د کابل پولي تخنیک پوهنتون د لیلیې محصلینو لپاره مجهز انټرنیټ کلب پرانیستل شو

kpu_admin
جمعه ۱۴۰۳/۶/۹ - ۲:۲۵
Image

د پرانیستې مراسم د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شول.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د لیلیې د محصلینو لپاره د غوره انټرنټي خدمتونو په موخه یو معیاري او مجهز انټرنیټ کلب جوړ شو. لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د عمومي ریاست سرپرست رئیس ښاغلي انجنیر سردار ولي صالحي د محصلینو د ظرفیت لوړولو او روزلو په برخه کې د مسؤلینو له دغه ښه اقدام څخه خوښي څرګنده کړه، نوموړي د دغه مرکز جوړېدل د محصلانو د علمي او څېړنيز پرمختګ لپاره يو ښه فرصت وباله او له ټولو محصلینو یې وغوښتل چې د خپلو زده کړو د لا ښه والي لپاره له انټرنیټ څخه اعظمي استفاده وکړي.
همدا راز د دغه پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي محمد یاسین حقاني د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال هم د انټرنېټ د اغېزمنې استفادې، د انټرنېټ پر اهميت او د انټرنېټ د آسانتيا په اړه په تفصيل سره خبرې وکړې او د دغه مرکز د جوړولو له امله يې له اړوندو مسوولينو څخه مننه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې محصلینو هم خپل وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړل، چې د مشرتابه له خوا د یادو وړاندیزونو په برخه کې د هراړخیزو همکاریو ژمنه وشوه.
مراسم د دعایې په ویلو سره پاي ته ورسید.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۲:۱۴
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د علمي او مسلکي پیژند پاڼې (سي وي) لیکلو او پاورپاینټ کمپیوټري پروګرام په اړه دوه ورځنی تعلیمي سیمینار جوړ شو.

دا سیمینار د محصلینو د مهارتونو د لوړولو په موخه د علمي او مسلکي پیژند پاڼې (سي وي) لیکلو او پاورپاینټ کمپیوټري پروګرام د کارونې په اړه جوړ شوی و، چې پکې د دې پوهنتون ګڼ شمېر محصلینو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۸:۳۹
Background image

د کابل پولي تخنيک پوهنتون د رهبري هیئت د پوهنځيو له رئیسانو او د څانګو له آمرینو سره مشورتي ناسته ترسره کړه.

ناسته د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په دې غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه، د پوهنځیو رئیسانو او د څانګو آمرینو ګډون کړی وو.

لومړی د کابل پولي تخنیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۸:۳۲
Background image

په کابل پولی تخنیک پوهنتون کې د "اسلامي نظام ارزښت او اهمیت" تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شو.

سیمینار د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو

 

په کابل پولی تخنیک پوهنتون کې د "اسلامي نظام ارزښت او اهمیت" تر عنوان لاندې سیمینار د محصلینو په ګډون ترسره شو. چې هدف یې. . .

BACK TO NEWS