د کمپیوتر ساینس پوهنځی
- د پوهنځي پېژندنه
د معلوماتي ټکنالوژۍ او کمپیوټر انجنیري څانګي د ۲۰۰۷ میلادي کال په ترڅ کې د همدې پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي په چوکاټ کې تاسیس شوې. په هغه وخت کې د کمپیوټر ساینس څلور نوي ګومارل شوي استادان د الکترومیخانیک ، جیولوجي او کانونو، او ساختماني انجنیري پوهنځیو کې کمپیوټرد مضمون په توګه تدریسول.
د ۲۰۰۷ میلادي کال په پیل کې، د معلوماتي ټکنالوژۍ او کمپیوټر انجنیري څانګي د ۳۵ محصلینو په جذبولو سره خپل فعالیتونه د IT په مرکز کې، چې دوه د کمپیوټر لابراتوارونه یې درلودل، پیل کړل.
د څانګې د درنو استادانو، د پوهنځي د رئیس، او د پوهنتون د رهبري د نه ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې، یاده ځانګه وکولای شول چې په لنډ وخت کې د پام وړ پرمختګ وکړي.
د ۲۰۰۸ میلادي کال د جنورۍ په ۲۱ مه، د معلوماتي ټکنالوژۍ او کمپیوټر انجنیري څانګو ته د کمپیوټر ساینس پوهنځي په چوکاټ کې ارتقا ورکړل شوه، چې ۳۵ محصلین او ۶ نوي ټاکل شوي استادان یې د لیسانس په کچه درلودل. له دې استادانو څخه څلور تنه د ماسټرۍ په کچه د بریټن پوهنتون او د برلین تخنیکي پوهنتون کې په لوړو زده کړو بوخت وو.
په ۲۰۰۸ میلادي کال کې، دغه څانګه په دوو جلا څانګو ووېشل شو:
- د محاسبې او معلوماتو ساینس (CIS)
- معلوماتي ټکنالوژي
په همدې کال کې د محصلینو د جذب ظرفیت ۸۴ تنو ته لوړ شو او د استادانو شمېر ۱۲ تنو ته ورسیدل.
په ۲۰۰۹ میلادي کال کې، د کمپیوټر ساینس پوهنځی د کمپیوټر انجنیري او انفورماتیک پوهنځي په نوم ونومول شو او څلور څانګې پکې جوړ شول. دا بدلون د کابل پولی تخنیک پوهنتون د ستراتیژۍ او پالیسۍ له مخې رامنځته شو، ځکه یاد پوهنتون یو انجنیري بنسټ دی. محصلین د انجنیري په برخه کې د لېسانس سند تر لاسه کوي او د ټولنې د خدمت لپاره چمتو کېږي.
د ۲۰۰۸ میلادي کال په ترڅ کې، د ناټو د مالي ملاتړ او د ترکیې د انقرې پوهنتون له لارې لاندې لابراتوارونه بیا فعال او سمبال شول:
- د کمپیوټر لابراتوار
- د مایکروپروسسر لابراتوار
- د الکترونیک لابراتوار
- د ډیجیټل سیستمونو لابراتوار
- د سیسکو لابراتوار
۲( لیدلوری (Vision)
د کمپیوټر ساینس پوهنځی موخه لري چې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې لوړ کیفیت لرونکي علمي خدمتونه وړاندې کړي او د سیمې په کچه د یو باوري او معتبر علمي بنسټ په توګه وپېژندل شي.
۳( موخي
د پوهنځي اساسي موخې په لاندې ډول دي:
- دا تضمین کول چې محصلین د کمپیوټر ساینس، کمپیوټر انجنیري او معلوماتي ټکنالوژۍ په اړوندو بنسټیزو مضامینو کې کافي علمي پوهه ترلاسه کړي.
- د محصلینو وړتیا لوړول تر څو خپله علمي پوهه د افغانستان د اړتیاوو د حل لپاره وکاروي.
- د څېړنې او ځان زدهکړې له لارې د محصلینو د علمي پوهې او مسلکي مهارتونو پراختیا.
- د معاصرو اړتیاوو سره سم د درسي نصاب، مضامینو، لابراتوارونو او تعلیمي سرچینو پراختیا او محصلینو ته یې برابرول.
- د استادانو د دوامداره علمي او مسلکي پرمختګ لپاره د اغېزمنو پروګرامونو رامنځته کول.
- په پوهنځي کې د علمي څېړنو او تحقیقي پروګرامونو فعالول.
- د تعلیمي کیفیت د تضمین لپاره د اغېزمنو میکانېزمونو پلي کول.
- د وړاندې کېدونکې زدهکړې د عمومي کیفیت لوړول.
۴) د څانګو نومونه
په پوهنځي کې لاندې څانګې شامل دي:
- د معلوماتي سیستمونو څانګه
- د کمپیوټر انجنیري څانګه
- د شبکې انجنیري څانګه
۵) کمېټې
پوهنځی لاندې علمي او اداري کمېټې لري:
- د پوهنځي علمي شورا
- د لابراتوار کمېټه
- د مونوګراف کمېټه
- کلتوري کمېټه
- د برېښنايي زدهکړې (E-Learning) کمېټه
- د څېړنې کمېټه
- د عامه اړیکو او ټولنې سره د اړیکو کمېټه
- د درسي نصاب کمېټه
- د ستراتیژیک پلان د تطبیق د څارنې کمېټه
- د ازموینو کمېټه
- د کیفیت لوړوالې کمېټه
- د نظم او ډسپلین کمېټه
۶) د کمپیوټر ساینس پوهنځي تشکیلاتي چارټ