کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

kpu_admin
Tue, Oct 13 2026 2:14 PM
کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمر انجنیر رحمن الله سیرت د سیمینار د موخو او منځپانګې په اړه هر اړخیز او ارزښتناک معلومات وړاندې کړل او  له کارمندانو یې وغوښتل چې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې پر مهال لازم دقت وکړي، ستونزې په وخت شریکې کړي ترڅو له وسایلو سمه ساتنه او استفاده شوې وي.

همدارنګه د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت کارمند انجنیر احمد طارق نوري د چمتو شوې پرزنټېشن له لارې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د سمې کارونې او ساتنې د لارو چارو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

نوموړي ټینګار وکړ چې د کمپیوټرونو او معلوماتي ټکنالوژۍ د نورو وسایلو د تخنیکي ستونزو د رامنځته کېدو په صورت کې، کارکوونکي باید په خپل سر د هغو د ترمیم اقدام ونه کړي؛ بلکې لومړی دې موضوع د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له کارکوونکو سره شریکه کړي، څو د ستونزې له تشخیص وروسته یې د حل لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

همدارنګه، په دغه سیمینار کې د وسایلو پر مسؤولانه کارونې، د احتمالي زیانونو پر مخنیوي، د تخنیکي امکاناتو پر غوره ساتنه او د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د اغېزمنې کارونې په برخه کې د کارکوونکو د پوهاوي پر لوړولو ټینګار وشو.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu