په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې پوهنتون ته د اعتبار ورکونې سند د ساتلو ورکشاپ جوړ شو.

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۸ - ۱۰:۲۴
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې پوهنتون ته د اعتبار ورکونې سند د ساتلو ورکشاپ جوړ شو.

یاد ورکشاپ چې د دغه پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ په تالار کې ترسره شو،  پکې  د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئيس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال، د پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي انجنیر روح الله روحاني او د پوهنتون مالي او اداري معاون ښاغلي انجنیر سید مصباح الدین هاشمي ، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او کارمندان ګډون درلود.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجینرعبدالرشید اقبال ټولو ګدون والوته ښه راغلاست وویل او د یاد ورکشاپ تر سره کولو موخه یې دغه پوهنتون ته د اعتبار ورکونې سند د ساتلو یوه ښه او غوره لار وبلل.

همدارنګه ښاغلي اقبال له هغو استادانو او کمیټو څخه مننه او قدرداني وکړه چې د اعتبار ورکونې سند د کیفیت او تضمین د ساتنې په برخه کې بوخت او کار کوې.

ورپسې د دغه پوهنتون د کیفیت د تضمین کمیټې غړو پوهاند محمد انورسراج او ډاکټر امان الله فقیري د اعتبار ورکونې سند د ساتلو بهیر، د کیفیت د تضمین معیارونو، د لازمو علمي او اداري پلانونو ډولونه، کاري راپورونه او نور اړین موضوعات د اعتباردهی سند د ساتلو لپاره د چمتو شوې پریزنټشن له لارې په تفصیل سره بیان کړل.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته و رسیده.

ورکشاپ توضیح چهارچوب حفظ سند اعتباردهی در پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزارشد.ورکشاپ توضیح چهارچوب حفظ سند اعتباردهی در پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزارشد.ورکشاپ توضیح چهارچوب حفظ سند اعتباردهی در پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزارشد.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۴۳
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۴۱
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۳۹
Background image

BACK TO NEWS

User account menu