د شکایتونو د اوریدو کمېټې غونډه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي او اداري معاونیت په دفتر کې جوړه شوه او کمېټې د شکایتونو صندوقونه پرانیستل

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۱۱:۱۱
photo

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شوه.
د شکایتونو د اوریدو د کمېټې غونډه مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد یاسین حقاني په مشرۍ جوړه شوه.
لومړی د ترانسپورټي ودانیو د پوهنځي رئیس او د یادې کمېټې غړي ښاغلي پوهاند محمد نذیرنجابي د کمېټې د تیرو فعالیتونو او د ترسره شویو تصمیمونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
همدا راز د شکایتونو صندوقونه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد یاسین حقاني تر څارنې لاندې د کمیټې له خوا پرانیستل شول، راټول شوي شکایتونه د مسؤلینو لخوا وڅیړل شول او تصمیم ونیول شو تر څو د ستونزو د حل او نورو اجراأتو په موخه تر مسؤلینو و رسیږي.
د يادونې وړ ده، چې نوموړي صندوقونه يو ځل بيا د ذکر شوې کمېټې له خوا وتړل شول.

Photo
Photo

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د لوړو وزده کړو وزارت د محصلانو چارو معین په مشرۍ پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د محصلانو چارو معین مولوي عبدالله سیحان په مشرۍ یاد پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي ټولګیو څخه په لیدنه کې، د روزنیزو برنامو د پرمخ وړلو څرنګوالی، استادانو له لوري د تدریس لارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار، چې د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له. . .

BACK TO NEWS

User account menu