په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د مرکز خصوصي پوهنتونونو د استادانو لپاره دیني_علمي درې ورځنی سمینار پیل شو. 4-6/8/1444---6-8/12/1401

kpu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۱ - ۱۲:۶
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د مرکز خصوصي پوهنتونونو د استادانو لپاره دیني_علمي درې ورځنی سمینار پیل شو. 4-6/8/1444---6-8/12/1401

 

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.

 

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي معاون ښاغلي  انجنیر روح الله روحاني استادانو ته ښه راغلاست وویل او د  دریمې ورځې د اجنډا په اړه یې مفصل معلومات له ګدونوالو سره شریک کړل.

 

ورپسې ښاغلي شیخ شاکرالله وحدت خپله موضوع چې د مسلمانانو د امیر حقوق او وجایب وه د سیمینار له ګدونوالو سره شریکه کړه.

ښاغلي وحدت د خپلو خبرو په ترڅ کې د امیر مسئولیتونه، د رهبرۍ ثبات په مسلمانانو باندي د امیر اطاعت، د امیر له خوا د دین ساتنه او تطبیق، عدالت، په امیر د خلکو حقوق او هوساینې په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل.
نوموړي خپله موضوع د نظرونو په تبادله او مطرح شویو پوښتنو ته په ځواب ویلو سره پای ته ورسوله.
همدارنګه ښاغلي شیخ عبدالرحمن اخندزاده خپله موضوع د جهاد پر حقیقت او اهمیت راپيل کړه او نوموړی د جهاد پر فرضیت بشپړ خبري وکړې 
نوموړي د اسلامي امت لپاره جهاد ډیر مهم وبللی او دايې د خپلواکې مصونیت ، حقانیت، او کامیابی راز یاد کړ.
ښاغلي شیخ عبدالرحمن اخندزاده د دا دول سیمینارونو په دایرولو خوښي څرګنده کړه او له استادانو یې مننه وکړه چې داسي پروګرامونه تعقیبوي.
دسیمینار وروستۍ برخه د سوالونو په جوابولو او مناقشې سره پای ته ورسیده .

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د مرکز خصوصي پوهنتونونو د استادانو لپاره دیني_علمي درې ورځنی سمینار پیل شو.په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د مرکز خصوصي پوهنتونونو د استادانو لپاره دیني_علمي درې ورځنی سمینار پیل شو.په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د مرکز خصوصي پوهنتونونو د استادانو لپاره دیني_علمي درې ورځنی سمینار پیل شو.په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د مرکز خصوصي پوهنتونونو د استادانو لپاره دیني_علمي درې ورځنی سمینار پیل شو.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۵:۴۸
Background image

د کابل پولې تخنیک پوهنتون د استادانو علمي آثار احصائیوي کتاب چاپ او خپور شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت په هڅو د پوهنتون د استادانو د علمي آثار احصائیوي کتاب ترتیب او له بشپړ کتنې وروسته چاپ او خپور شوی دی.

دغه کتاب چې پنځه مهمې برخې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د کابل پولی تخنیک پوهنتون د تقویتي پروګرامونو څخه د ۴۷۷ تنو محصلانو د فراغت غونډه تر سره شو.

د کابل پولی تخنیک پوهنتون د تقویتي پروګرامونو څخه د ۴۷۷ تنو محصلانو د فراغت محفل د پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، کارکوونکو او محصلانو په ګډون ولمانځل شو.

د پوهنتون د محصلانو چارو معینیت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علم او تکنالوژۍ مجلې ۵۲م جلد (۲، ۳ او ۴) شمېرې چاپ او نشر ته وسپارل شوې

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت د علم او تکنالوژۍ مجلې د  ۵۲م جلد  (۲، ۳ او ۴) شمېرې د لوړو زده کړو وزارت د مطبعې په همکارۍ چاپ او خپرې شوې دي.

یادې مجلې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu