د کابل پولیتخنیک پوهنتون د کارکوونکو لپاره د ا.ا.ا د پالیسۍ او بلونو د تشریح او د ظرفیت لوړونې د پروګرام د پرانستې مراسم ترسره شول.

kpu_admin
جمعه ۱۴۰۰/۱۰/۱۰ - ۲۲:۳۰
د کابل پولیتخنیک پوهنتون د کارکوونکو لپاره د ا.ا.ا د پالیسۍ او بلونو د تشریح او د ظرفیت لوړونې د پروګرام د پرانستې مراسم ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د پولي تخنیک پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي ښاغلي انجینر زیارمل خطاب، د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال عبدالرشید اقبال،مالي او اداري مرستیال ښاغلي محمد انور نوري، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او کارکوونکو ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم په مبارکو آیاتونو سره پيل شوه. ورپسې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي ښاغلي انجینرزیارمل خطاب ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل د افغانستان د پرمختګ یواځنۍ حل لاره په هېواد کې د اسلامي نظام حاکمیت او د دغه نظام څخه د ولس ملاتړ دی. نوموړي زیاته کړه چي په اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې د دغه هیواد پرمختګ د ا.ا.ا په موجودیت پورې تړاو لري اود ا.ا.ا د نظام تقویه او پیاوړتیا د وطن پالنې پر بنسټ د ملت او ټولنې د خدمت په موخه له تبعیض، تعصب، او کفارو سره د دښمنۍ په موخه د قران عظیم الشان د ایاتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې تشریح کړه.

محفل افتتاحیه برنامه توضیح پالیسی ولوایح ا.ا.ا وارتقای ظرفیت برای کارمندان پوهنتون پولی تخنیک کابل برای نخستین بار برگزارگردید.

نومړي وویل ا.ا.ا هڅه او کوښښ کوي چې د نړۍ او ګاونډیو هېوادونو سره په اقتصادي او ډیپلوماتیکو چارو کې ښې اړیکې ولري.هغه د ا.ا.ا د اقتصادي برنامو په اړه د ټولنې د اوسنیو ستونزو د حل ډاډ ورکړ او د ا.ا.ا د نظام تر څنګ یې د همکارۍ، ملاتړ او دریدو غوښتنه وکړه. هغه همدا راز زیاته کړه چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی د خلکو تیښته له هېواد څخه په ځانګړې توګه د نوابغو او بااستعداده خلکو نه یوازې دا چې د هېواد ستونزې نشي حل کولی بلکې زمونږ دردیدلی ولس د یوې اکاډمیکې فاجعې او ناورین سره مخامخ کولی شي.
 

محفل افتتاحیه برنامه توضیح پالیسی ولوایح ا.ا.ا وارتقای ظرفیت برای کارمندان پوهنتون پولی تخنیک کابل برای نخستین بار برگزارگردید.

ورپسې د کابل پولیتخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي عبدالرشید اقبال ټولو ته ښه راغلاست وویل او د داسې پروګرامونو موخه د افغانستان د ا.ا د تګلارې او بلونو په اړه د نظریاتو تبادله او د دیني مسائلو او اداري ورکشاپونو جوړول دي او د افغانستان د پخوانیو نظامونو د ځانګړتیاوو په اړه یې خبرې وکړي او د ا.ا نظام یې یو موثر نظام وباله

محفل افتتاحیه برنامه توضیح پالیسی ولوایح ا.ا.ا وارتقای ظرفیت برای کارمندان پوهنتون پولی تخنیک کابل برای نخستین بار برگزارگردید.

هغه د افغانستان د خلکو پرمختګ د دغه نظام د پیاوړتیا او پایښت ملاتړ وباله هغه وویل چي مهاجرت اوجګړه د هیواد د جوړولو لپاره حل لاره نه ده؛ بلکې پر ځان باور، مبارزه، کار، د علم زده کړه، همغږي، مرسته او همکاري د ټولنې د پرمختګ له عواملو څخه وګڼل.
همدا راز مالي او اداري مرستیال خواجه محمد انور نوري د دغه ډول پروګرامونو په ترسره کولو خوښي څرګنده کړه او د کابل پولیتخنیک پوهنتون د کارکوونکو د غوره ظرفیتونو څخه یې په خوښۍ سره یادونه وکړه.
نومړي داسې پروګرامونه ګټور وګڼل او د کارکوونکو د تشویق په موخه یې راتلونکي پلانونه هم تشریح او له ټولو کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې په یادو پروګرامونو کې برخه واخلي.

محفل افتتاحیه برنامه توضیح پالیسی ولوایح ا.ا.ا وارتقای ظرفیت برای کارمندان پوهنتون پولی تخنیک کابل برای نخستین بار برگزارگردید.

همدارنګه د کابل پولیتخنیک پوهنتون د بشري سرچینو آمر قاضي محمد انس ټولو حاضرینو ته ښه راغلاست وویل او د کارمندانو لپاره یې داسې روزنیز پروګرام د یو ورکشاپ په توګه ګډونوالو او وړاندیز کونکو نظرونو پورې مربوط وګاڼه او د دې ترڅنګ یې د فرهنګ ، ټولنې، سیاست او اقتصاد په برخو کې د پخوانیو نظامونو د نیمګړتیاوو په اړه هم پراخې خبرې وکړې او د دې ستونزو حل لاره یې د اقتصادي، کلتوري، کورني او ټولنیزو برخوڅخه د تیرو نیمګرتیاوو تطهیرلازم وباله او د راتلونکي ظرفیت لوړولو پروګرام یې تشریح کړ.
له یاده دې پاتې نه وې چې داسې پروګرامونو په اونۍ کې یو ځل یوازې د پولیخنیک پوهنتون کې ترسره کیږي.

محفل افتتاحیه برنامه توضیح پالیسی ولوایح ا.ا.ا وارتقای ظرفیت برای کارمندان پوهنتون پولی تخنیک کابل برای نخستین بار برگزارگردید.

مراسم د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره د تل پاتې سولې او امن په دعا پای ته ورسید.

محفل افتتاحیه برنامه توضیح پالیسی ولوایح ا.ا.ا وارتقای ظرفیت برای کارمندان پوهنتون پولی تخنیک کابل برای نخستین بار برگزارگردید.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې محصلينو ته د ( اسلامي سبک او روانې آرامتیا ) تر عنوان لاندې دوه ورځنی سیمینار تر سره شو.

په دغه سیمینار کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون روان شناس او کلينيکي کارپوه ډاکتر محمد ذبیح قاضي‌ زاده د رواني روغتیا بنسټیز مفاهیم په علمي او هر اړخیز ډول تشریح کړل. نوموړي د نن ورځې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۷
Background image

د څیړنو او علمي مجلې مرستیال دوکتور وثیق الله عرب زاده علمي مقاله د Machines په نړېوال ژورنال کې خپره شوې.

دغه ژورنال چې د MDPI نړیوالو خپرونو تر چتر لاندې فعالیت کوي، په ماشین ‌آلاتو او انجنیري برخو کې د علمي اعتبار لوړ سرچینه ګڼل کیږي او د ۲۰۲۴ کال لپاره د 2.1 تأثیر فکتور (Impact Factor). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۴۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون په مالي او اداري معاونیت کې اداري غونډه ترسره شوه.

اداري غونډه د مولوي محمد یاسین حقاني په مشرۍ، د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د مالي او اداري معاونیت په دفتر کې د اداري څانګو د آمرینو په ګډون سره ترسره شوه.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتو. . .

BACK TO NEWS