د کابل پولي تخنیک پوهنتون فوټبال ټیم د مرکزي زون پوهنتونونو فوټبال سالیو کې نیمه پایلوبي ته لار پیدا کړه.

kpu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۴۰
د کابل پولي تخنیک پوهنتون فوټبال ټیم د مرکزي زون پوهنتونونو فوټبال سالیو کې نیمه پایلوبي ته لار پیدا کړه.

د مرکز زون پوهنتونونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ ریاست په ملاتړ او د کابل ښوونې او روزنې  پوهنتون په کوربتوب پیل شوې په کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون پایلوبي ته لار ومونده.

په دغو سیالیو کې کابل پولي تخنیک پوهنتون په خپله لومړۍ لوبه کې د کابل طبی علومو پوهنتون لوبډلې سره مخامخ شوه او ویې کولای شول چې دا لوبه ۲ د صفر په مقابل کې په خپله ګټه پای ته ورسوي.

همداراز، کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو سیالیو په دوام کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له پیاوړې لوبډلې سره مخامخ شوه، چې په پایله کې یې کابل پولي ‌تخنیک وکولای شول سیال ټیم ته ۳ د ۲ په مقابل کې ماتې ورکړي او د سیالیو پایلوبې پړاو ته لار ومومي.

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون رهبري د فوټبال د منتخبې لوبډلې دا بریا ، استادانو، کارمندانو او ټولو محصلینو ته د زړه له تله مبارکي وايي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د علمي ټولنې لپاره د نويو ښوونیزو فرصتونو برابرول

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د خپلو محصلانو، استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو او د تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه له یو شمېر ښوونېزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۴
Background image

کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو د ساتنې او سمې کارونې په موخه یو ورځنی پوهنېز سیمینار ترسره شو، چې د دغه پوهنتون د ټولو برخو اداري کارمندانو پکې ګډون کړی وو.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۳۳
Background image

د " اپتیک او نسبیت " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي د فزیک څانګې استاد پوهاند احد خان پیاوړی له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د جیودیزی علومو په برخه کې په ځانګړي. . .

BACK TO NEWS

User account menu