د غیر عضوي موادو د صنایعوو انجنیري څانګه
-
د غيرعضوي موادو د صنايعو د انجنيرۍ څانګی پېژندنه
د غيرعضوي موادو د صنايعو د انجنيرۍ څانګه د کابل پولیتخنیک پوهنتون د کيمياوي صنايعو د انجنيرۍ پوهنځي له فارغېدونکو څانګونو څخه شمېرل کېږي، چې په ۱۳۸۸ لمریز کال کې په رسمي ډول د دې پوهنځي په چوکاټ کې تاسیس شو.
دغه څانګه له خپل تاسیس څخه تر ننه څو دورې محصلین د لیسانس په کچه ټولنې ته وړاندې کړي دي.
د څانګه د تاسیس اصلي موخه د مسلکي، باصلاحیته او د معاصرې پوهې لرونکو کادرونو روزل دي، څو د لوړو زده کړو د وزارت له قوانینو او مقرراتو سره سم لاندې هدفونه تعقیب کړي:
۱- د هېواد په کچه د تخصصي او مسلکي کادرونو د روزنې لپاره یو مسلکي څانګه رامنځته کول، څو فارغان یې د ملي ګټو په وفادارۍ او د معاصرې پوهې په لرلو سره د کار بازار د اړتیاوو مطابق ملي او سیمهییز خدمتونه ترسره کړي.
۲- د غیرعضوي موادو د انجنیري څانګې پرمختګ د کابل پولې تخنیک پوهنتون د نورو څانګو په منځ کې د غوره څانګې په توګه، تر کال ۱۴۰۴ پورې په ټول افغانستان کې.
۳- د هېواد د انکشافي پلانونو په پلي کولو کې له اړوندو دولتي او غیر دولتي ادارو سره علمي همکاري.
۴- له پوهنتون څخه بهر له ټولو علمي مرکزونو سره د معلوماتو تبادله او همکاري.
۵- د معاصرې مسلکي او تخصصي پوهې لرونکو ځوان کادرونو روزنه.
۶- د څانګه د استادانو د ظرفیت لوړول.
۷- څانګه د عصري او پرمختللو تدریسي وسایلو په تجهیزولو سمبالول.
۸- د څانګه د مجهز لابراتوار په وسیله لابراتواري او څېړنیزې چارې ترسره کول.
۹- محصلینو ته د زدهکړې مناسب چاپېریال برابرول چې له هر ډول سیاسي، قومي او ژبني تعصب څخه پاک وي.
۱۰- د علمي او څېړنیزو وړتیاوو لوړول.
۱۱- د مضامینو له تخصصي محتوا سره سم علمي، څېړنیز او ترویجي فعالیتونه پیاوړي کول.
۱۲- څېړنه او تحقیق.
۱۳- محصلین د زدهکړو پر مهال د غیرعضوي موادو د صنايعو اړوند موضوعات لکه د کیمیاوي سرو تولید، د منرالي تیزابونو تولید، او د سیلیکاتونو تولید یادوي.
د دې څانګې فارغان کولای شي په لاندې برخو کې د انجنیر په توګه فعالیت وکړي:
– د کیمیاوي سرو په فابریکو کې (لکه د مزر شریف کود او برېښنا فابریکه)
– د سمنټو، کاشیو او سرامیکو په تولیدي فابریکو کې
– د سیخ ګول په تولیدي شرکتونو کې
– د غیرعضوي موادو د صنايعو د محصولاتو په څېړنیزو او انالیزي لابراتوارونو کې.
موخې
د دې څانګې موخه د ټولو علمي، مسلکي او اداري برخو پرلپسې معیاري کول، د کیمیاوي صنايعو د انجنیري د علومو پراختیا د نوې علمي لاسته راوړنو پر بنسټ، او د مسلکي، وړ او تجربه¬ لرونکو علمي–انجنيري کادرونو روزنه ده. دغه موخه د ملي او نړیوالو معیارونو مطابق د کریکولم پراختیا او تطبیق په وسیله ترلاسه کېږي. عمده ټکي یې په لاندې ډول دي:
- د هېواد لپاره د تخصصي بشري ځواک روزنه د هغو طبیعي منابعو د تصفیې او غنی کولو په برخه کې چې د اقتصاد او تولید لپاره ضروري دي.
- له دولتي او غیر دولتي اړوندو ادارو سره په انکشافي پلانونو کې علمي همکاري.
- د ملي او نړیوالو معیارونو په رڼا کې د تحصیلي خدماتو کمّي او کیفې لوړوالی.
- د علم او پوهې تولید.
- زدهکړه او زدهکول.
- په هېواد کې د علمي لاسته راوړنو د عملي او تیوري کارونې ترویج په پراخه کچه.
- له پوهنتون څخه بهر له ټولو علمي مرکزونو سره د معلوماتو تبادله او همکاري.
- علمي څېړنه او تحقیق.
اړیکې
کابل پولی تخنیک پوهنتون
برېښنالیک: abdulhadi.sulimanzoy@kpu.edu.af
د اړیکې شمېره: 0093784-784-795
نوم او تخلص: جهان شاه موسوی
بیوګرافي
محترم نوماند پوهاند جهان شاه موسوي، د ګل آغا زوی، د ۱۳۷۹ هجري شمسي کال زیږدلی، په یوه دیني کورنۍ کې په ګزني ولایت کې زیږیدلی دی. ده د لومړنیو زده کړو پیل په ۱۳۸۶ کې کړی، او بیا یې په ۱۳۹۷ کې د ګزني ښار د حیدرآباد هلکانو لیسې د ثانوي زده کړو پای ته رسولې ده. هغه له ۱۳۹۸ کال څخه لوړې زده کړې په غیر عضوي موادو انجینري څانګه کې د کابل پولی تخنیک پوهنتون کې پیل کړې او د فراغت وروسته یو کال د باهر شخصي ښوونځي کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړې ده. نوماند پوهاند جهان شاه موسوي په ۲۷/۱۱/۱۴۰۳ هجري کال د کابل پولی تخنیک پوهنتون د کیمیاوي صنایعو انجینري پوهنځي د غیر عضوي موادو انجینري څانګې د تدریسي ټیم غړی مقرر شوی دی. اوس مهال هغه د کیمیاوي عمومي ټکنالوجۍ او غیر عضوي کیمیا مضامین په مختلفو ټولګیو او ګروپونو کې محصلینو ته تدریس کوي او همدارنګه د نفتو او ګاز انجینري ماسټرۍ په پروګرام کې محصل دی. هغه په دري، پښتو او انګلیسي ژبو بشپړ تسلط لري. د هغه اصلي هدف د تدریس، څیړنې او د ځوانو تکړه نسلونو روزنې له لارې په هېواد کې د علمي او صنعتي پرمختګ کې فعال ګډون دی.
د څېړنو ساحې
د صنعتي، ځمکني او سطحي اوبو کیفیت ارزونه، د اوبو تصفیه، نانو ذرات، د صنعتي فاضلابونو تصفیه، د سیلیکات ټکنالوژي، د فلزاتو ټکنالوژي، د کیمیاوي کودونو ټکنالوژي، د منرال تېزابونو ټکنالوژي.
علمي آثار
علمي مقالې
Water Quality Survey of District 6 of Kabul Afghanistan, KPU-IJET, KPU International Journal of Engineering & Technology (د چاپ لاندی)
پروژي
مضمونونه
۱- عمومي کیمیاوي ټکنالوژي
۲- غیر عضوي کیمیا
د لیسانس د زدهکړې د دورې مضامین
۱- د عمومي کیمیاوي ټکنالوژۍ مضمون دویم ټولګی، ګروپ: ISIE , PGIE
۲- د عمومي کیمیاوي ټکنالوژۍ مضمون درېیم ټولګی، ګروپ: ISIE , PGIE
۳- غیر عضوي کیمیا ۱، لومړی ټولګی، دویمه سمسټر، ګروپ: ISIE , FE
۴- غیر عضوي کیمیا ۲، دویم ټولګی، ګروپ: ISIE
اړیکې
کابل پولی تخنیک پوهنتون
برېښنالیک: jahanshahmosawe@kpu.edu.af
د اړیکې شمېره: 0729265422
علمي لاسته راوړنې (مطبوعات)
مضامین
د لیسانس مضامین
د کیمیاوي صنایعو کې خوندي او بېخطره تکنیکونه چاپېریال انجنیري د څښاک اوبو تحلیل کیمیاوي ټکنالوژي
اړیکې
د کابل پولیتخنیک پوهنتون
برېښنالیک: baryalihasand2020@gmail.com- barylali.hasand@kpu.edu.af
د اړیکې شمېره:+ 93 790257553
نوم او تخلص: عبدالهادي سلیمانزوی
بیوګرافي
عبدالهادي سلیمانزوی، د شاه محمود زوی، په (۱۳۷۹ هـ ش) کال کې د کابل په ولایت کې زېږېدلی دی. هغه خپله ماشومتوب او ځواني په علمي او کلتوري چاپیریال کې تېره کړه، او د لوړې هڅې او ژمنتیا سره یې په کابل کې د آریانا کابل خصوصی لیسه کې لومړني او منځني زدهکړې بشپړې کړې.
هغه بیا په کابل پولیتخنیک پوهنتون کې د کیمیاوي صنایعو انجنیري په پوهنځي، د غیرعضوي موادو صنایعو انجنیري په څانګه کې لوړ تحصیل تعقیب کړ او په غوره نمرو فارغ شو. د هغه تحقیقي روحیه او علمي پرمختګ ته علاقه هغه ته هڅه ورکړه چې خپله تعلیمي لاره لوړې کچې ته وغځوي. له همدې امله، هغه اوس مهال د ماستري په برخه کې د نفت او غازو صنایعو انجنیري څانګه کی زده کړې کوي.
د علمي مهارتونو ترڅنګ، هغه په پښتو، دري او انګلیسي ژبو بشپړ مهارت لري، او په کمپیوټر، تخنیکي او تحلیلي سافټویرونو کې قوي وړتیا لري. هغه دغه وړتیاوې په څېړنه او تدریس کې کاروي او تل هڅه کوي چې خپل علم او مهارتونه د خپل هېواد په علمي، صنعتي او تخنیکي پرمختګ کې وکاروي. د هغه تدریسي فعالیتونه د کیمیاوي صنایعو کې د خونديتوب او بېخطره تکنیک، د چاپېریال انجنیري، کیمیاوي ټکنالوژۍ، او د څښاک اوبو تحلیل شامل دي. د تدریس ترڅنګ، هغه په کیمیاوي صنایعوکی، تجدیدپذیره انرژي، چاپېریال انجنیري، او په کیمیاوي صنایعو کې د خوندي او بېخطره تکنیکونو کې په علمي څېړنو او مسلکي مهارتونو کې بوخت دی.
د څېړنو ساحې
د هوا د ککړتیا د کمولو لپاره د ډیسلفوریزیشن پروسو څېړنه په ښاري چاپیریال کې د فوسیلی موادو څخه د هوا د ککړتیا کمول او د خطر مدیریت، د صنعتي خونديتوب او پاکې انرژۍ په واسطه د هوا د جریان سیستمونو، د ګازو د لیک او اور لګیدو خطرونو ارزونه د فوسیل موادو او لمریز/بیو انرژۍ ترمنځ د ککړتیا مقایسه د بدیل انرژی موادو لپاره د خوندیتوب معیارونو څېړنه
د کابل پولیتخنیک پوهنتون
برېښنالیک: masih.moh2016@gmail.com / masihullah.mohammadi@kpu.edu.af
د اړیکې شمېره:0789686856 / 0794575215
نوم او تخلص: بریالی هڅاند
بیوګرافي
بریالی هڅاند، د عبدالبصیر زوی، د ۱۳۸۲ لمریز کال په بهیر کې د غزني ولایت د اندر ولسوالۍ د پایندي په کلي کې د علم او فرهنګ د مینهوالو په یوه کورنۍ کې نړۍ ته راغلی دی. د هغه لېوالتیا د کیمیاوي علومو او ټکنالوژۍ په برخه کې لا د مکتب له دورې څخه رامنځته شوه او هماغه لېوالتیا د هغه د تعلیمي او مسلکي مسیر د جدي تعقیب لامل وګرځېده.
نوموړي خپله دورهٔ لېسه په لیسه عالي شمسالعارفین کې له لوړو نمرو سره په بریالیتوب پای ته ورسوله، او په ۱۳۹۸ کال کې د کانکور ازموینې له بریا وروسته د بلخ پوهنتون د کیمیاوي ټکنالوژۍ انجنیري څانګې ته شامل شو. هغه د څلورو کلونو منظم تحصیل، علمي څېړنو او تخصصي مطالعاتو وروسته په ۱۴۰۲ کال کې له یادې څانګې فارغالتحصیل شو.
بریالي هڅاند په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د رقابتي ازموینې له بریا وروسته د کابل پولیتخنیک پوهنتون د علمي کادر غړی وټاکل شو او دا مهال د کیمیاوي صنایع انجنیري پوهنځي د غیر عضوي موادو د صنایع انجنیری په څانګه کې د استاد په توګه دنده ترسره کوي. هغه د هېواد د لوړو زده کړو په ډګر کې له فعالو او راتلونکي جوړونکو ځوانانو څخه ګڼل کېږي.
له علمي فعالیتونو د پیل راهیسې، د هغه ځانګړې توجه د کیمیاوي صنایع پر تخصصي موضوعاتو متمرکزه پاتې شوې ده؛ په ځانګړې توګه په کیمیاوي ریاکټورونو، د موادو په غنـيسازۍ، کیمیاوي ټکنالوژۍ او کتلېسټونو. نوموړي یاد برخې د خپلو څېړنو او علمي مطالعاتو د محور په توګه ټاکلې دي. د هغه تمرکز په دې برخو کې د ریاکټورونو د پرمختللو میکانیزمونو په درک، د غنـيسازۍ پروسو په تحلیل او موثریت، د کیمیاوي موادو په تولید کې د نوې ټکنالوژۍ په کارونې، او په صنعتي پروسو کې د کتلېسټونو د نقش په څېړنه راڅرخي. هغه باور لري چې په دغو برخو کې پرمختګ کولای شي د افغانستان د کیمیاوي صنایع په ودې، د تولیدي لګښتونو په کمولو او د محصولاتو په کیفیت لوړولو کې مهم نقش ولوبوي.
بریالی هڅاند د تدریس په برخه کې هم علمي، عملي او معیاري تګلاره لري. هغه هڅه کوي چې نظري مفاهیم د عملي او تجربوي بېلګو له لارې محصلانو ته په ساده او قابل فهم ډول وړاندې کړي، او همدارنګه پر نوې طریقو، تازه علمي منابعو او د محصلانو د عملي وړتیاوو پر پیاوړتیا ټینگار کوي. نوموړی په تطبیقي څېړنو او د پوهنتون او صنعت ترمنځ په اغېزناک تعامل ژوره باوري دی او هڅه کوي چې د هېواد د علمي، صنعتي او تخصصي ودې لپاره زمینه سازي وکړي.
د هغه علمي موخه د تدریس د کیفیت لوړول، د کیمیاوي صنایع په برخه کې د تخصصي څېړنو پراختیا، او په افغانستان کې د خلاق او څېړنیز نسل روزنه ده.
د څېړنو ساحې
د کیمیاوي ریاکټورونو ډیزاین، د موادو غنـيسازي، کیمیاوي کتلېسټونه او کیمیاوي ټکنالوژي.
علمي آثار
علمي مقالې
نه لری
مضمونونه
د لیسانس د زدهکړې د دورې مضامین
د کیمیاوي ریاکټورونو ډیزاین عمومي کیمیاوي ټکنالوژي د سافټویرونو انجنیري.
مضمونونه
د لیسانس د زدهکړې د دورې مضامین
غیرعضوي کیمیا ۱ غیرعضوي کیمیا ۲ د منرالي تېزابو د تولید تکنالوژي د منرالي سرو د تولید تکنالوژي تخنالوژیکي محاسبې په ISIE کې
لیدلوری
د یو مسلکي څانګې رامنځته کول چې د هېواد د اړتیاوو پر بنسټ تخصصي کادرونه وروزي، څو فارغان یې د ملي ګټو په وفادارۍ، د معاصرې پوهې په درلودلو، او د ملي او سیمهییز کاربازار د غوښتنو مطابق د ټولنې لپاره مؤثر خدمت ترسره کړي. دا څانګه هڅه کوي چې تر ۱۴۰۴ لمریز کال پورې د دې علمي او اکادمیک بنسټ د نورو څانګونو ترمنځ او همدارنګه په سیمه کې د مخکښ او ممتاز څانګې په توګه ځای خپل کړي.
رسالت
د دې څانګه رسالت دا دی چې د ټولنې د اړتیاوو، د کار آزاد بازار د تقاضا، او د دولت د ستراتيژیکو پلانونو پر بنسټ د نړیوالو معیارونو مطابق د دې برخې غوښتونکي د معاصرې مسلکي او تخصصي پوهې سره وروزي، څو د هېواد او سیمې په کچه کاروینه ترسره کړي.
د ډیپارتمنټ فعالیتونه
د غیرعضوي موادو د صنایعو د انجنیري څانګه له اړوندو ادارو لکه: د دولتي شرکتونو ریاست، د ملي پراختیا ریاست، د مالیې وزارت، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د معادن او پترولیم وزارت، د سیلوی مرکز ریاست، د نورم او ستندرد ریاست او نورو ادارو ســــــره علمي همکاری لري.
همدارنګه، دغه څانګه په خپل لابراتوار کې دوه تحقیقي پروژې تر لاس لاندې لري چې تر لاندې عناوینو ترسره کېږي:
۱. د ساده لابراتواري تجهیزاتو په وسیله د اړوندو معدني ډبرو څخه د لیتیم د فلز استخراج.
۲. د نایتروګلیسرین تولید. د یادو پروژو پر مخ بېولو کچه نږدې ۲۰٪ بشپړ شوې ده.
د غیرعضوي موادو د صنایعو انجنیري څانګه غړو د تألیف، ژباړې او ملي او نړیوالو مقالو د وړاندې کولو په برخه کې د ۱۴۰۴ کال په اوږدو کې ستر لاسته راوړنې لرلې، او همدارنګه په کنفرانسونو کې یې هم د پام وړ بریاوې تر لاسه کړې دي.
د دې څانګه استادانو او انجنیر لابرانت په هغه نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی و چې د «د تضمین کیفیت د سیستم ارزونه او ښهوالی په لوړو زده کړو وزارت کې» تر عنوان لاندې د هرات په جامي پوهنتون کې جوړ شوی و. د دوی دوه علمي مقالې د یاد کنفرانس د غوره مقالو له ډلې څخه وې او د «بهارستان» علمي ـ تحقیقي مجلې په ځانګړي ګڼه کې خپرې شوې دي.
تسهیلات:
د غیرعضوي موادو د صنایعو د انجنیري څانګه یو لابراتوار لري چې د غیرعضوي کیمیا د تجزیې او تحلیل لپاره کارول کېږي. دا لابراتوار په ۲۰۱۵ کال کې د سلواک هیواد په مرسته تجهیز شوی دی. اوس مهال په نوموړې لابراتوار کې شاوخوا (۱۴۶) قلمه تجهیزات، وسایل او کیمیاوي مواد موجود دي.
یاد څانګه د کمپیوتر لېب له درلودلو څخه بېبرخې دی او محصلین خپل د کمپیوتر اړوند مضامین د پوهنتون د آی ټي مرکز کې د کمپیوتر ساینس پوهنځي په همکارۍ زده کوي. د دغه څانګه ټول استادان او تخنیکي کارکوونکي د پوهنتون انټرنټ ته بشپړ لاسرسی لري.
کتلاک
د پې ډي اېف د فایل په بڼه لېږل کېږي.
استادان و کارمندان (People)
استادان
د هر استاد لنډ معلومات:
۱. د غیرعضوي موادو د صنایعو د انجنیري دیپارتمنټ لیسانس د کابل پولیتخنیک پوهنتون د کیمیاوي صنایعو انجنیري پوهنځي څخه، او فعلاً د نفت او ګاز د کیمیاوي صنایعو د انجنیري ماسټري په پروګرام کې د تیزیس په سمستر کې بوخت دی.
۲. د برېښنالیک پته: m.halim@kpu.edu.af
۳. د تماس شمېره: 0784455637
۴. د تحقیق ساحې: د سرامیکونو پراختیا، د کیمیاوي سرو تولید او استعمال، او د معدني موادو څخه د فلزاتو پروسس.
۵. د پروفایل لینک: (ضمیمه شماره ۱)
۱. د کیمیاوي ټکنالوژۍ لیسانس د کابل پولیتخنیک پوهنتون څخه.
۲. د برېښنالیک پته: l.ahmadi@kpu.edu.af
۳. د تماس شمېره: 0730777720
۴. د تحقیق ساحه: د سمنټو د پخولو لپاره بدیل مواد.
۵. د پروفایل لینک: (ضمیمه شماره ۱)
۱. د غیرعضوي موادو د صنایعو د انجنیري دیپارتمنټ لیسانس د کابل پولیتخنیک پوهنتون د کیمیاوي صنایعو انجنیري له پوهنځي څخه، او فعلاً د نفت او ګاز د کیمیاوي صنایعو د انجنیري د ماسټري پروګرام محصل دی.
۲. د برېښنالیک پته: abdulhadi.sulimanzoy@kpu.edu.af
۳. د تماس شمېره: 0784784795
۴. د تحقیق ساحې: د بیاځلي کېدونکې انرژۍ سرچینې، په کیمیاوي صنایعو کې مصونیت او خوندیتوب، او د چاپېریال انجنیري.
۵. د پروفایل لینک: (ضمیمه شماره ۱)
۱. د غیرعضوي موادو د صنایعو د انجنیري دیپارتمنټ لیسانس د کابل پولیتخنیک پوهنتون د کیمیاوي صنایعو انجنیري له پوهنځي څخه، او فعلاً د نفت او ګاز د کیمیاوي صنایعو د انجنیري د ماسټري پروګرام محصل دی.
۲. د برېښنالیک پته: baryalihasand2020@gmail.com – barylali.hasand@kpu.edu.af
۳. د تماس شمېره: 079 025 7553
۴. د تحقیق ساحې: کتلستونه، کیمیاوي ریئکټرونه او کیمیاوي ټکنالوژي.
۵. د پروفایل لینک: (ضمیمه شماره ۱)
۱. د غیرعضوي موادو د صنایعو د انجنیري دیپارتمنټ لیسانس د کابل پولیتخنیک پوهنتون د کیمیاوي صنایعو انجنیري له پوهنځي څخه، او فعلاً د نفت او ګاز د کیمیاوي صنایعو د انجنیري د ماسټري پروګرام محصل دی.
۲. د برېښنالیک پته: masih.moh2016@gmail.com / masihullah.mohammadi@kpu.edu.af
۳. د تماس شمېره: 078 968 6856
۴. د تحقیق ساحې: نانو ذرې، د اوبو تصفیه، او د تېزابونو او معدني سرې د تولید ټکنالوژي.
۵. د پروفایل لینک: (ضمیمه شماره ۱)
۱. د غیرعضوي موادو د صنایعو د انجنیري دیپارتمنټ لیسانس د کابل پولیتخنیک پوهنتون د کیمیاوي صنایعو انجنیري له پوهنځي څخه، او فعلاً د نفت او ګاز د کیمیاوي صنایعو د انجنیري د ماسټري پروګرام محصل دی.
۲. د برېښنالیک پته: jahanshahmosawe@kpu.edu.af
۳. د تماس شمېره: 0729265422
۴. د تحقیق ساحې: د صنعتي اوبو کیفیت ارزونه، د اوبو تصفیه، نانو ذرې، د صنعتي فاضله اوبو تصفیه، کیمیاوي سرې او تېزابونه.
۵. د پروفایل لینک: (ضمیمه شماره ۱)
کارمندان (تخنیکی کارمندان)
لیسانس: د انجنیري پوهنځي د بریښنا او الکترونیک ډیپارتمنټ، د ابو ریحان موسسې د لوړو زده کړو له لارې.
1- نوم او تخلص: لعل محمد فیضی
2- دنده/عنوان وظیفه: د لابراتوار انجنیر (انجینر لابرانت)
3- د برېښنالیک پته: m.faizi@kpu.edu.af
4- د تماس شمېره: 0771013033
څېړنې
د غیرعضوي موادو د انجنیري څانګې د استادانو د څېړنې لارې یا ساحې:
1- د محترم پوهنوال لطف الله احمدي د څېړنې ساحه: د سمنټو د پخولو لپاره بدیل مواد.
2- د محترم نوماند پوهنیار محمدالله حلیم د څېړنې ساحه: د سرامیکونو پرمختګ، د کیمیاوي سرې تولید او استعمال، او د کانیزو موادو څخه د فلزاتو پروسس.
3- د محترم نوماند پوهنیار بریالی هڅاند د څېړنې ساحه: کتلستونه، کیمیاوي ریاکتورونه، او کیمیاوي ټکنالوژي.
4- د محترم نوماند پوهنیار عبدالهادي سلیمانزوي د څېړنې ساحه: د نوي کېدونکو انرژیو کارول، په کیمیاوي صنایعو کې خوندیتوب او بی خطرۍ، او د چاپېریال انجنیري.
5- د محترم نوماند پوهنیار سید مسیح الله محمدي د څېړنې ساحه: نانو ذرې، د اوبو تصفیه، او د تیزابونو او کانیزو سرې تولید ټکنالوژي.
6- د محترم نوماند پوهنیار جهان شاه موسوي د څېړنې ساحه: د صنعتي اوبو کیفیت څېړنه، د اوبو تصفیه، نانو ذرې، د صنعتي فاضله اوبو تصفیه، کیمیاوي سرې او تیزابونه.
د استادانو د څېړنې ساحو لنډیز:
د غیرعضوي موادو د انجنیري څانګې د استادانو څېړنیزې ساحې د کیمیاوي صنایعو او موادو په پراخو او متنوعو برخو کې فعالیت کوي.
د پوهنوال لطفالله احمدي څېړنې د سمنټو د پخولو لپاره د بدیل موادو موندلو باندې تمرکز لري، چې موخه یې د انرژۍ مصرف کمول او د چاپېریال ککړتیا راکمول دي.
نوماند پوهنیار محمدالله حلیم د سرامیکونو د پرمختګ، د کیمیاوي سرې تولید او استعمال، او د کانیزو موادو څخه د فلزاتو د پروسس په برخو کې څېړنې ترسره کوي.
نوماند پوهنیار بریالی هڅاند د کتلستونو، د کیمیاوي ریاکتورونو د غوره کولو او د کیمیاوي صنایعو د تولید ټکنالوژۍ د پرمختګ په برخو کار کوي.
څېړنې د نوماند پوهنیار عبدالهادي سلیمانزوي په برخه کې د نوي کېدونکو انرژیو، د کیمیاوي صنایعو په خونديتوب او بېخطرۍ، او د چاپېریال انجنیري مسایلو باندې متمرکزې دي.
نوماند پوهنیار سید مسیحالله محمدي په نانو ذرې، د اوبو تصفیه، او د تیزابونو او کانیزو سرې د تولید ټکنالوژۍ په برخو کې څېړنیزې فعالیتونه ترسره کوي.
همدارنګه، نوماند پوهنیار جهانشاه موسوي د صنعتي اوبو د کیفیت څېړنه، د اوبو او فاضلاب تصفیه، د نانو ذرو کارول، او د کیمیاوي سرې او تیزابونو تولید په برخو کې څېړنې کوي.
دغه ټولې څېړنیزې ساحې د غیرعضوي موادو صنایعو د پراختیا او د تخنیکي او چاپېریالي ستونزو د حل لپاره پراخه علمي ظرفیت رامنځته کوي.
علمي پروګرامونه
لیسانس پروګرامونه
|
د رشتې مخفف |
د رشتې بشپړ نوم |
|
ISIE |
د غیرعضوي موادو د صنایعو انجنیري |
نصاب
د غیرعضوي موادو د انجنیري څانګې تعلیمي نصاب په PDF بڼه استول کېږي.
تعلیمي موخې
د دې تعلیمي نصاب اصلي هدف دا دی چې د لیسانس دورې محصلان په «د غیر عضوي موادو د صنعت انجنیري» څانګه کې د اته سمسترونو په اوږدو کې وروزي، داسې چې د ملي او نړیوالو معیارونو او د بازار د اړتیاوو سره سمون ولري. دا برنامه د ځوانو انجنیرانو روزنه کوي چې د موادو په تولید او پروسس کې د ستونزو د تحلیل او حل کولو وړتیا ولري او د بشري ټولنې اساسي اړتیاوو ته ځواب ووایي.
د لوړ تخصصي تحصیلاتو د سیسټم پراختیا په برخه کې په غیر عضوي موادو د صنعت انجنیري څانګه کې، داسې چې نه یوازې د افغانستان د پرمختګ او پراختیا اړتیاوې پوره کړي، بلکې د سیمې د پوهنتونونو د علمي او تعلیمي معیارونو سره سیالي وکړي، د دې برنامې له مهمو اهدافو څخه دی. زموږ ماموریت د غیر عضوي موادو د صنعت انجنیري په برخه کې د پوهې د کچې لوړول، د تطبیقي علمي څیړنو ترسره کول، او صنعتي سکتور ته تخنیکي او مشورتي خدمات وړاندې کول دي. همدارنګه، موږ د پوهنځي د مادي او معنوي ظرفیتونو د تجهیز او لوړولو، او د علمي او مدیریتي مهارتونو د پیاوړتیا لپاره ځانګړې پاملرنه کوو.
په پای کې، د نړیوالو تحولاتو او د صنعت په پراختیايي اړتیاوو ته په کتو، دا برنامه پلان لري چې خپل تعلیمي نصاب تازه کړي او په دوامداره توګه د محصلانو مهارتونه او وړتیاوې پراختیا ورکړي، ترڅو هغوی د بازار د ننوتلو او په ملي او نړیوالو ډګرونو کې د بریالیتوب لپاره چمتو کړي
د فراغت تمه شوې پایلې
د غیر عضوي موادو د صنایعو د انجنیري ځانګی له کال ۱۳۹۲ څخه تر کال ۱۴۰۳ پورې خپل یولس دور فراغت کړي محصلین د لیسانس په کچه ټولنې ته وړاندې کړي دي، او په کال ۱۴۰۴ کې به دولسم دور فراغت شوي محصلین هم ټولنې ته وړاندې کړي.
د غیر عضوي موادو د صنایعو د انجنیري ځانګی د فارغانو ګراف په لاندې ډول دی:
ضمیمه شماره ۱: د استادانو معلومات
نوم او تخلص: لطفالله احمدي
بیوګرافي
پوهنوال لطفالله احمدي د هېواد له وتلو علمي څېرو څخه دی چې د غیرعضوی موادو د صنایعو انجنیري په برخه کې مهم علمي مقام لري. نوموړي خپله لومړنۍ او ثانوي زده کړه د پغمان په لیسه کې بشپړه کړې او په ۱۳۵۶ کال کې ترې فارغ شوی دی.
له مکتب څخه تر فارغېدو وروسته، د کیمیاوي تکنالوژۍ په برخه کې یې د کابل پولیتخنیک پوهنتون کې لوړې زده کړې پیل کړې او په ۱۳۶۱ کال کې یې په عالي درجه فارغت ترلاسه کړ. د هغه علمي ژمنتیا، تخصصي روزنه او د کیمیا او موادو علومو سره ژوره علاقه د ده د مسلکي او تحقیقي سفر بنسټ جوړ کړی.
پوهنوال احمدي وروسته د اکادمیکې ټولنې برخه شو او د کلونو تدریس، څېړنو او د لسګونو متخصصینو روزنې له لارې د غیرعضوی موادو د صنایعو انجنیري په برخه کې د مخکښ او اغېزمن استاد په توګه وپېژندل شو. د ده څېړنې په عمده توګه په غیرعضوي صنعتي موادو، د تولیدي طریقو په ښهوالي او د دغو موادو په تخنیکي استعمالونو متمرکزې دي.
له څو لسیزو علمي او تدریسي تجربې سره سره، نوموړی لا هم په پوهنتون کې په علمي پرمختګ، د محصلانو لارښوونه، او د تحقیقي ظرفیتونو په لوړولو کې فعاله ونډه لري او د هېواد په کچه د دې برخې له معتبرو څېرو څخه شمېرل کېږي.
د څېړنو ساحې
د غیرعضوي صنعتي موادو پراختیا، د تولید طریقو ښهوالی، د غیرعضوي موادو صنعتي استعمالونه، کیمیاوي تکنالوژي، او اکادمیک ظرفیت لوړونه.
علمي آثار
علمي مقالې
1- د پلاستیکي کثافاتو د بیا کارونې او تولید کې د هغې د استعمال څېړنه
2- د زړو بیټریو او برقي/الکترونیکي کثافاتو له امله د چاپېریال ککړتیا څېړنه
3- د المینو سیلیکاتي دیرګدازو څېړنه
4- د کلورین د تولید صنعتي حجرو او د هغو پرتله
5- په طبیعي ګاز کې د کریستالوهایډریټونو مؤثر استعمال او د انتقال په برخه کې څېړنه
6- د SiO₂ د منفي اغېزو څېړنه پر صنعتي دستګاوو او د هغې د دفع طریقې
7- د مایکروکودونو اهمیت او د نباتاتو په وده کې د هغوی اغېز
8- Recent Developments in High Sulfur-Content Polymers
9- Thermodynamic investigation of the Vapor-Liquid equilibrium for isobaric water, acetic acid and sodium acetate ternary system using modified UNIQUAC mode
10 Recent Developments in High Sulfur-Content Polymers
11- Using Alternative Fuels in Cement Production, Reduction of Natural Fuel Resources Consumption and Environmental Pollution: A Review
12- د تحصیلاتو په مؤسساتو کې د علمي څېړنو د پرمختګ لپاره بریالي ستراتیژۍ
13- د نقرې د نانوذرّاتو تولید، جوړښت، ځانګړنې او استعمالونه (تایید شوی – د چاپ په تمه)
مضمونونه
د لیسانس د زدهکړې د دورې مضامین
1- غیرعضوي کیمیا ۱
2- غیرعضوي کیمیا ۲
3- د منجمنټ اصول
4- عمومي کیمیاوي تکنالوژي
اړیکې
د کابل پولیتخنیک پوهنتون
برېښنالیک: l.ahmadi@kpu.edu.af
د اړیکې شمېره:0730777720
نوم او تخلص: محمد الله حلیم
بیوګرافي
محترم نوماند پوهنیار محمد الله حلیم، د جمال الدین زوی، د ۱۳۷۰ هجري شمسي کال کې د غزني ولایت په يوه مومنې کورنۍ کې زيږيدلی دی. هغه د ۱۳۷۸ کال کې ابتدائي زده کړې پيل کړې او د ۱۳۹۰ کال کې خپل ثانوي زده کړې د غزني ښار کې د محمد ابراهيم شهید ليسه کې بشپړې کړې دي. هغه د ۱۳۹۱ کال نه لوړې زده کړې د غيرعضوي موادو ټکنالوژۍ په رشته کې د کابل پولي تخنيک پوهنتون کې پيل کړې او د ۱۳۹۵ کال کې له دې رشته څخه فراغت حاصل کړی دی. نوماند پوهنيار محمد الله حلیم د ۱۳۹۸ کال د ۴ مياشتې په ۲۴مه نېټه د غيرعضوي موادو د انجينرۍ صناعو ديپارتمنت کې د علمي کادر غړي په توګه د کابل پولي تخنيک پوهنتون د کيمياوي صناعو انجينرۍ پوهنځي کې مقرر شوي دی او اوسمهال د نايتروژن تړلي ټکنالوژۍ او سيليکاتو ټکنالوژۍ مضمونونه د بېلابېلو ګروپونو او ټولګيو لپاره محصلينو ته تدریسوي او په ورته وخت کې د تيلو او ګازو د انجينرۍ صناعو په ماسټري پروګرام کې محصل دی. هغه په دري، پښتو او انګليسي ژبو تسلط لري. د هغه اصيل هدف د تدریس، څېړنې او د ځوانو نخبه نسل روزنې له لارې د هيواد علمي او صنعتي پرمختګ کې اغېزمنه ونډه اخيستل دي.
د څېړنو ساحې
د سراميکو پراختيا، د کيميايي سرې توليد او کارول، د معدني موادو څخه فلزاتو پروسې.
علمي آثار (Publications)
علمي مقالې (Journal Publications)
1- د لوړو زده کړو موسساتو کې د علمي څېړنو پرمختګ لپاره بريالي ستراتيژيو تحليل.
2- د صنعتي انجينرانو رول په پايدارو سوداګريو پرمختګ او ودې کې.
مضمونونه
د لیسانس د زدهکړې د دورې مضامین
1- نايتروژن تړلې ټکنالوژي
2- د سيليکاتو توليد ټکنالوژي
3- عمومي کیمیاوي تکنالوژي
اړیکې
د کابل پولیتخنیک پوهنتون
برېښنالیک: m.halim@kpu.edu.af
د اړیکې شمېره: ۰۷۲۹۶۰۵۸۵۷
نوم او تخلص: سید مسیحالله محمدي
بیوګرافي
سید مسیحالله محمدي، د نورآقا محمدي زوی، په ۱۳۷۷ کال کې په کابل کې د علم او فرهنګي کورنۍ په غیږ کې نړۍ ته راغلی. نوموړی د کابل پولیتخنیک پوهنتون د کیمیاوي صنايعو پوهنځي، د غیرعضوی موادو د صنایعو انجنیري څانګه علمي غړی دی.
د هېواد له ځوانو او فعالو علمي څېرو څخه شمېرل کېږي او نږدې دوه کاله کېږي چې په تدریس او علمي فعالیتونو کې د لوړ تعهد او شوق سره خدمت کوي.
نوموړي د لیسې دوره په عبدالرحیم شهید عالي لیسه کې په ممتازو نمراتو سره په ۱۳۹۵ کال کې پای ته رسولې ده. وروسته د کانکور له ازموینې بریالی شوی او کابل پولیتخنیک پوهنتون ته د شاملېدو حق یې ترلاسه کړی دی. د غیرعضوی موادو د صنایعو انجنیري په برخه کې یې په ۱۴۰۰ کال کې د لیسانس سند ترلاسه کړی او دا مهال د نفت او ګازو د صنايعو انجنیري د ماسټرۍ محصل دی.
له علمي فعالیتونو سره د ده د پیل راهیسې، په دیپارتمنت پورې اړوند ټول مضامین په فعال ډول تدریس کړي او د تدریس عصري طریقې کاروي څو نظري او عملي مفاهیم په اغېزمنه توګه محصلانو ته انتقال کړي.
د نوموړي د څېړنې اصلي برخې کې نوې تکنالوژۍ په ساختماني موادو کې، نوې انرژۍ او نانوتکنالوژي شامل دي. د ده څېړنې د ساختماني موادو په کیفیت لوړولو، د تولید لګښتونو په کمولو او د پروژو په دوامدارۍ او پایښت کې د ښه والي پر محور راڅرخي. نوموړی باور لري چې نانوتکنالوژي کولای شي د ساختماني او چاپېریالي صنايعو په بدلون کې مهم رول ولوبوي.
تر تدریس سربېره، په پوهنتون کې په علمي او تحقیقي فعالیتونو کې فعاله ونډه لري او د محصلانو د تحقیق ظرفیت لوړولو، نوښت ته د هغوی هڅولو او د علمي معتبرو سرچینو د کارونې پر اهمیت تل ټینګار کوي. ده ته باور دی چې د نظري علم او عملي تجربې یو ځای کېدل د هېواد د حقیقي صنعتي پرمختګ بنسټ جوړوي.
د ده علمي هدفونه د تدریس کیفیت لوړول، د پوهنتون او صنعت تر منځ د قوي اړیکو جوړول او په ساختماني موادو او نوې انرژۍ کې د تطبیقي څېړنو پراختیا ده. نوموړی د افغانستان د تحصیلاتو راتلونکی په خلاقو او متعهدو محققینو پورې تړلی ګڼي.
د څېړنو ساحې
نوې تکنالوژۍ په ساختماني موادو کې، نوې انرژۍ، نانوتکنالوژي او ککړونکي مواد.
علمي آثار
علمي مقالې
د علمي څېړنو د پرمختیا لپاره بریالي ستراتیژیکې لارې د افغانستان د تحصیلاتو تحول کې د څېړنې رول: د پوهنتوني ټولنې له نظره د وضعیت، خنډونو او ټکنالوژیکو ظرفیتونو څېړنه د معدني محصولاتو د صنايعو انجنیرانو دایمي کاروبارونو په پرمختګ کې رول (تایید شوی – د چاپ په تمه) د نقرې د نانو ذراتو تولید، جوړښت، ځانګړنې او استعمالونو بیاکتنه (تایید شوی – د چاپ په تمه) په افغانستان کې د دوو لسیزو صنعتي پرمختګ د نوې تکنالوژۍ په رڼا کې ارزونه (تایید شوی – د چاپ په تمه)