د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوبو او چاپیریال انجنیري پوهنځی، د اوبو د ودانیو انجنیري څانګې محصلینو د خپلو دیپلوم پروژو څخه دفاع وکړه.

kpu_admin
Sat, Jan 11 2025 1:30 PM
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوبو او چاپیریال انجنیري پوهنځی، د اوبو د ودانیو انجنیري څانګې محصلینو د خپلو دیپلوم پروژو څخه دفاع وکړه.
دفاع غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. په یاده غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري هیئت، استادانو، د سکتوري ادارو استازو، محصلینو او مېلمنو ګډون درلود. د تعلیمي اصولو له مخې، د پوهنتونونو د وروستي کال محصلین باید د فارغېدو او تحصیلي سند ترلاسه کولو لپاره خپل دیپلوم پروژې دفاع کړي، چې په دې اساس د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوبو او چاپیریال انجنیري پوهنځی، د اوبو د ودانیو انجنیري څانګې محصلین وتوانېدل ترڅو خپلې دیپلوم پروژې په بریالیتوب سره دفاع کړي. د دې څانګې فارغین د هیواد د علمي او فني ظرفیتونو په پیاوړتیا کې مؤثر رول لري په ځانګړې توګه د اوبو سرچینو، اوبو رسونې او چاپېریال په برخه کې، یاد فارغان کولای شي چې د خپلو مهارتونو او پوهې په کارولو سره د ټولنې او خپل هیواد لپاره هر اړخیز خدمت ترسره کړي. د یادونې وړ ده چې له یادې څانګې څخه د (۳۶) تنو محصلینو له ارزونې او د ژورې کمېټې د تائید وروسته د لیسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول. د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري د دې پوهنتون له مختلفو پوهنځیو څخه د محصلینو فراغت لویه لاسته راوړنه ګڼې او تر څنګ یې ټولو فارغینو ته د مبارکي مراتب وړاندې کوي.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS