د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ورزشي ټېمونو ورزشکارانو ته د ستاینې غونډه ترسره شوه

دا غونډه چې د مختلفو ورزشي څانګو د ورزشکارانو د ستاینې او تشویق په مناسبت په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې جوړه شوې وه، په کې د پوهنتون مشرتابه پلاوي، د پوهنځیو رئیسانو، استادان او محصلین ګډون درلود.
په پیل کې د پوهنتون د محصلانو د چارو مرستیال حافظ انجنیر عنایت الله رحیمي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وینا ترڅنګ د دین مبین اسلام له نظره یې د ورزش اهمیت بیان کړ او زیاته یې کړه، چې ورزش نه یوازې د روغتیا لپاره ګټور دی، بلکې د ځوانانو په فکري او ټولنیزه وده کې هم مهم رول لري.
ښاغلي رحیمي د پوهنتون د ورزشکارانو په مختلفو ورزشي څانګو لکه فوټبال، فوتسال، باسکټبال، هندبال او پنځه ګونو ورزشونو کې د هغوی هڅې او لاسته راوړنې وستایلې او د دوی بریاوې او قهرماني یې د پوهنتون لپاره لوی ویاړ وبلی.
همدارنګه نوموړي د پوهنتون د ورزشي چارو آمریت له هڅو او زحمتونو څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د پوهنتون مشرتابه به د ورزشي فعالیتونو د پراختیا لپاره هر اړخیزه همکاري کوي.
د یادونې وړ ده، چې ورزشکارانو د پوهنتون له هر اړخیزې همکارۍ، تشویق او هڅونې څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د اسلامي نظام او هیواد د علیا ګټو لپاره به په پوره صداقت کار کوي.
په پای کې ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه، تقدیرنامې او ځانګړې جایزې د دوی د لا تشویق او هڅونې په موخه وویشل شول او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.