د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د ورزشي ټېمونو ورزشکارانو ته د ستاینې غونډه ترسره شوه

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۰:۲۲
محفل تقدیر از ورزشکاران در پوهنتون پولی تخنیک کابل برگزار گردید

دا غونډه چې د مختلفو ورزشي څانګو د ورزشکارانو د ستاینې او تشویق په مناسبت په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې جوړه شوې وه، په کې د پوهنتون مشرتابه پلاوي، د پوهنځیو رئیسانو، استادان او محصلین ګډون درلود.

په پیل کې د پوهنتون د محصلانو د چارو مرستیال حافظ انجنیر عنایت ‌الله رحیمي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وینا ترڅنګ د دین مبین اسلام له نظره یې د ورزش اهمیت بیان کړ او زیاته یې کړه، چې ورزش نه یوازې د روغتیا لپاره ګټور دی، بلکې د ځوانانو په فکري او ټولنیزه وده کې هم مهم رول لري.

ښاغلي رحیمي د پوهنتون د ورزشکارانو په مختلفو ورزشي څانګو لکه فوټبال، فوتسال، باسکټبال، هندبال او پنځه ګونو ورزشونو کې د هغوی هڅې او لاسته راوړنې وستایلې او د دوی بریاوې او قهرماني یې د پوهنتون لپاره لوی ویاړ وبلی.

همدارنګه نوموړي د پوهنتون د ورزشي چارو آمریت له هڅو او زحمتونو څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د پوهنتون مشرتابه به د ورزشي فعالیتونو د پراختیا لپاره هر اړخیزه همکاري کوي.

د یادونې وړ ده، چې ورزشکارانو د پوهنتون له هر اړخیزې همکارۍ، تشویق او هڅونې څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د اسلامي نظام او هیواد د علیا ګټو لپاره به په پوره صداقت کار کوي.

په پای کې ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه، تقدیرنامې او ځانګړې جایزې د دوی د لا تشویق او هڅونې په موخه وویشل شول او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۵:۴۸
Background image

د کابل پولې تخنیک پوهنتون د استادانو علمي آثار احصائیوي کتاب چاپ او خپور شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت په هڅو د پوهنتون د استادانو د علمي آثار احصائیوي کتاب ترتیب او له بشپړ کتنې وروسته چاپ او خپور شوی دی.

دغه کتاب چې پنځه مهمې برخې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د کابل پولی تخنیک پوهنتون د تقویتي پروګرامونو څخه د ۴۷۷ تنو محصلانو د فراغت غونډه تر سره شو.

د کابل پولی تخنیک پوهنتون د تقویتي پروګرامونو څخه د ۴۷۷ تنو محصلانو د فراغت محفل د پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، کارکوونکو او محصلانو په ګډون ولمانځل شو.

د پوهنتون د محصلانو چارو معینیت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علم او تکنالوژۍ مجلې ۵۲م جلد (۲، ۳ او ۴) شمېرې چاپ او نشر ته وسپارل شوې

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت د علم او تکنالوژۍ مجلې د  ۵۲م جلد  (۲، ۳ او ۴) شمېرې د لوړو زده کړو وزارت د مطبعې په همکارۍ چاپ او خپرې شوې دي.

یادې مجلې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu