د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح په اړه یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تطبیق څرنګوالي او د ټاکل شویو موخو، لومړیتوبونو او لارښوونو د تشریح او یاد پلان مطابق د کاري پلانونو د ترتیب په موخه، یو ورځنی ښوونیز او د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو، چې د پوهنتون د اداري او تدریسي څانګو کارکوونکو پکې ګډون کړی و.
د الکترو میخانیک پوهنځي استاد پوهنمل محمد امین امین د یو ځانګړي پرېزنټېشن له لارې د پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د اغېزمن تطبیق، د ستراتیژیکو موخو پر بنسټ د څانګو د کاري پلانونو د تدوین او ترتیب، د لومړیتوبونو د ټاکلو، د فعالیتونو د تنظیم، د مسؤلیتونو د مشخصولو او د بېلابېلو څانګو ترمنځ د همغږۍ اړوند موضوعات په مفصل ډول تشریح کړل.
نوموړي د موخو پر اساس د پلان جوړونې، د کاري لومړیتوبونو د رعایت، له شته سرچینو او امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې، د فعالیتونو د منظم تعقیب او د ټاکل شویو موخو د تر لاسه کولو په موخه د کاري پرمختګ د ارزونې پر اهمیت ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې دغه سیمینار د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو چارو آمریت له لوري د پوهنتون له رهبرۍ سره په همغږۍ، پلان او تنظیم شوی و.
