د پوهنیار ډیپلوم انجنیر محمد حامد عمر علمي ـ څیړنیزه مقاله " د پنجشیر حوزې د اقلیمي بدلون د اغېزو ارزونې " تر عنوان لاندې د قزاقستان هیواد کې د قزاق جرمن پوهنتون له خوا خپرېدونکې معتبر نړیوال ژورنال «Central Asian Journal of Water Research» له خوا خپره

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۰:۴۱
د پوهنیار ډیپلوم انجنیر محمد حامد عمر علمي ـ څیړنیزه مقاله " د پنجشیر حوزې د اقلیمي بدلون د اغېزو ارزونې " تر عنوان لاندې د قزاقستان  هیواد کې د قزاق جرمن پوهنتون له خوا خپرېدونکې معتبر نړیوال ژورنال «Central Asian Journal of Water Research»  له خوا خپره .

یاده څېړنیزه مقاله د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د اوبو او چاپېریال انجنیري پوهنځي رئیس پوهنیار محمد حامد عمر له خوا ترسره شوې چې د پنجشیر د سیندیزې حوزې د اوبو پر جریان د اقلیمي بدلون د پام وړ اغېزو ارزونه  او د کابل سیند په هایدرولوژیکي نظام کې مهم رول لري.

د SWAT ماډل او د SSP2-4.5 او SSP5-8.5 اقلیمي سناریوګانو پر بنسټ، څېړنه ښيي چې د روانې پېړۍ تر پایه، د سیند جریان به له ۱۱.۹۵٪ څخه تر ۲۸.۷۵٪ پورې کم شي. همداراز، د اوج جریان وخت به له جون څخه اپرېل ته انتقال ومومي، چې دا بدلون به د اوبو د فصلي موجودیت توازن ګډوډ کړي او د کرنې لپاره د وچکالۍ خطر زیات کړي.

دا څېړنه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د چمتووالي، انعطاف منونکي مدیریت او تطبیقي تدابیرو پر اړتیاوو ټینګار کوي او خبرداری ورکوي چې ورته اغېزې به د افغانستان په نورو غرنیو سیمو کې هم رامنځته شي.

کابل پولي تخنیک پوهنتون دا مقاله یوه مهمه علمي لاسته راوړنه بولي او د پوهنتون د څیړنیزو ظرفیتونو څرګندوی او ښاغلي عمر ته د لا زیاتو علمي او څیړنیزو بریاوو هیله څرګندوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۳۳
Background image

د " اپتیک او نسبیت " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د فزیک څانګې استاد پوهاند احد خان پیاوړی له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د جیودیزی علومو په برخه کې په ځانګړي. . .

BACK TO NEWS

User account menu