د کابل پولي تخنیک پوهنتون محصلینو ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځانانو چارو مرستیال د ازاد بحث په ترڅ کې د ځوانانو پوښتنو او اندېښنو ته ځوابونه وویل

kpu_admin
Sat, Oct 05 2024 3:18 PM
Image

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شول.
د اسلامي نظام تر عنوان لاندې غونډه د ځوانانو د روښانه راتلونکي ضمانت کوي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین ښاغلي مولوي محمد یونس رشید او د کابل پولي تخنیک پوهنتون د رهبرۍ کمیټې، استادانو او محصلینو په ګډون سره غونډه جوړه شوه.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون سرپرست رئیس ښاغلي انجنیر سردار ولي صالحي ټولو ته د ښّ راغلاست وینا ترڅنګ د دې غونډې له تنظیموونکو څخه یې مننه او قدرداني وکړه او دا یې د ځوانانو د پوښتنو او نظریاتو د وړاندې کولو لپاره یو مناسب فرصت وباله.
ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین ښاغلي مولوي محمد یونس رشید د اسلامي نظام په چوکاټ کې د ځوانانو د پرمختګ او راتلونکي لپاره د شته فرصتونو او امکاناتو په اړه معلومات ورکړل، او د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې یې ګټه پورته کړه او له ټولو ځوانانو یې وغوښتل چې د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي.
د ازاد بحث په دوام کې محصلینو بېلابېلې پوښتنې وړاندې کړې، چې د ښاغلي مولوي محمد یونس رشید لخوا ورته د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول.
غونډه محصلینو ته د ډالیو په ویشلو او دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS