د کابل پولي تخنیک پوهنتون د انجنیري صنایع کیمیاوي پوهنځي ۱۲ تنه محصلین د عملي کارونو د ترسره کولو لپاره ساحوي سیمو ته واستول شول.

kpu_admin
Mon, Jul 28 2025 9:59 AM
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د انجنیري صنایع کیمیاوي پوهنځي ۱۲ تنه محصلین د عملي کارونو د ترسره کولو لپاره ساحوي سیمو ته واستول شول.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د انجنیري صنایع کیمیاوي (نفت او ګاز) پوهنځي ۱۲ تنه محصلین، چې د استادانو عزت الله حمیدي، دوکتور شفاعت احمد صلاح الدین او انجنیر فردین حبیبي تر رهبري لاندې دي، د عملي تولیدي کارونو د ترسره کولو په موخه د هیواد په شمالي ولایتونو کې مختلفو ساحوي سیمو ته واستول شول.

په دې تعلیمي او علمي پروګرام کې محصلین به د بندر حیرتان مهمو تاسیساتو او فابریکو څخه لیدنه وکړي، چې پکې رفاینري توفایل، شرکت کام انټرنیشنل، حیرتان ترمینل سرویس او د اماراتو د نفت او ګاز شرکت په ګډون دي.

سربیره پردې، د پروګرام په چوکاټ کې به له شبرغان او سرپل ولایتونو (جرقدوق، یتیم تاق، خواجه ګوگردک، انگوت او قشقري) څخه د کانونو او تصفیه ‌خانو څخه هم لیدنه وشي، څو محصلین په عملي ډول د نفت او ګاز د موادو د استخراج، تصفیه او پروسس د کارونو سره بلد شي.

د یادونې وړ ده چې د دې محصلینو عملي پرکتیک د یاد پوهنځي د تعلیمي برنامې برخه ده چې د هغوی فني او مسلکي مهارتونه د بازار د اړتیاوو سره سم لوړوي.

کابل پولي تخنیک پوهنتون چې د انجنیري په برخو کې د یو معتبر تعلیمي بنسټ په توګه پېژندل شوی، په دوامداره توګه هڅه کوي چې له خپلو محصلینو سره د عملي زده‌کړو زمینه برابره کړي او مسلکي، تکړه او ژمن انجنیران د هېواد او ټولنې خدمت ته وروپېژني.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS