په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د تضمین کیفیت د تجدید شویو معیارونو په اړه معلوماتي ورکشاپ پیل شو.

د تضمین کیفیت د تجدید شویو معیارونو د تشریح او توضیح په موخه پنځه ورځنی معلوماتي ورکشاپ پیل شو.
په دې ورکشاپ کې د پوهنتون مشرتابه، د پوهنځیو رئیسانو، د دیپارتمنتونو آمرینو، اداري کارمندانو او استادانو پراخ ګډون کړی و.
د پروګرام په پیل کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس مولوي محمد موسی فاروق، د ګډونوالو هرکلی وکړ او د دغه ډول علمي پروګرامونو پر ارزښت یې هر اړخېزې خبرې وکړې.
نوموړي د تضمین کیفیت یولس ګونو معیارونو پلي کول د پوهنتون د علمي اعتبار د ساتنې او په ملي او نړیواله کچه د پوهنتون د مقام د لوړوالي لپاره یو له اساسي شرطونو څخه یاد کړل.
ښاغلي فاروق څرګنده کړه چې د تضمین کیفیت پروسه یوازې یوه اداري کړنلاره نه ده، بلکې یو علمي او تحلیلي چوکاټ دی چې له لارې یې د تحصیلي بنسټونو دوامداره پرمختګ او د تدریس او څېړنو کیفیت لوړول ممکن کیږي.
نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې په یاد ورکشاپ کې فعال حضور ولري او د تضمین کیفیت د معیارونو د بریالي تطبیق لپاره خپل رول په مؤثره توګه ادا کړي.
وروسته د علمي چارو مرستیال دوکتور ضیاالرحمن مشک عالم زوی د استادانو پر مهم رول د تضمین کیفیت د کلتور په رامنځته کولو خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې دا بهیر هغه وخت اغېزمن تمامیږي کله چې د پوهنتون ټول غړي ځانونه د تدریس د کیفیت او علمي فعالیتونو په وړاندې مسؤول وبولي.
نوموړي دغه ورکشاپ د پوهنتون د علمي ظرفیت د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام وباله او له ټولو علمي او اداري کارکوونکو یې وغوښتل چې د ګډ کار او ژمنتیا له روحيې سره یو ځای د تضمین کیفیت معیارونه په دقیقه او همه جانبه توګه پلي کړي.
په اخیر کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون استاد او د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت بورډ غړي پوهنمل محمد امین امین د تضمین کیفیت او معیارونو په اړه علمي او مفصل پرزینتېشن وړاندې کړ، چې له لارې د ستراتیژیک پلان جوړونې د پروسې مختلف اړخونه او نور مهم موضوعات واضح کړل. نوموړي د ستراتیژیک پلان د اساسي مفاهیمو او اصولو تر څنګ، د پلان جوړونې اړتیاوې، دلایل، او د ضعیف پلان د پایلو په اړه هم تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي امین د ستراتیژیک پلان د ترتیب عملي مراحل، او د ملي او نړیوالو پوهنتونونو بریالي پلانونه د بېلګو په توګه یاد کړل، ترڅو اشتراک کوونکي له عملي تجربو ګټه پورته کړي.
د یادونې وړ ده چې دا ورکشاپ د پولي تخنیک پوهنتون د کیفیت لوړونې آمریت له خوا طرحه شوی او ټاکل شوې چې د پنځه ورځو لپاره دوام وکړي.