په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د آریانا طبي کمپلکس په همکاري د کرکټ ټیم لپاره روزنیز کمپ جوړ او پرانیستل شو.

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۸ - ۱۳:۴۶
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د آریانا طبي کمپلکس په همکاري د کرکټ ټیم لپاره روزنیز کمپ جوړ او پرانیستل شو.

د پرانیستنې مراسم د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال په یاد مراسمو کې ګدونوالوته د ښه راغلاست وینا وکړه او ترڅنګ یې د آریانا طبي کمپلکس له مسئولینو څخه مننه وکړه چې له دوی سره یې د دې روزنیز میدان په جوړولو کې هراړخیزه همکاري کړې ده.
همدارنګه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کرکټ لوبدلې مشر احمد سیر عمرزي په خپلو خبرو کې د پوهنتون له رهبري او د اریانا طبي کمپلکس له مسئولینو مننه کړه چې له کرکټ تیم سره هر راز همکاري کړې ده. 
د غونډې په جریان کې د آریانا طبي کمپلکس مرستیال ښاغلي خیبر سعیدي او د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي معاون انجنیر روح الله روحاني هم دغونډې ګډونوالو ته وینا واوروله او یاد کار یې یو غوره اقدام وباله.

په پای  کې د کرکټ ټیم لوبغاړو او د آریانا طبي کمپلکس مسئولینو ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې او یاد روزنیزمیدان د پټۍ په پریکولو سره پرانیستل شو.

 

میدان ورزشی برای تیم کرکت پوهنتون پولی تخنیک کابل به همکاری کمپلکس طبی آریانا احداث وافتتاح گردیدمیدان ورزشی برای تیم کرکت پوهنتون پولی تخنیک کابل به همکاری کمپلکس طبی آریانا احداث وافتتاح گردیدمیدان ورزشی برای تیم کرکت پوهنتون پولی تخنیک کابل به همکاری کمپلکس طبی آریانا احداث وافتتاح گردیدمیدان ورزشی برای تیم کرکت پوهنتون پولی تخنیک کابل به همکاری کمپلکس طبی آریانا احداث وافتتاح گردیدمیدان ورزشی برای تیم کرکت پوهنتون پولی تخنیک کابل به همکاری کمپلکس طبی آریانا احداث وافتتاح گردیدمیدان ورزشی برای تیم کرکت پوهنتون پولی تخنیک کابل به همکاری کمپلکس طبی آریانا احداث وافتتاح گردید

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۲:۲۳
Background image

په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د «علمي لیکنې او په معتبرو نړیوالو علمي ژورنالونو کې د مقالو د خپرولو مهارتونو» درې ورځنی علمي سیمینار په حضوري او آنلاین بڼه پیل شو

د استادانو د علمي او څېړنیزو ظرفیتونو د لوړولو په موخه د «علمي لیکنې او په معتبرو نړیوالو علمي ژورنالونو کې د مقالو د خپرولو مهارتونو» تر عنوان لاندې درې ورځنی علمي سیمینار په حضوري او. . .

BACK TO NEWS

User account menu