د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح په اړه یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو

kpu_admin
Sun, Oct 18 2026 3:05 PM
د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح په اړه یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تطبیق څرنګوالي او د ټاکل شویو موخو، لومړیتوبونو او لارښوونو د تشریح او یاد پلان مطابق د کاري پلانونو د ترتیب په موخه، یو ورځنی ښوونیز او د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو، چې د پوهنتون د اداري او تدریسي څانګو کارکوونکو پکې ګډون کړی و.

د الکترو میخانیک پوهنځي استاد پوهنمل محمد امین امین د یو ځانګړي پرېزنټېشن له لارې د پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د اغېزمن تطبیق، د ستراتیژیکو موخو پر بنسټ د څانګو د کاري پلانونو د تدوین او ترتیب، د لومړیتوبونو د ټاکلو، د فعالیتونو د تنظیم، د مسؤلیتونو د مشخصولو او د بېلابېلو څانګو ترمنځ د همغږۍ اړوند موضوعات په مفصل ډول تشریح کړل.

نوموړي د موخو پر اساس د پلان جوړونې، د کاري لومړیتوبونو د رعایت، له شته سرچینو او امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې، د فعالیتونو د منظم تعقیب او د ټاکل شویو موخو د تر لاسه کولو په موخه د کاري پرمختګ د ارزونې پر اهمیت ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې دغه سیمینار د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو چارو آمریت له لوري د پوهنتون له رهبرۍ سره په همغږۍ، پلان او تنظیم شوی و.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu