د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوبو او چاپیریال انجنیري پوهنځی، د اوبو د ودانیو انجنیري څانګې محصلینو د خپلو دیپلوم پروژو څخه دفاع وکړه.

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۳:۳۰
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوبو او چاپیریال انجنیري پوهنځی، د اوبو د ودانیو انجنیري څانګې محصلینو د خپلو دیپلوم پروژو څخه دفاع وکړه.
دفاع غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. په یاده غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري هیئت، استادانو، د سکتوري ادارو استازو، محصلینو او مېلمنو ګډون درلود. د تعلیمي اصولو له مخې، د پوهنتونونو د وروستي کال محصلین باید د فارغېدو او تحصیلي سند ترلاسه کولو لپاره خپل دیپلوم پروژې دفاع کړي، چې په دې اساس د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوبو او چاپیریال انجنیري پوهنځی، د اوبو د ودانیو انجنیري څانګې محصلین وتوانېدل ترڅو خپلې دیپلوم پروژې په بریالیتوب سره دفاع کړي. د دې څانګې فارغین د هیواد د علمي او فني ظرفیتونو په پیاوړتیا کې مؤثر رول لري په ځانګړې توګه د اوبو سرچینو، اوبو رسونې او چاپېریال په برخه کې، یاد فارغان کولای شي چې د خپلو مهارتونو او پوهې په کارولو سره د ټولنې او خپل هیواد لپاره هر اړخیز خدمت ترسره کړي. د یادونې وړ ده چې له یادې څانګې څخه د (۳۶) تنو محصلینو له ارزونې او د ژورې کمېټې د تائید وروسته د لیسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول. د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري د دې پوهنتون له مختلفو پوهنځیو څخه د محصلینو فراغت لویه لاسته راوړنه ګڼې او تر څنګ یې ټولو فارغینو ته د مبارکي مراتب وړاندې کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۳:۱۸
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت له لوري د پوهنتون په سطحه د تیرو دریو کلنو د مونوګرافونو فهرست ډیتابیس په انلاین بڼه نشر کړ.

د علمي او نوښتګر اقدام په ترڅ کې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت  د ۱۴۰۱ څخه تر ۱۴۰۳ کلونو پورې د محصلینو د مونوګرافونو سرلیکونو یو پراخ او جامع آنلاین ډیټابېس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۹:۱۶
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د کابل ولایت ښوونځیو ۱۴۰۴ لمریز کال عمومي کانکور ازموینه واخیستل شوه.

د ازموینې د پرانیستې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبری هیئت، د ازموینو ملي ادارې مسؤلینو، استادانو او مېلمانو ګډون درلود.

په پیل کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۵۴
Background image

د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی فرمان (څلورمه ماده).

څلورمه ماده:

(۱) د کورنیو چارو، سرحدونو، قومونو او قبايلو، اطلاعاتو او  فرهنګ، د ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه، رسنۍ او په ولایتونو او ولسوالیو کي د علماوو. . .

BACK TO NEWS