د کابل پولي تخنیک پوهنتون د انجنیري صنایع کیمیاوي پوهنځي ۱۲ تنه محصلین د عملي کارونو د ترسره کولو لپاره ساحوي سیمو ته واستول شول.

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۹:۵۹
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د انجنیري صنایع کیمیاوي پوهنځي ۱۲ تنه محصلین د عملي کارونو د ترسره کولو لپاره ساحوي سیمو ته واستول شول.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د انجنیري صنایع کیمیاوي (نفت او ګاز) پوهنځي ۱۲ تنه محصلین، چې د استادانو عزت الله حمیدي، دوکتور شفاعت احمد صلاح الدین او انجنیر فردین حبیبي تر رهبري لاندې دي، د عملي تولیدي کارونو د ترسره کولو په موخه د هیواد په شمالي ولایتونو کې مختلفو ساحوي سیمو ته واستول شول.

په دې تعلیمي او علمي پروګرام کې محصلین به د بندر حیرتان مهمو تاسیساتو او فابریکو څخه لیدنه وکړي، چې پکې رفاینري توفایل، شرکت کام انټرنیشنل، حیرتان ترمینل سرویس او د اماراتو د نفت او ګاز شرکت په ګډون دي.

سربیره پردې، د پروګرام په چوکاټ کې به له شبرغان او سرپل ولایتونو (جرقدوق، یتیم تاق، خواجه ګوگردک، انگوت او قشقري) څخه د کانونو او تصفیه ‌خانو څخه هم لیدنه وشي، څو محصلین په عملي ډول د نفت او ګاز د موادو د استخراج، تصفیه او پروسس د کارونو سره بلد شي.

د یادونې وړ ده چې د دې محصلینو عملي پرکتیک د یاد پوهنځي د تعلیمي برنامې برخه ده چې د هغوی فني او مسلکي مهارتونه د بازار د اړتیاوو سره سم لوړوي.

کابل پولي تخنیک پوهنتون چې د انجنیري په برخو کې د یو معتبر تعلیمي بنسټ په توګه پېژندل شوی، په دوامداره توګه هڅه کوي چې له خپلو محصلینو سره د عملي زده‌کړو زمینه برابره کړي او مسلکي، تکړه او ژمن انجنیران د هېواد او ټولنې خدمت ته وروپېژني.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د پوهنیار ډیپلوم انجنیر محمد حامد عمر علمي ـ څیړنیزه مقاله " د پنجشیر حوزې د اقلیمي بدلون د اغېزو ارزونې " تر عنوان لاندې د قزاقستان هیواد کې د قزاق جرمن پوهنتون له خوا خپرېدونکې معتبر نړیوال ژورنال «Central Asian Journal of Water Research» له خوا خپره

یاده څېړنیزه مقاله د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د اوبو او چاپېریال انجنیري پوهنځي رئیس پوهنیار محمد حامد عمر له خوا ترسره شوې چې د پنجشیر د سیندیزې حوزې د اوبو پر جریان د اقلیمي بدلون د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۰:۲۷
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوبو او چاپېریال انجنیري پوهنځي ۳۹ تنه محصلین د عملي زده‌ کړو لپاره وزارتونو او سکتوري ادارو ته معرفي شول.

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د اوبو او چاپېریال انجنیري پوهنځي د اوبو ودانیو انجنیري څانګې ۳۹ تنه محصلین د عملي زده ‌کړو (پرکتیک) او مسلکي تجربو ترلاسه کولو په موخه اوبو او انرژي وزارت، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۰:۱۴
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ځمکې د ښکته کېدو ( فرونشست ) په اړه علمي آنلاین سیمینار ترسره شو.

د علمي ظرفیتونو د لوړولو او د چاپېریالي ننګونو د کنټرول په اړه د پوهاوي د زیاتوالي په موخه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت  د ځمکنیو اوبو د نامناسب استخراج له. . .

BACK TO NEWS