کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمر انجنیر رحمن الله سیرت د سیمینار د موخو او منځپانګې په اړه هر اړخیز او ارزښتناک معلومات وړاندې کړل او له کارمندانو یې وغوښتل چې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې پر مهال لازم دقت وکړي، ستونزې په وخت شریکې کړي ترڅو له وسایلو سمه ساتنه او استفاده شوې وي.
همدارنګه د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت کارمند انجنیر احمد طارق نوري د چمتو شوې پرزنټېشن له لارې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د سمې کارونې او ساتنې د لارو چارو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
نوموړي ټینګار وکړ چې د کمپیوټرونو او معلوماتي ټکنالوژۍ د نورو وسایلو د تخنیکي ستونزو د رامنځته کېدو په صورت کې، کارکوونکي باید په خپل سر د هغو د ترمیم اقدام ونه کړي؛ بلکې لومړی دې موضوع د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له کارکوونکو سره شریکه کړي، څو د ستونزې له تشخیص وروسته یې د حل لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
همدارنګه، په دغه سیمینار کې د وسایلو پر مسؤولانه کارونې، د احتمالي زیانونو پر مخنیوي، د تخنیکي امکاناتو پر غوره ساتنه او د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د اغېزمنې کارونې په برخه کې د کارکوونکو د پوهاوي پر لوړولو ټینګار وشو.
