په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د اوبو نړیوال کنفرانس ته د چمتوالي په موخه د نشراتو کمېټې نوبتي غونډه تر سره شوه

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۱۰:۵۳
photo

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شوه.
یاده غونډه چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد یاسین حقاني په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې د اوبو نړیوال کنفرانس ته چې په نږدې راتلونکي کې په دغه پوهنتون کې جوړیږي، د ښه او غوره چمتوالي په موخه د نشراتو کمېټې کارونه مهم او ضروري و بلل، نوموړي په یاده برخه کې د بودیجې په چمتو کولو، د کنفرانس د اړتیاوو، لګښتونو او د کاري اجرااتو په اړه لازمې لارښوونې او مشورې وړاندې کړې.
همدارنګه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د نشراتو آمر ښاغلي ارسلا مفتون د کنفرانس د چمتووالي په موخه د نشراتو کمېټې د تېرو غونډو راپور وړاندې کړ او د یاد کنفرانس د فعالیتونو او اسانتیاوو په اړه یې معلومات شریک کړل.
ښاغلي مفتون دغه راز د بروشرونو د چاپ، له تلویزوني چینلونو سره د اړیکو، د قرطاسیه باب د چمتو کولو، په کابل ښار کې د بلبورډونو له لارې د اعلاناتو خپرولو، د کنفرانس د کتابونو د چاپ او د یاد کنفرانس د چمتووالي په موخه له نورو جوړو شویو کمیټو سره د اړیکو په اړه هم تفصیلي خبرې وکړې.
د يادونې وړ ده، چې د نشراتو کمېټې غړو ته دنده وسپارل شوه تر څو د ياد کنفرانس د لګښتونو او اړتياوو لېست په راتلونکې غونډه کې وړاندې کړي.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

Photo
Photo

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې محصلينو ته د ( اسلامي سبک او روانې آرامتیا ) تر عنوان لاندې دوه ورځنی سیمینار تر سره شو.

په دغه سیمینار کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون روان شناس او کلينيکي کارپوه ډاکتر محمد ذبیح قاضي‌ زاده د رواني روغتیا بنسټیز مفاهیم په علمي او هر اړخیز ډول تشریح کړل. نوموړي د نن ورځې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۷
Background image

د څیړنو او علمي مجلې مرستیال دوکتور وثیق الله عرب زاده علمي مقاله د Machines په نړېوال ژورنال کې خپره شوې.

دغه ژورنال چې د MDPI نړیوالو خپرونو تر چتر لاندې فعالیت کوي، په ماشین ‌آلاتو او انجنیري برخو کې د علمي اعتبار لوړ سرچینه ګڼل کیږي او د ۲۰۲۴ کال لپاره د 2.1 تأثیر فکتور (Impact Factor). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۴۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون په مالي او اداري معاونیت کې اداري غونډه ترسره شوه.

اداري غونډه د مولوي محمد یاسین حقاني په مشرۍ، د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د مالي او اداري معاونیت په دفتر کې د اداري څانګو د آمرینو په ګډون سره ترسره شوه.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتو. . .

BACK TO NEWS