبدالجمیل، ارزیابی و مقایسۀ معادلات جریان گاز و تطبیق آن در پایپ لاین کود و برق مزارشریف، مجلۀ علم و تخنالوجی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1400
- نظری، عبدالجمیل، تعیین رژیم مناسب استخراج گاز ساحه گازدار باشکورد، مجلۀ علم و تخنالوجی پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1400
- نظری، عبدالجمیل، ترمودینامیک، مطبعه پوهنتون پولی تخنیک کابل، 1403
مضمونونه (Courses)
د لیسانس دوری مضمونونه (UG Courses)
- ترموډینامیک
- د سیالاتو میخانیک
- تر ځمکې لاندې هایدرولیک
- د نفت او ګازو پایپ لاین
د ماسټرۍ دوری مضمونونه (Courses PG)
- د مخزنونو انجنیری
- د نفت او ګازو پایپ لاین
اړیکه (Contact):
- د کابل پولی تخنیک پوهنتون، پنځمه ناحیه، د کابل ښار - افغانستان
- بریښنالیک: a.jamil.nazari@gmail.com
- د اړیکی شمېره: 0707021655
نوم او تخلص: عبدالسمیع سهاند
بیوګرافي یا د سوانحو لنډیز:
پوهنیار عبدالسمیع سهاند په ۱۳۹۰ هـ ش کال کې د کابل پولیتخنیک پوهنتون څخه د لیسانس سند ترلاسه کړی او په ۱۳۹۹ هـ ش کال کې یې د چین د جیوساینس پوهنتون څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی. نوموړی له ۱۳۹۲ هـ ش څخه تر اوسه پورې چې شاوخوا ۱۳ کاله کېږي، د استادۍ ارزښتمنه تجربه لري. پر دی سربېره، نوموړي د کابل پولیتخنیک پوهنتون د استادانو د چارو د انسجام آمر په توګه دنده ترسره کړې ده او اوسمهال د چین د پټرولیم پوهنتون د دوکتورا محصل دی. هغه مضامین چې نوموړۍ یی تدریس کوي په لاندی ډول دی:
- پتروفزیک
- اکتشافي جیوفزیک
- صنعتي جیوفزیک
- تکتونیک
پوهنیار عبدالسمیع سهاند په علمي او څېړنیزه برخه کې څو مهمې لاسته راوړنې لري. د نوموړي له لاسته راوړنو څخه د جیوفزیک په لابراتوار کې مرسته کول، د پوهنتون د رینکینګ په لوړولو کې همکاري، د لکچرنوټونو عصري کول، او د علمي مقالو خپرول یادېدای شي.
د څېړنې برخې یا ساحې:
- اکتشافي جیوفزیک
- صنعتي جیوفزیک
- پتروفزیک
مضمونونه (Courses)
د لیسانس دوری مضمونونه (UG Courses)
- اکتشافي جیوفزیک
- صنعتي جیوفزیک
- پتروفزیک
اړیکه (Contact):
- د کابل پولی تخنیک پوهنتون، پنځمه ناحیه، د کابل ښار - افغانستان
- بریښنالیک: Samibitabfa22@yahoo.com
- د اړیکی شمیره: 0797483145
نوم او تخلص: محمد ولید امید
بیوګرافي یا د سوانحو لنډیز:
پوهنیار محمدولید امید په ۲۰۱۴م کال کې د کابل پولیتخنیک پوهنتون څخه د لیسانس سند ترلاسه کړی او په ۲۰۲۰م کال کې یې د هند د بومبیي ټیکنالوژۍ انستیتیوت څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی. نوموړی له ۱۳۹۶ هـ ش څخه تر اوسه پورې چې شاوخوا ۸ کاله کېږي، د استادۍ تجربه لري. علاوه پر دې، هغه د کابل پولیتخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د مرستیال په توګه هم خدمت کړی دی او اوس مهال د علمي کادر د غړي په توګه دنده ترسره کوي. هغه مضامین چې نوموړۍ یی تدریس کوی په لاندی ډول دی:
- اکتشافي برمهکاری
- د تحقیق طریقې
- د نفت او ګازو صنعتي ماشینونه
- د کار خونديتوب
پوهنیار محمدولید امید د خپلې علمي تجربې په اوږدو کې د درسي موادو ترتیب، د درسي کتابونو ژباړه او د تحقیقي مقالو خپرولو له لارې خپلې علمي لاسته راوړنې زیاتې کړي دي.
د څېړنې برخې یا ساحې:
- جیولوجي او برمهکاری
- د علمي لیکلو او تحقیق طریقې
- استخراج او برمهکاری
- د کار خونديتوب
علمي خپرونې (Publications):
- Omid and Dawar, Analysis of Challenges and Solutions in the Oil Extraction Process of the Qashqari Mining Field, Sar e Pol Province, Afghanistan, KPU-iJET, 1403
- Omid et al, Groundwater Prospective Zones and Precise Location Using Integrated Geological, Geomorphological, and Geophysical Methods in Sholgara District, Balkh Province, KPU-iJET, 1401
- Omid and Dawar, Assessing Gas Losses and Implementing Effective Prevention Strategies in Mining Areas of the Northern Part of Afghanistan, KPU-iJET, 1403
- Omid et al, Determination of A Suitable Operating Method for Gas Wells from Jurassic Reservoir Rocks in Khwaja Gogerdak Gas Field, Northern Part of Afghanistan, KPU-iJET, 1401
مضمونونه (Courses)
د لیسانس دوری مضمونونه (UG Courses)
- اکتشافي برمهکاری
- د نفت او ګازو څاګانو برمه کاری
- د نفت او ګازو صنعتي ماشینونه
- د کار خونديتوب
- د تحقیق طریقې
د ماسترۍ دوری مضمونونه (Courses PG)
- د تحقیق طریقی
اړیکه (Contact):
- د کابل پولی تخنیک پوهنتون، پنځمه ناحیه، د کابل ښار - افغانستان
- بریښنالیک: walid.amid99@gmail.com
- د اړیکي شمېره: 0799419963
نوم او تخلص: دوست محمد افضلی
بیوګرافي یا د سوانحو لنډیز:
پوهنیار دوست محمد افضلي په ۱۳۹۶ هـ ش کال کې د کابل پولیتخنیک پوهنتون څخه د لیسانس سند ترلاسه کړی او په ۱۴۰۱ هـ ش کې یې د همدغه پوهنتون څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی. نوموړی له ۸ کلونو څخه زیات د استادۍ تجربه لري، چې له ۱۳۹۶ هـ ش کال څخه تر اوسه پورې یې د جیولوجی او کانونو پوهنځی د نفت او ګازو انجنیری په څانګه کی تدریس کړی. اوس مهال هم د دې څانګی د علمی کادر فعال غړۍ دی. نوموړۍ د (پتروفزیک، اکتشافي جیوفزیک، صنعتي جیوفزیک، GIS، ریموت سنسینګ، علمي لیکنې او پریزنتیشن) مضامینو تدریس په غاړه لری.
پوهنیار دوست محمد افضلي څو مهمې لاسته راوړنې لري چې په کې د جیوفزیک لابراتوار فعاله کول، د کابل پولیتخنیک پوهنتون او ولایتونو محصلانو ته د عملي جیوفزیک په برخه کې لارښوونه، او د پتروفزیک اساسات د درسي کتاب ژباړه یادولی شو.
د څېړنې برخې یا ساحې:
- د هوایي اکتشافی جیوفزیکي ډیټا تحلیل کول د جیوفزیکي انومالۍ ترلاسه کولو لپاره
- د جیوفزیکي مناسبې طریقې په کارولو سره د کانونو او تر ځمکی لاندی اوبو اکتشاف او څېړنه
- د جیوفزیکي څاګانو کراتاژی ډیاګرامونو تفسیر او تعبیر د لیتولوژۍ او طبقاتو د جلا کولو لپاره
- د پتروفزیکي نمونو تحلیل
- له لری واټن څخه د ستلایټي انځورونو تحلیل د ځمکې سطحې د مطالعې لپاره
مضمونونه (Courses)
د لیسانس دوری مضمونونه (UG Courses)
- پتروفزیک
- اکتشافي جیوفزیک
- صنعتي جیوفزیک
- GIS
- ریموت سنسینګ
- علمي لیکنې او پریزنتیشن
د ماسترۍ دوری مضمونونه (Courses PG)
- GIS
- ریموت سنسینګ
اړیکه (Contact):
- د کابل پولی تخنیک پوهنتون، پنځمه ناحیه، د کابل ښار - افغانستان
- بریښنالیک: dostmohammad.afzaly@gmail.com
- د اړیکي شمېره: 0789070660
نوم او تخلص: خان پرست مسلم
بیوګرافي یا د سوانحو لنډیز:
نامزد پوهنیار خان پرست مسلم په ۱۴۰۰ هـ ش کال کې د کابل پولی تخنیک پوهنتون څخه د لیسانس سند ترلاسه کړی دی. نوموړی له ۳ کلونو څخه زیات د استادۍ تجربه لري، چې له ۱۴۰۱ هـ ش کال څخه تر اوسه پورې یې د جیولوجی او کانونو پوهنځی د نفت او ګازو کانونو د انجنیری په څانګه کی د استادۍ سپیڅلي دنده تر سره کړي ده. اوس مهال نوموړۍ د استادۍ سربیره د جیولوجي او کانونو پوهنځي د مرستیال په توګه دنده ترسره کوی. هغه مضامین چې نوموړۍ یی په یاده څانګه د تدریس چاری مخ ته وړي، په لاندي ډول دي:
- پترولیم جیولوجي
- د نفت او ګازو جیوکیمیا
- د نفت او ګاز لرونکو سیمو هایدروجیولوجی
- صنعتي جیولوجي او د نفت او ګاز زیرمو محاسبه
- جیوترمال انرژي
- د هایدروکاربنونو قانون
نامزد پوهنیار خان پرست مسلم په یاده موده کی زیاتی لاسته راوړنې او نوښتونه لري چې مهم یی د "جیوترمال انرژي مضمون لپاره د تدریسي موادو ترتیب او تألیف، د موجوده لکچرنوتونو آپډیټ او د تدریس د میتودونو معیاري کول، د علمي او مسلکي روزنې په برخه کې د محصلینو ملاتړ او لارښوونه" یادولاي شو.
د څېړنې برخې یا ساحې:
- په هایدروکاربني ذخایرو کې کیمیاوي پروسی او د نفت او ګازو په جوړښت باندی د هغوی د تاثیراتو څېړنه؛
- د ځمکې لاندې اوبو سرچینو او د هایدروکاربني ذخایرو ترمنځ اړیکه او تاثیرات څیړنه؛
- د بدیلې انرژۍ سرچینې په توګه د ځمکې د تودوخې انرژۍ کارول؛
- د جیولوجیکي جوړښتونو او د هایدروکاربني زیرمو د تولید پروسې مطالعه؛
- د هایدروکاربني منابعو د استخراج او کارونې قانوني اړخونو څېړنه؛
- د شبیهسازي او ماډلسازي له لارې په مختلفو مخزنونو کی د هایدروکاربنی زیرمو حجم تخمین او ارزیابي کول.
مضمونونه (Courses)
د لیسانس دوری مضمونونه (UG Courses)
- پترولیم جیولوجي؛
- د نفت او ګازو جیوکیمیا؛
- د نفت او ګاز لرونکو سیمو هایدروجیولوجی؛
- صنعتي جیولوجي او د نفت او ګاز زیرمو محاسبه؛
- جیوترمال انرژي؛
- د هایدروکاربنونو قانون.
اړیکه (Contact):
- د کابل پولی تخنیک پوهنتون، پنځمه ناحیه، د کابل ښار - افغانستان
- بریښنالیک: khanparast.muslim@kpu.edu.af
- د اړیکي شمېره: 0779001453
نوم او تخلص: غلام حضرت ویاړ
بیوګرافي یا د سوانحو لنډیز:
نوماند پوهنیار غلامحضرت ویاړ په 1399 هش کال کې خپلې د لیسانس دورې لوړې زدهکړې د کابل پولیتخنیک پوهنتون کې بشپړې کړې دي، او اوس مهال په همدې پوهنتون کې د ماسټرۍ په زده کړو بوخت دی. نوموړی د 1404 هش کال له پیل څخه د نفت او ګاز کانونو انجنیري څانګه کې د علمي کادر د غړي په توګه دنده ترسره کوي.
نامزد پوهنیار ویاړ د خپل اکاډمیک فعالیت په اوږدو کې د جیوتکتونیک، د هایدروکاربنونو قانون، د تفحص او اکتشاف میتودونه، او د کمپیوټر اساسات مضامین تدریس کړي دي. سربېره پردې، د هغه له مهمو علمي لاستهراوړنو څخه د درسي موادو تیارول او ترتیبول دي چې د نفت او ګاز کانونو انجنیري څانګې د تدریسي کیفیت په لوړولو کې یې اغېزمن رول لوبولی دی.
د څېړني ساحې
1. د نفت او ګاز کانونو تفحص او اکتشاف
2. د جیولوجیکي جوړښتونو او هایدروکاربني ذخایرو تحلیل
علمي آثار (Publications)
مضامین (Courses)
د لیسانس دورې مضامین (UG Courses)
1. د نفت او ګاز جیولوجي
2. د نفت او ګاز جیوکیمیا
3. جیوتکتونیک
4. د نفت او ګازو د معادن د تفحص او اکتشاف میتودونه
5. د هایدروکاربنونو قانون
6. د کمپیوټر اساسات
اړیکه (Contact)
د کابل پولیتخنیک پوهنتون، پنځمه ناحیه، کابل – افغانستان
برېښنالیک: ghulamhazrat.wiar@kpu.edu.af و ghulamhazratwiar2479@gmail.com
د اړیکې شمېره: 0790495913