په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د تضمین کیفیت د تجدید شویو معیارونو په اړه معلوماتي ورکشاپ پیل شو.

kpu_admin
Sat, Aug 02 2025 2:06 PM
په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د تضمین کیفیت د تجدید شویو معیارونو په اړه معلوماتي ورکشاپ پیل شو.

د تضمین کیفیت د تجدید شویو معیارونو د تشریح او توضیح په موخه پنځه ورځنی معلوماتي ورکشاپ پیل شو.

په دې ورکشاپ کې د پوهنتون مشرتابه، د پوهنځیو رئیسانو، د دیپارتمنتونو آمرینو، اداري کارمندانو او استادانو پراخ ګډون کړی و.

د پروګرام په پیل کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس مولوي محمد موسی فاروق، د ګډونوالو هرکلی وکړ او د دغه ډول علمي پروګرامونو پر ارزښت یې هر اړخېزې خبرې وکړې.

نوموړي د تضمین کیفیت یولس ‌ګونو معیارونو پلي کول د پوهنتون د علمي اعتبار د ساتنې او په ملي او نړیواله کچه د پوهنتون د مقام د لوړوالي لپاره یو له اساسي شرطونو څخه یاد کړل.

ښاغلي فاروق څرګنده کړه چې د تضمین کیفیت پروسه یوازې یوه اداري کړنلاره نه ده، بلکې یو علمي او تحلیلي چوکاټ دی چې له لارې یې د تحصیلي بنسټونو دوامداره پرمختګ او د تدریس او څېړنو کیفیت لوړول ممکن کیږي.

نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې په یاد ورکشاپ کې فعال حضور ولري او د تضمین کیفیت د معیارونو د بریالي تطبیق لپاره خپل رول په مؤثره توګه ادا کړي.

وروسته د علمي چارو مرستیال دوکتور ضیاالرحمن مشک عالم‌ زوی  د استادانو پر مهم رول د تضمین کیفیت د کلتور په رامنځته کولو خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې دا بهیر هغه وخت اغېزمن تمامیږي کله چې د پوهنتون ټول غړي ځانونه د تدریس د کیفیت او علمي فعالیتونو په وړاندې مسؤول وبولي.

نوموړي دغه ورکشاپ د پوهنتون د علمي ظرفیت د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام وباله او له ټولو علمي او اداري کارکوونکو یې وغوښتل چې د ګډ کار او ژمنتیا له روحيې سره یو ځای د تضمین کیفیت معیارونه په دقیقه او همه‌ جانبه توګه پلي کړي.

په اخیر کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون استاد او د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت بورډ غړي پوهنمل محمد امین امین د تضمین کیفیت او معیارونو په اړه علمي او مفصل پرزینتېشن وړاندې کړ، چې له لارې د ستراتیژیک پلان جوړونې د پروسې مختلف اړخونه او نور مهم موضوعات واضح کړل. نوموړي د ستراتیژیک پلان د اساسي مفاهیمو او اصولو تر څنګ، د پلان جوړونې اړتیاوې، دلایل، او د ضعیف پلان د پایلو په اړه هم تفصیلي معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي امین د ستراتیژیک پلان د ترتیب عملي مراحل، او د ملي او نړیوالو پوهنتونونو بریالي پلانونه د بېلګو په توګه یاد کړل، ترڅو اشتراک کوونکي له عملي تجربو ګټه پورته کړي.

د یادونې وړ ده چې دا ورکشاپ د پولي ‌تخنیک پوهنتون د کیفیت لوړونې آمریت له خوا طرحه شوی او ټاکل شوې چې د پنځه ورځو لپاره دوام وکړي.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS