د کابل پولي تخنیک پوهنتون د لیلیې محصلینو لپاره مجهز انټرنیټ کلب پرانیستل شو
د پرانیستې مراسم د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شول.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د لیلیې د محصلینو لپاره د غوره انټرنټي خدمتونو په موخه یو معیاري او مجهز انټرنیټ کلب جوړ شو.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د عمومي ریاست سرپرست رئیس ښاغلي انجنیر سردار ولي صالحي د محصلینو د ظرفیت لوړولو او روزلو په برخه کې د مسؤلینو له دغه ښه اقدام څخه خوښي څرګنده کړه، نوموړي د دغه مرکز جوړېدل د محصلانو د علمي او څېړنيز پرمختګ لپاره يو ښه فرصت وباله او له ټولو محصلینو یې وغوښتل چې د خپلو زده کړو د لا ښه والي لپاره له انټرنیټ څخه اعظمي استفاده وکړي.
همدا راز د دغه پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي محمد یاسین حقاني د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال هم د انټرنېټ د اغېزمنې استفادې، د انټرنېټ پر اهميت او د انټرنېټ د آسانتيا په اړه په تفصيل سره خبرې وکړې او د دغه مرکز د جوړولو له امله يې له اړوندو مسوولينو څخه مننه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې محصلینو هم خپل وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړل، چې د مشرتابه له خوا د یادو وړاندیزونو په برخه کې د هراړخیزو همکاریو ژمنه وشوه.
مراسم د دعایې په ویلو سره پاي ته ورسید.