د کابل پولي تخنیک پوهنتون محصلینو ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځانانو چارو مرستیال د ازاد بحث په ترڅ کې د ځوانانو پوښتنو او اندېښنو ته ځوابونه وویل

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۵:۱۸
Image

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شول.
د اسلامي نظام تر عنوان لاندې غونډه د ځوانانو د روښانه راتلونکي ضمانت کوي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین ښاغلي مولوي محمد یونس رشید او د کابل پولي تخنیک پوهنتون د رهبرۍ کمیټې، استادانو او محصلینو په ګډون سره غونډه جوړه شوه.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون سرپرست رئیس ښاغلي انجنیر سردار ولي صالحي ټولو ته د ښّ راغلاست وینا ترڅنګ د دې غونډې له تنظیموونکو څخه یې مننه او قدرداني وکړه او دا یې د ځوانانو د پوښتنو او نظریاتو د وړاندې کولو لپاره یو مناسب فرصت وباله.
ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین ښاغلي مولوي محمد یونس رشید د اسلامي نظام په چوکاټ کې د ځوانانو د پرمختګ او راتلونکي لپاره د شته فرصتونو او امکاناتو په اړه معلومات ورکړل، او د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې یې ګټه پورته کړه او له ټولو ځوانانو یې وغوښتل چې د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي.
د ازاد بحث په دوام کې محصلینو بېلابېلې پوښتنې وړاندې کړې، چې د ښاغلي مولوي محمد یونس رشید لخوا ورته د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول.
غونډه محصلینو ته د ډالیو په ویشلو او دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۱:۳۹
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون ۷ تنه فارغ‌التحصیلان د حبیب گلزار شرکت ته معرفي او په دندو وګمارل شول.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د برېښنا انجنیري او اتومیخانیک انجنیري څانګو څخه ۷ تنه فارغ‌ التحصیلان د حبیب گلزار شرکت له ‌خوا په تخنیکي او مسلکي بستونو کې وګمارل شول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۰:۵۱
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون په مالي او اداري معاونیت کې اداري غونډه ترسره شوه.

ياده اداري ناسته د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي محمد ياسين حقاني په مشرۍ ترسره شوه چې پکې د بېلابېلو اداري څانګو آمرينو ګډون کړی و.

د غونډې په پيل کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۰:۱۶
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د رهبري هیئت او د کانونو او پټرولیم وزارت د متخصصینو ترمنځ مشورتې غونډه جوړه شوه.

په دې ګډه غونډه کې د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د رهبري هیئت، د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي تفتیش رئیس حافظ عبدالطیف خالد، د معدن ‌کارۍ لوړپوړی متخصص انجنیر امیرالدین نوري او د یاد. . .

BACK TO NEWS