د فکري او جسمي اعداد په موخه په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د والیبال سیالۍ پیل شوې

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۳۱
د فکري او جسمي اعداد په موخه په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پوهنځیو ترمنځ د والیبال سیالۍ د فکري او جسمي اعداد، روحي پیاوړتیا، د ورزشي استعدادونو د ودې او د محصلانو ترمنځ د سالمې سیالۍ د زمینې د برابرولو په موخه د ځانګړو ورزشي مراسمو په ترڅ کې د پوهنتون رهبرۍ، استادانو، محصلانو او ورزشکارانو په شتون کې پیل شوې.

د یادو سیالیو د پرانیستنې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی فاروق د نبوي احادیثو په رڼا کې د ورزش د اهمیت په اړه خبرې وکړې او د انسان د بدن، فکر، هوډ او موخو په پیاوړتیا کې یې د ورزش پر رول ټینګار وکړ.

نوموړي څرګنده کړه چې مؤمن باید له جسمي او فکري پلوه پیاوړی وي، لوړ همت ولري او په خپلو موخو کې د لوړ عزم لرونکی وي.

ښاغلي فاروق د ورزش، زده‌کړو او عبادت ترمنځ د توازن د رامنځته کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او له محصلانو یې وغوښتل چې د ورزش ترڅنګ خپلو درسونو او عبادت ته هم لازم پام وکړي او له خپلې تحصیلي دورې څخه په غوره توګه ګټه واخلي.

همدارنګه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال انجنیر مفتاح‌الدین عزام ورزش د پرمختګ، مثبتې انګېزې د رامنځته کېدو او له منفي افکارو او روحي او رواني تشویشونو څخه د مخنیوي لامل وباله.

ښاغلي عزام محصلین د خپلې تحصیلي دورې له فرصتونو څخه اغېزمنې ګټې اخیستنې ته وهڅول او له هغوی یې وغوښتل چې د وخت له بې ځایه ضایع کولو څخه ډډه وکړي او د ورزشي فعالیتونو ترڅنګ خپلو شرعي مسؤلیتونو، درسونو او د خپلو نیتونو اصلاح ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي همداراز په راتلونکي کې د محصلینو لپاره د نورو ورزشي پروګرامونو د جوړېدو خبر ورکړ او په دې برخه کې یې د پوهنتون د رهبرۍ له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه او قدرداني وکړه.

د یادونې وړ ده چې د والیبال د پرانیستونکې سیالۍ له پیل څخه وړاندې، د پوهنتون د ورزشي چارو د آمر تر مشرۍ لاندې د رزمي ورزشونو ننداره هم ترسره شوه چې د ګډونوالو له تود هرکلي او پاملرنې سره مخ شوه

د مراسمو په پای کې د والیبال سیالیو لومړۍ لوبه د ساختماني انجنیري پوهنځي او جیولوجي او کانونو پوهنځي د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په دې سره د کابل پولي تخنیک پوهنتون د پوهنځیو ترمنځ د والیبال سیالۍ په رسمي توګه پیل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح په اړه یو ورځنی ښوونیز سیمینار ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تطبیق څرنګوالي او د ټاکل شویو موخو، لومړیتوبونو او لارښوونو د تشریح او یاد پلان مطابق د کاري پلانونو د ترتیب په موخه، یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

BACK TO NEWS

User account menu