په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې پوهنتون ته د اعتبار ورکونې سند د ساتلو ورکشاپ جوړ شو.
یاد ورکشاپ چې د دغه پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ په تالار کې ترسره شو، پکې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئيس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال، د پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي انجنیر روح الله روحاني او د پوهنتون مالي او اداري معاون ښاغلي انجنیر سید مصباح الدین هاشمي ، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او کارمندان ګډون درلود.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجینرعبدالرشید اقبال ټولو ګدون والوته ښه راغلاست وویل او د یاد ورکشاپ تر سره کولو موخه یې دغه پوهنتون ته د اعتبار ورکونې سند د ساتلو یوه ښه او غوره لار وبلل.
همدارنګه ښاغلي اقبال له هغو استادانو او کمیټو څخه مننه او قدرداني وکړه چې د اعتبار ورکونې سند د کیفیت او تضمین د ساتنې په برخه کې بوخت او کار کوې.
ورپسې د دغه پوهنتون د کیفیت د تضمین کمیټې غړو پوهاند محمد انورسراج او ډاکټر امان الله فقیري د اعتبار ورکونې سند د ساتلو بهیر، د کیفیت د تضمین معیارونو، د لازمو علمي او اداري پلانونو ډولونه، کاري راپورونه او نور اړین موضوعات د اعتباردهی سند د ساتلو لپاره د چمتو شوې پریزنټشن له لارې په تفصیل سره بیان کړل.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته و رسیده.