د کابل پولی تخنیک پوهنتون علمي، مالي او اداري، محصلانو او تحقیقاتي برخو ترمنځ د پوهنتون په سطحه ښې همغږۍ په موخه عمومي غونډه ترسره شوه.

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۴:۴۸
د کابل پولی تخنیک پوهنتون  علمي، مالي او اداري، محصلانو او تحقیقاتي برخو ترمنځ د پوهنتون په سطحه  ښې همغږۍ په موخه عمومي غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

یاده غونډه چې د پوهنتون د بیلابیلو برخو تر منځ د ښې کاري همغږۍ په موخه جوړه شوې وه، په کښې د پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځیو رئیسانو، د ډيپارټمنټونو آمرینو، استادانو، اداري کارمندانو او خدماتي کارکوونکو  ګډون درلود.

په پیل کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون سرپرست رئیس ښاغلي انجنیر سردارولي صالحي د ټولو ګډونوالو هرکلی وکړ او په دې غونډه کې یې د ټولو ګډونوالو له ګډون څخه مننه وکړه.

ښاغلي صالحي په پوهنتون کې د ټولو چارو په سمه توګه پر مخ وړلو، د اصولو په عملي کولو یې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ټول کارونه باید د اصولو په چوکاټ کې ترسره شي.

همدا راز نوموړي د اداري، علمي، محصلانو او تحقیقاتي برخو ترمنځ په پوره همغږۍ او د ستونزو د حل په برخه کې یې په بشپړ همکارۍ خبرې وکړې.

ښاغلي صالحي په خپلو خبرو کې د پوهنتون د ټولو منسوبینو څخه مننه وکړه، چې د پوهنتون په بهبود او پرمختګ کې هر راز هلي ځلې کوي.

ورپسي د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي او اداري  چارو مرستیال ښاغلي  مولوی محمد یاسین حقانی

د پوهنتون د لاسته راوړنو او په پوهنتون کې د عملي شویو پروژو په اړه هر اړخیزې معلوماتي خبرې وکړې.

ښاغلي حقاني د پروژو په عملي کولو او د کارونو د اجرا په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ او شفافیت ډاډ څرګند کړ.

په پای کې، د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي  پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال هم د پوهنتون د بیلابیلو برخو تر منځ په پوره همغږۍ ټینګار وکړ

ښاغلي اقبال همغږي او په کارونو کې له یو او بل سره ګډه همکاري اداري اصل یاد کړ او ډاډ یې څرګند کړ چې په دې برخه کې به خپلې هڅې ونه سپموي.

په اخیر کې غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۳۵
Background image

د کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون د فوټسال سياليو پنځلسم پړاو چې د بدني اعداد په موخه په لار اچول شوی و، په برياليتوب سره پای ته ورسېد

د کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون د فوټسال سياليو د پنځلسم پړاو د پایلوبې مراسم د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، آمرينو، استادانو، د افغانستان اسلامي بانک استازو او يو شمېر محصلانو او د ورزش مينوالو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۸:۲۸
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون محصلینو لپاره څلور ورځنی دیني او اصلاحي سیمینار پیل شو

۳۰  ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ مطابق ۲۷ ثور ۱۴۰۵

د یاد سیمینار د پرانیستې په غونډه کې د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، کارمندانو او محصلینو ګډون کړی و.

د سیمینار په لومړۍ برخه کې د عمر بن. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۱۳
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون او کابل سنټر ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د یاد هوکړه لیک اساسي هدف د دواړو ادارو ترمنځ د ګډو فعالیتونو پیاوړتیا، د محصلینو د ظرفیت لوړونه، د علمي او عملي زده‌کړو لپاره مناسب فرصتونه برابرول دي.

د هوکړه لیک له مخې به دواړه. . .

BACK TO NEWS

User account menu