په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د مرکز خصوصي پوهنتونونو د استادانو لپاره دیني_علمي درې ورځنی سمینار پیل شو.

kpu_admin
Thu, Mar 02 2023 12:06 PM
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د مرکز خصوصي پوهنتونونو د استادانو لپاره دیني_علمي درې ورځنی سمینار پیل شو.

 

د یاد سمینار پرانیست غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.

د دغه سمینار  پرانیست غونډه چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون په عمومي جمنازیوم کې جوړه شوې وه، پکې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ښاغلي شیخ الحدیت مولوي ندامحمد ندیم، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي سرپرست وزیر ښاغلي نجیب الله حقاني، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلي دوکتور لطف الله خیرخواه، د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې رئیس ښاغلي طارق کمال، د لوړو زده وزارت د رهبري مقام غړو، د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه هئیت، د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استادانو ګډون درلود.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د غونډې ګډونوالو ته د پیل او ښه راغلاست وینا وکړه او نوموړي زیاته کړه چې، دا ډول پروګرامونه او سمینارونه د خصوصي او دولتي پوهنتونونو تر منځ فاصله را لنډوي او د وزارت مقام له رهبري څخه یې هیله وکړه تر څو دا ډول سمینارونه نور هم جوړ کړل شي.

ورپسې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ښاغلي شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم په دغه سمینار کې د خصوصي پوهنتونونو د استادانو څخه مننه او قدردانی وکړ.

ښاغلي ندیم د علم حاصلولو په اهمیت، د یو مسلمان په ځانګړتیاو او د استادانو تر منځ د نظرونو په تبادله بشپړخبرې وکړې.

نوموړي له استادانو څخه وغوښتل تر څو د مسلمانانو بچي په اسلامي او اخلاقي روحیه و روزي، ترڅو د دوی په وسیله د یو خپلواک، آزاد او پرمختللي افغانستان څښتنان و اوسو.

همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت سرپرست وزیر مولوي نجیب الله حقاني په خپلو خبرو کې د پوهنتونونو د استادانو او د دینې عالمانو تر منځ په هر اړخیزو اړیکو رامنځ ته کولو ټینګار وکړ.

ښاغلي حقاني د انسان د پیدایښت په اهمیت، د علم په فرضیت او د ځوانانو، علمي او مسلکي اشخاصو په مسئولیتونو بشپړ خبرې وکړې

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین محترم دوکتور لطف الله خیرخواه د خپلو خبرو په ترڅ کې د استادانو تر منځ د نظرونه تبادله، د مسلکي تجربو شریکول او د خصوصي پوهنتونونو ستونزو ته رسیدنه د دې سمینار له مهمو اهدافو څخه یاد کړل

د غونډې په اخیر کې د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې رئیس ښاغلي ډاکټر طارق کمال د یاد سمینار د جوړیدو له امله له اړوندو مسوولینو څخه مننه وکړه او د خصوصي پوهنتونو او  موسساتو د پیاوړتیا په برخه کې یې د لوړو زده کړو له همکاري څخه مننه او قدرداني وکړه.

همدا راز یې ژمنه وکړه چې د هېواد د بچیانو د سالمې روزنې په برخه کې به له خپل ټول توان څخه کار اخلي.

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د مرکز خصوصي پوهنتونونو د استادانو لپاره دیني_علمي درې ورځنی سمینار پیل شو.په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د مرکز خصوصي پوهنتونونو د استادانو لپاره دیني_علمي درې ورځنی سمینار پیل شو.په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د مرکز خصوصي پوهنتونونو د استادانو لپاره دیني_علمي درې ورځنی سمینار پیل شو.په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د مرکز خصوصي پوهنتونونو د استادانو لپاره دیني_علمي درې ورځنی سمینار پیل شو.

 

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS